د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

افغانستان د مطبوعاتو په ازادۍ کې ۱۵۶ ځای خپل کړی


ارشيف: افغان خبريالان
ارشيف: افغان خبريالان

افغانستان په ۲۰۲۲ کال په نړۍ کې د مطبوعاتو د آزادۍ په شاخص یا درجه بندي کې ۳۴ نمرې شاته لویدلی او د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې یې ۱۵۶ ځای نیولی دی. تیر۲۰۲۱ کال افغانستان ۱۲۲ ځای نیولی و.

د بې پولې خبریالانو ټولنې د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو او ځایونو کې د مطبوعاتو د آزادۍ په اړه دغه نوی شاخص نن خپور کړی او هغه د خبرونو او معلوماتو د ګډ وډۍ ناوړه اغېزې په ګوته کوي ـ هغه معلومات چې په نړیواله سطحه په غیرمنظم ډول انلاین خپریږي، جعلي خبرونه او پروپاګند هڅوي.

په نړۍ کې د مطبوعاتو د آزادۍ په دغه نوي شاخص کې افغانستان بیا هم له خپلو څلورو ګاونډیانو، پاکستان، چین، ترکمنستان او ایران مخکی دی.

پاکستان له افغانستان وروسته ۱۵۷ ځای، چین ۱۷۵، ترکمنستان ۱۷۷ او ایران د دې شاخص له وروستیو دوو هېوادونو، شمالي کوریا او ایریتریا مخکې ۱۷۸ ځای نیولی دی.

په نړۍ کې د مطبوعاتو د آزادۍ د وضعیت په اړه د دغه شاخص یا درجه بندي له مخې درې سکاندیناوي هېوادونو، ناروې، ډنمارک او سویډن په ترتیب لومړی، دوهم او دریم ځای نیولی دی.

د بې پولې خبریالانو ټولنه په نړۍ کې د مطبوعاتو د آزادۍ په اړه دغه شاخص داسې مهال خپروي چې طالبان پرافغانستان بیا واکمن شوي دي.

د طالبانو د واکمنۍ په څه باندې اتو میاشتو کې ډیرې رسنۍ تړل شوي، یوشمېر خبریالان نیول شوي او ډېری هم له هېواده بهر تلو ته اړ کړای شوي دي.

XS
SM
MD
LG