د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

د رسنيو بنسټونه: خبريالانو سره د تاوتريخوالي څېړنې کمېسيون دې جوړ شي


ارشيف: افغان ژورنالېستان
ارشيف: افغان ژورنالېستان

په افغانستان کې له ازادو رسنیو او خبریالانو یو شمېر ملاتړي بنسټونه د خبریالانو له نیولو او د دوی د وهلو ټکولو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، څومره ژر چې کېږي، باید دې د دې ډول سرغړونو د څېړنې لپاره یو کمېسیون جوړ شي.

په افغانستان کې لا هم د خبریالانو د وهلو او د دوی د نېونې په اړه اندېښنې پر خپل ځای دي.

د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې مرستیال فرهاد بهروز وايي، یوازې تېره میاشت ۲۵ خبریالان نیول شوي او وهل شوي دي.

ښاغلی بهروز زیاتوي، له دې شمېر یوازې ۵ پېښې تېرو لس ورځو کې ثبت شوي.

دی وايي، څومره ژر چې کېږي د خبریالانو پر وړاندې دې، دې ډول سرغړونو ته د رسېدو لپاره یوه کمېسیون جوړ شي.

نوموړی وايي: "زموږ غوښتنه دا ده چې د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت د ژمنې سره سم د رسنیو سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون جوړ شي، څو وشي کولای د خبریالانو قضیې له دې لارې حل او د دوی د وهلو او نېونې مخه ونیول شي ."

ښاغلی بهروز په بلخ کې د سیمه‌ییز خبریالان اکبر انصاري او په کندهار کې د یوې خصوصي راډیو مسوول بسم‌الله وطند‌وست نېونو ته اشاره کوي او وايي، له ټولو هڅو سره سره لا هم د طالبانو د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت د دې دوو تنو د نېونو په اړه خبرو ته حاضر شوی نه‌دی.

د افغانستان د ژورنالستانو ټولنې مسوول مسرور لطفي هم ورته اندېښنه لري او وايي: " د دې ډول وضعیت دوام اندېښمنوونکی دی. که د ستونزو د له‌منځه‌وړو او د خبریالانو سره د چلند په اړه تګ‌لاره جوړه نه‌شي او دغه شان د خبریالانو او رسنیو د سرغړونو لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ نه‌شي، دا به د ټولو خبریالانو په روحیه منفي اغېز وکړي. "

ومو غوښتل په دې اړه د طالبانو نظر واخلوو، خو ځواب یې را نه کړ.

سانسور، د خبریالانو نیول او ورسره تاوتریخوالی هغه موضوعات دي چې د خبریالانو او ترې د ملاتړو بنسټونو اندېښنې یې راپورته کړې.

خو طالبانو د رسنیو سانسور رد کړی او وايي، رسنۍ او خبریالان په شرعي چوکاټ کې ازادې دي او کولای شي فعالیت وکړي، خو ډېرو برخو کې یو شمېر خبریالانو ته د طالبانو له‌ خوا توصیه شوې ده.

XS
SM
MD
LG