د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

ځيني خبريالان: طالبان زور زیاتی کوي او اطلاعاتو ته لاسرسی یې هم محدود کړی


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

افغانه خبریاله هدیه اخلاص د هغو خبریالانو له ډلې ده چې دا مهال له لګول شویو محدودیتونو اندېښمنه ده.

نوموړې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې افغان خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي: "له کومې ورځې چې طالبانو کابل نیولی موږ اطلاعاتو ته لاسرسی نه لرو، اطلاعات محدود شوي،که وغواړو راپور جوړ کړو موږ وهل ټکول کېږو، یا ګواښل کېږو، راپور او رسنۍ سانسور سره مخ دي."

معلوماتو ته د نه لاسرسي وروستي محدودیتونه او د خبریالانو نیول د بشري حقونو او د رسنیو د څار ادارې اندېښنه هم راپارولې ده.

د دې ادارې مشر عزت الله اکبري ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له خوا د یوې روښانه تګلارې نه موجودیت لامل شوی چې اطلاعاتو ته لاسرسی محدود او یو شمېر خبریالان د خبري پوښښ پر مهال له تاوتریخوالي سره مخ شي.

ښاغلي اکبري زیاته کړه: "موږ له دې امله جدي اندېښمن یو ، غوښتنه مو دا ده چې ژورنالېستان باید دې ته اړ نه شي چې هېواد پریږدي. د طالبانو فرهنګي کمېسیون باید د هرې ادارې لپاره یو جلا ویاند ولري. دا مهال د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی کېږي. دا ډله باید د ژورنالیستانو لپاره یو ښکاره منشور جوړ کړي. دا مهال خبریالانو سره زور زیاتی کېږي او له خبري پوښښ منع کېږي، نو باید څه رقم فعالیت وکړي؟ خلکو ته کوم اطلاعات ورسوي؟"

افغان خبریال
افغان خبریال

یو شمیر خبریالان وايي چې د دوی یوازینۍ دنده خلکو ته د حقایقو رسول دي او دوی له کلونو راهیسې په بشپړ بې طرفۍ سره کار کړی.

په کابل کې پژواک خبري اژانس خبریال احمد شهیب حسرت ازادي راډیو ته وویل: "په داسې حال کې چې په پخوا به د طالبانو ویاندویان ډېر فعاله وو او د خبریالانو هرې پوښتنې ته یې په لسو دقیقو او پنځو دقیقو کې ځواب ورکاوه، خو په خواشینی سره چې اوس دوی هم د پخواني حکومت د ویاندانو په څېر چې په ساعتونو او ان څو ورځو کې پوښتنو ته ځواب نه ورکوي، نو ژورنالستان مکلف دي خپل راپور په نیمګړي ډول خپور کړي، کوم چې بیا د خبریالانو لپاره ستونزې رامنځته کوي."

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې مرستیال حجت الله مجددي هم ورته ستونزه تائیدوي: "په داسې حال کې چې فرهنګي کمېسیون د رسنیو او خبریالانو په ناستو کې ګډون کاوه او د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکول، که څه هم کافي نه و، خو د کمېسیون ژمنه دا وه چې د کابینې او ادارو په جوړولو سره به ویاندویان ټاکل کېږي. هیله مو دا ده چې دا ستونزه حل شي، که څه هم د مالیې وزارت لپاره یو ویاند ټاکل شوی، خو هیله مند یو چې نورو بنسټونوته هم ویاندویان غوره شي."

له بلې خوا، د طالبانو د مطبوعاتي ټیم یو غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل چې دغه ستونزې د هوارېدو په حال کې دي: "کوم چوکاټ چې اسلامي امارت رسنیو ته جوړ کړی، که رسنۍ او ژورنالیستان خپل فعالیتونه د همدې چوکاټ پر بنسټ تنظیم کړي، زموږ همکاري به دوام ومومي."

له بلې خوا د بشري حقونو او رسنیو د څار ادارې موندنې ښیې چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍسره په شل ولایتونو کې۱۵۳ رسنۍ تړل شوي.

د راپور پر بنسټ کابل ته د طالبانو له ننوتلو سره تر اوسه د دې ډلې له لوري ۱۴ خبریالان نېول شوي او ورسره زور زیاتی شوی.

په وروستي پېښه کې په هرات کې ځایي خبریال مرتضی صمدي او په پکتیا کې د ازادي راډیو پخوانی خبریال داوود تپان نېول کېدو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

که څه هم یو شمېر راپورونه وایي چې داوود تپان طالبانو له بنده خوشې کړی، خو د مرتضی صمدي برخلیک لا تراوسه نه دی معلوم.

د رسنیو فعالانو او خبریالانو له طالبانو غوښتي چې نیول شوي خبریالان دې ژر تر ژره خوشې کړي.

XS
SM
MD
LG