د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

د رهنورد خصوصي ټلوېزيون مسؤلين طالبانو ته: عکاس مو راخوشې کړئ


ارشيف
ارشيف

په بلخ ولایت کې د یو خصوصي ټلویزیون(رهنورد) مسولین د طالبانو له استخباراتو غواړي چې د دې رسنۍ د کمره مېن اکبر انصاري قضیې ته ژر تر ژره رسېدنه وکړي.

د طالبانو د استخباراتو لخوا د کندهار او بلخ ولایتونو د خبریال او کمره مېن نیونې د رسنیو ملاتړو بنسټونه او د دوی کورنۍ اندېښنمنې کړې دي.

په بلخ ولایت کې د یو خصوصي ټلویزیون (رهنورد ) مسولین وايي، د طالبانو استخباراتو ریاست درې ورځې وړاندې د دوی کمره مېن نیولی دی.

د رهنورد ټلویزیون مسوول مدیر محمد رفیع هوشمند ازادي راډيو ته وویل:

" زموږ کمره مېن اکبر انصاري له درې ورځو راهیسې د طالبانو د استخباراتو ریاست لخوا نیول شوی او د نیول کېدو دلایل يې هم نه دي معلوم، د طالبانو د استخباراتو له ریاسته غواړو چې نیول شوی کمره مېن که په هر تور بندي وي قضیې ته یې باید ژر تر ژره رسېدنه وشي."

موږ هڅه وکړه، چې د اکبر انصاري د کورنۍ نظر هم واخلو خو بریالي نشو.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو ۷ ورځو راهیسې په کندهار کې د (ملت غږ راډيو) مسول بسم الله وطن دوست هم د طالبانو لخوا نیول شوی دی.

د بسم الله وطن دوست اوښي محب عبیدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د وطن دوست د نیول کېدو لامل معلوم نه دی، خو دا یې دویم ځل دی چې نیول کیږي.

نوموړي وويل:" هغه د چهار شنبې په ورځ د استخباراتو ریاست ته غوښتل شوی و، نن یې اوومه ورځ ده چې د مرګ او ژوند نه یې احوال نشته، د استخباراتو ریس راته وویل چې هغه یې کابل ته انتقال کړی، زه اوس کابل ته راغلی یم، غواړم وپوهېږم چې هغه په کوم ځای کې دی."

بسم الله وطن له دې وړاندې هم د طالبانو لخوا نیول شوی و چې بیا د لسو ورځو په تېرېدو سره بیرته خوشې شو.

د ښاغلي وطن دوست خپلوان وايي، طالبانو تېره ځلې له نوموړي غوښتې وه، چې په خپلې راډيو کې له موسیقۍ خپرولو ډډه وکړي.

د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې اجرایوي مشر حجت الله مجددي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د دواړو دې رسنیزو کارکونکو د خوشې کیدو لپاره هڅې روانې دي.

هغه وويل:" موږ دواړه قضیې تر څېړنې لاندې نیولي، لومړۍ مو هڅه دا ده چې هغوی راخوشې کړو، که یې قضیې رسنیزه بڼه نه درلوده موږ بیا هم د دوی قضیې رسنیزې کوو."

طالبانو د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

که څه هم د طالبانو لخوا د خبریالانو او رسنیزو کارکونکو نیول کېدل کومه نوې خبره نه ده او ان تر دې چې په ځینو مواردو کې یې د وهلو او ډبلو راپورونه هم ورکړل شوي خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له دې وړاندې ویلي و، چې دوی یوازې د پوهاوۍ په خاطر د رسنیو ځیني کارکونکي غواړي.

XS
SM
MD
LG