د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

د خبريالانو د نيونې دوام؛ خلک: کندهار کې د ملت غږ راډيو مسؤل بيا نيول شوی


ارشيف
ارشيف

په کندهار کې د ملت غږ راډیو مشر او خبریال بسم الله وطن دوست له تېرو څلورو ورځو را پدېخوا تري تم دی.

د ښاغلي وطن دوست اوښي مجیب الله په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

“د تېرې اونۍ د چهارشنبې ورځ له غرمې وروسته ۳ بجې د استخباراتو ریاست لخوا ورته پیغام راغی چې د خبرو لپاره د دوی دفتر ته ورشي، له هغه وخته چې هلته تللی ټلیفونونه یې بند دي او نن یې ۴ مه ورځ ده چې هېڅ تر احوال نه لرو.”

د ښاغلي وطن دوست یوې بلې خپلوانې چې د امنیتي ستونزو له امله یې ونه غوښتل په راپور کې نوم ولیکل شي له طالبانو یې غوښتنه وکړه چې هغه خوشې کړي.

نوموړي وويل:

“موږ تر اوسه نه پوهېږو چې هغه تر اوسه دلته دی که نه؟ ځینې ګونګوسي دي چې هغه یې کابل ته وړی دی، موږ غواړو چې هغع ازاد شي ټوله کورنۍ خپلوان او دوستان یې له لټولو ستړي دي.”

په کندهار کې د رسنیو د ملاتړ اړوند یوې بلې سرچینې د دې موضوع د تایید تر څنګ د ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی وطن دوست یې د راډیو د نشراتو د بیا پیل د جواز د تر لاسه کولو لپاره د طالبانو د استخباراتو ریاست ته غوښتل شوی وه چې په خبره یې له هغه ځای بېرته نه دی ستون شوی.

دغې سرچینې هم د موضوع د حساسیت له امله د نوم او غږ د نه خپرېدو غوښتنه وکړه.

له دې سره د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو د ټولنې مرستیال یار محمد مجروح ازادي راډیو ته وویل چې طالبان باید خبریالانو ته د ستونزو جوړولو پر ځای هغوی ته د اطلاعاتو د لاسرسي زمینه برابره کړي.

نوموړي وويل:

“لومړی باید د خبریالانو لپاره د رسنیو قانون جوړ کړي، باید د کار ساحه یې ور مشخصه کړي، له خبریالانو سره باید د خبریال په ژبه خبرې وشي نه دا چې ووهل شي وډبول شي او یا بندي کړل شي.”

بسم الله وطن دوست دوه اونۍ مخکې هم د طالبانو له لوري بندي شوی وه خو د کورنۍ د غړو او په کندهار کې د خبریالانو د منځګړیتوب په پایله کې یې بېرته ازاد شو، خو د راډیو نشرات یې لا هم د طالبانو له لوري بند دي.

دا ځل هم د هغه د بندي کېدو لامل مشخص نه دی د طالبانو د حکومت چارواکو د استخباراتو عمومي ریاست ویاند مو په دې اړه پوښتنې ځواب نه کړې.

XS
SM
MD
LG