د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

افغاني رسنۍ سږ کال د اختر لپاره ځانګړې خپرونې نه لري


ارشيف
ارشيف

د رسنیو یو شمېر کارکونکي د طالبانو له لوري پر رسنیو د محدودیتونو لګول، اقتصادي ستونزې او وروستي مرګوني بریدونه هغه لاملونه یادوي، چې د سږ کال اختر لپاره یې د دوی ځانګړي پروګرامونه پیکه کړي دي.

د رسنيو د خپرونو يو جوړوونکی چې د امنيتي ستونزو له امله نه غواړي نوم يې راپور کې خپور شي وايي، په تېرو کلونو کې به کنسرتونه او خپرونو ته د هنرمندانو رابلل د دوی مهمې اختریزې خپرونې وې. خو سږ کال رسنۍ هغه شان خپرونې نه لري.

ده سږ کال د خپلې رسنۍ د اختریزو خپرونو په اړه ازادي راډیو ته وویل:"سږ کال زموږ په اختریزو خپرونو کې د هنرمندانو، په ځانګړي ډول د سندرغاړو ځای تش دی، بل لور ته کومي پېښې چې کابل کې وشوې څه نا څه یي اغېز کړی. له دی ډلې د عبدالرحیم شهید د ښوونځي پېښه او هغه چاودنې چې تر تېری شپې روانې وې. له همدې امله زموږ د اختر لومړی ورځ له تېر سره توپیر لري، پرځای یې خلک د شهیدانو له کورنیو سره تګ راتګ کوي، بل توپیر یې اقتصادي مسله ده، زموږ ډېری خپرونې بودجې ته اړتیا لري، او په ټوله کې دا پر رسنۍ او د رسنیو پر کارکونکو اغیز کوي."

دی ټینګار کوي، چې د اختریزو پروګرامونو نشتوالی د دی لامل شوی چې مخاطبین او سوداګریز اعلانونه یي راکم شي.

طالبانو څو ځلې ویل، چې رسنۍ کولی شي د اسلامی شریعت په چوکاټ کې خپرونې جوړې او نشر کړي.

د کابل ښار یو اوسیدونکی محمد وایي، د طالبانو په بیا واکمنېدو سره چې کومې اقتصادي ستونزې رامنځته شوي، له امله یې اختریز دسترخوانونه تش شوي او سږ کال د رسنیو له لارې د تېرو کلونو په شان اختریز پروګرامونه هم نه نشریږي.

محمد ازادي راډیو ته وویل: " کوم کنسرتونه او اختریز پروګرامونه چې به رسنیو درلودل، د خلکو د خوښۍ او بوختیا لامل کېدل، خو له بده مرغه سږ کال یې نلرو."

دا په داسې حال کې ده چې د طالیانو د حکومت د برېښنا شرکت چارواکو پرون پر خپله فیس بوک پاڼه لیکلي، چې په سالنګ لویه لاره کې د روښنایۍ د دښمنانو له خوا د وارداتي برېښنا دوه ستنې نړول شوي دي.

برېښنا شرکت ویلي، له دې امله د کابل په ګډون په دغه مسیر یوولس پراته ولایتونه له برېښنا بې برخې شوي دي.

چې دې چارې، کابل ښاریان د اختر په ورځو د نا ځانګړو شویو تلویزوني پروګرامونو له لیدو هم محروم کړی دي.

XS
SM
MD
LG