د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۱:۲۹

د مطبوعاتو نړيوالو ورځ؛ د طالبانو له لوري پر رسنيو محدوديتونو اندېښنې ډېرې کړي


ارشيف

نن د مې میاشتې درېیمه د مطبوعاتو د ازادي نړۍواله ورځ ده. دا ورځ داسې مهال رارسېږي چې د وروستیو سیاسي تحولاتو په لړ کې د طالبانو له لوري په رسنیو د محدودیتونو لګولو؛ اندېښنې ډېرې کړې دي.

نن د مطبوعاتو د ازادي نړۍواله ورځ ده، خو په رسنیو د طالبونو محدودېتونو د افغانستان رسنۍ له هغې ازادي څخه ظاهراً محرومې کړې دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې درلوده.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵مه د طالبانو له واکمنېدو سره رسنۍ او خبریالان په دې هېواد کې ډېر متاثره شول.

د رسنیو تړل کېدل، د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو بې دندې کېدل، د خبریالانو نیول او ځورول او له افغانستانه د یو ډېر شمېر خبریالانو وتل، هغه څه وو چې د طالبانو د واکمنۍ په ۸ میاشتو کې یې د مطبوعاتو په ازادۍ خپل سیوری غوړلی دی.

د رسنیو په فعاليتونو محدودېتونه او د خبریالانو زنداني کول هغه موارد دي چې نړۍ وال سازمانونه او د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه یې اندېښمن کړي دي.

انځور: دوه افغان خبريالان چې د طالبانو له بيا ځلې واکمنېدو وروسته وهل شوي
انځور: دوه افغان خبريالان چې د طالبانو له بيا ځلې واکمنېدو وروسته وهل شوي

زاهد صمدزی هغه خبریال دی چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې تر څلور میاشتې مخکې پورې یې له بېلابېلو رسنیو سره کار کاوه.

نوموړی وايي، په وروستیو کې یې د ۹۲ په نوم له یوه پاکستاني چینل سره کار کاوه او څلور میاشتې مخکې د یوه راپور د جوړولو پر مهال د طالبانو له لوري ونیول شو.

ښاغلی صمدزی وايي، له ۲۴ ساعته زندان وروسته ازاد شو خو په رسنیو کې یې د فعالېت اجازه ی له لاسه ورکړه.

نوموړی وايي: "په مختلفو دلایلو یې زما مخه ونیوله او راته وې ویل چې نور په رسنیو کې کار نه شې کولای."

خو طالبانو په دې اړه څه و نه ویل.

يوه خبرياله چې نه غواړي نوم یې د امنیتي ګواښونو له امله په راپور کې واخیستل شي، وايي، د طالبانو له واکمنېدو سره یې بیا فرصت و نه موند چې خپل کار ته دوام ورکړي.

هغې اوس د قلم او د خبریالۍ د نورو وسایلو په ځای ستنه را اخیستې او خیاطي کوي، ځکه وېرېږي چې هسې نه یوه ورځ ښځې له کوره دباندې د تګ اجازه هم و نه لري.

دغې خبریالې ازادي راډيو ته وویل: "زه بې دندې شوم، زه خبریاله وم او ډېر ښه کار مې و خو اوس له خپلو ۵ خویندو سره جامې ګنډم او بهر ته یې وړم چې وې پلورم. دا خپله یو خطر دی چې که یوه ورځ طالبان ښځې بیخي له بهر تګ څخه منع کړي، څه به د خوړلو لپاره هم پیدا نه کړو. "

طالبانو د خپلې بیا ځلې واکمنۍ په پیل کې د ملي تلویزیون ښځینه خبریالانو ته اجازه ور نه کړه چې دې تلویزیون ته دننه شي او اوس هم هېڅ یوه ښځینه خبریاله په دې رسنۍ کې نه ښکاري.

په داسې حال کې چې دوی په ځلونو ویلي، چې ښځینه خبریالانې د شرعي حجاب په مراعاتولو سره په رسنیو کې د کار اجازه لري.

خپلواک خبریال مطیع الله سرور غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت باید د رسنیو او خبریالانو د فعاليت لپاره یوه منظمه پالیسي ولري.

نوموړی وايي: "متاسفانه د اسلامي امارت د حکومت ۸ میاشتې کېږي خو تر اوسه هم د رسنیو او خبریالانو د فعاليت یو ځانګړی چوکاټ نه دی جوړ شوی چې د هغه چوکاټ په رڼا کې رسنۍ خپل فعاليتونه تنظیم کړي، که حالت په همدې ډول دوام وکړي، د رسنیو لپاره به ستونزې لا ډېرې شي."

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د عقرب په میاشت کې یوه اته ماده يي لارښود خپور کړ چې له رسنیو په کې غوښتل شوي و، کمېډي خپرونې، کورني او بهرني فلمونه او هغه سریالونه چې د پیغمبرانو نقش په کې وي، نه دې خپروي.

افغان خبريالان چې د طالبانو له بيا ځلې واکمنېدو وروسته وهل شوي
افغان خبريالان چې د طالبانو له بيا ځلې واکمنېدو وروسته وهل شوي

په دې لارښود کې ویل شوي و چې ښځینه خبریالانې باید اسلامي حجات مراعات کړي او هغه تمثیلي خپرونې چې ښځې رول په کې لري، باید خپرې نه شي.

دا لارښود هغه مهال له سختو غبرګونونو سره مخ شو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو وویل چې د دې لارښود له عملي کېدو سره به ډېر هغه تلویزیونونه چې خپرنیز مواد یې فلمونه او سریالونه دي، د خپرېدو لپاره هېڅ هم و نه لري.

طالبانو د دې غبرګونونو په ځواب کې وویل چې دا لارښود یوازې سپارښتنه ده او د عملي کېدو الزامیت نه لري.

خو له دې لارښود څه موده وروسته طالبانو په کورنیو تلویزیونونو کې بهرني سریالونه بند کړل.

په ورته وخت کې طالبانو د بي بي سي پښتو او امریکا غږ اشنا تلویزیونونو خپرونې چې د محلي تلویزیونونو له لارې خپرېدلې؛ هم بندې کړې.

طالبانو په دې اړه د جرمني (ډي پي ای) خبري اژانس ته ویلي و چې د امریکا غږ اشنا تلویزیون خپرونې د دوی له پالیسي سره په تضاد کې وې، ځکه یې بندې کړې.

د رسنیو د بندېدو او یا د محدودلو ترڅنګ ګڼ خبریالانو ونیول شول چې ځینې یې اوس هم په زندان کې دي.

انځور، افغانستان کې خبريالان
انځور، افغانستان کې خبريالان

د خبریال او لیکوال خالد قادري خپلوان وايي، چې طالبانو هغه په یو کال زندان محکوم کړی دی.

د خالد قادري یوه خپل چې د موضوع د حساسیت په خاطر نه غواړي، نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته په یوه غږیز پیغام کې وویل، طالبانو هغه د نظام د تخریب او بهرنیانو ته د جاسوسۍ په تور زنداني کړی دی.

طالبانو په دې اړه زموږ پوښتنه ځواب نه کړه.

په ورته وخت کې په کندهار کې د ملت غږ راډيو مسوول بسم الله وطندوست او په بلخ کې د رهنورد تلویزیون فلم اخیستونکی اکبر انصاري هم د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوي وو.

د طالبانو امنیتي مسولانو د دې ۲ خبریالانو د نیول د عواملو په اړه ازادي راډيو ته څه و نه ویل.

په رسنیو او خبریالانو محدودېتونو نړۍوال سازمانونه هم اندېښمن کړي دي.

د بې سرحده خبریالانو ټولنې په افغانستان کې د بیان ازادي حالت اندېښمنونکی بللی دی او ویلي یې دي چې طالبانو د رسنیو قانون نقض کړی دی.

دې ټولنې څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ځانګړې څانګې ته په یوه لیک کې لیکلي و چې په ۲۰۲۲ کال کې خبریالانو ته په افغانستان کې د کار ساحه تنګه شوې ده او د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو ځورونه هم ډېره شوې ده.

خو طالبانو تل ویلي چې د دوی د حکومت له لوري خبریالانو ته هېڅ ګواښ متوجه نه دی او د رسنیو مخکېنی قانون هم د اجرا وړ دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) هم څه موده مخکې له طالبانو غوښتي وو چې د خبریالانو وېرول دې ودروي.

د دې ترڅنګ د افغانستان د ښځو او بشر حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې رینا امیري هم څه موده مخکې خپلواکې رسنۍ د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې بللې وې او ټينګار یې کړی و چې رسنۍ باید بې له کومې ويرې فعاليت وکړي.

د بشر حقونو د څار سازمان هم د رسنیو په وړاندې د طالبانو په چلند اندېښنه ښودلې ده او ویلي یې دي چې طالبانو د انتقادي غږونو د چوپولو په هڅه کې دي.

د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی مشر ظریف کریمي وايي، په دې هېواد کې د رسنیو په وړاندې ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي.

نوموړی وايي: "د مطبوعاتو د ازادي ورځ په دې معنا ده چې رسنۍ په خپل کار کې پرمختګ وویني، اما له بده مرغه په افغانستان کې ورځ تر بلې د رسنیو او خبریالانو په وړاندې ستونزې ډېرېږي. تمه لرم چې نړۍواله ټولنه او د افغانستان حکومت د رسنیو د له منځه تلو مخه ونیسي."

د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو د ټولنې اجرائیوي رئیس حجت الله مجددي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د خبریالانو د ستونزو د حل لپاره د یوه ځانګړې کمېسیون غوښتنه وکړه.

نوموړي وويل: "د حل لاره د رسنیزو سرغړونو د کمېسیون جوړول دي چې د خبریالانو ستونزې حل کړي. هره ستونزه چې پيدا کېږي، مختلف بنسټونه به همدې کمېسیون ته ورځي."

د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو ټولنې د معلوماتو په اساس تر اوسه ۹۶ خبریالان د طالبانو له لوري نیول شوي دي او ۲۴ یې ادعا کړې ده چې وهل شوي دي.

د طالبانو له بیا راتګ سره دوه خبریالان نجمه صافۍ او علي رضا احمدي د کابل د هوايي میدان په چاودنه کې ووژل شول.

د دې ترڅنګ د دې بنسټ په وینا د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په ۱۰۴۷۹ خبریالانو کې ۵۹۲۸ خبریالانو خپلې دندې بایللي دي.

یوه بله سروې چې د بې سرحده خبریالانو د ټولنې له لورې شوې ده، ویل کېږي چې د طالبانو په حاکمېت کې له ۵۷۸ فعاله رسنیو ۲۲۹ یې تړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG