د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

د اقتصادي کړکېچ دوام؛ پکتيا کې يوې رسنۍ فعالیت ودراوه


په غور کې سرحد راډیو خپل نشرات ودرول
په غور کې سرحد راډیو خپل نشرات ودرول

د طالبانو د بیا واکمنۍ له پیل راهیسې رسنۍ او کارکوونکي یې له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ او هره ورځ یو په بل پسې فعالیت دروي.

پکتیا غږ راډیو چې د تېرو ۱۷ کلنو را پدېخوا په دیني، سیاسي، ټولنیزو او ورزشي برخو کې یې فعالیت درلود، دوه ورځې وړاندې یې خپل فعالیت ودراوه.

د دې رسنۍ د فعالیت د درېدو لامل اقتصادي ستونزې او د مالي امکاناتو نشتوالی په ګوته شوی.

د پکتیا غږ راډیو مسوول ذبیح الله ایوبي ازادي راډیو ته وویل: "د مالي امکاناتو نشتون له کبله مو راډیو بنده کړه. لوی لامل یې همدا و. د تېر په څېر موږ ته سوداګریز اعلانونه نه راتلل. زموږ مالي ملاتړ همدا سوداګریز اعلانونه و. موږ هلته د خلکو لپاره خدمت کاوه. موږ د خلکو ستونزې دولت او د دولت کړنې تر خلکو رسولې اوس نه‌شو کولای دا کار وکړو. سخت خفه یوو."

د ښاغلي ایوبي په خبره، د پکتیا غږ راډیو ترڅنګ د دې راډیو په نشراتي چوکاټ کې د پکتیا د ښځو غږ راډیو او د پکتیا غږ دوه اوونیزو هم څه موده وړاندې خپل فعالیتونه درولي وو.

دې رسنۍ د خپل فعالیت له پای‌ته رسولو وروسته په خپله وروستۍ اعلامیه کې لیکلي، محمد ضیا ارمان عمري په ۱۳۹۱کال کې، زحل پښتون‌یار په ۱۳۹۹ کال کې او طوفان عمري په ۱۴۰۰ کال کې د دې رسنۍ هغه کارکوونکي وو چې د نامعلومو کسانو له‌خوا ووژل شول او تر اوسه یې نه په تېر ې او نه هم د طالبانو په حکومت کې قضیې څېړل شوي دي.

پکتیا غږ راډیو څه موده مخکې خپل فعالیت ودراوه
پکتیا غږ راډیو څه موده مخکې خپل فعالیت ودراوه

د بې‌پولي خبریالانو فدراسیون د وروستیو موندونو له مخې، پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو او د اقتصادي وضعیت په خرابېدو ازادي رسنۍ په مالي برخه کې له ستونزو سره مخ کړي.

د طالبانو د واکمنۍ سره سم، یو ډېر هغه بهرني بنسټونه چې په افغانستان کې یې له بېلابېلو رسنیو سره مالي مرستې کولې او د رسنیو لپاره د تمویل ښه سرچینه بلل کېده، له دې وطن ووتل.

د پکتیا غږ د راډیو په ګډون د ازادو رسنیو د امتیاز خاوندان وايي، سوداګریز اعلانونه کم شوي او له دې امله هم د رسنیو لپاره د عاید لارې بندې شوي دي.

د پکتیا غږ راډیو سره هممهاله، میمنه راډیو چې په فاریاب کې یوازینۍ سیمه‌ییزه راډیو وه، هم د اقتصادي ستونزو له کبله خپل نشراتي فعالیتونه بند کړل.

د دې راډیو مسوولانو په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

د دې ترڅنګ په میدان وردک کې د تجلا په نامه یوه بله سیمه‌ییزه راډیو چې د یو ۱۱ کلنو را پدېخوا یې رسنیز فعالیت کاوه، د روان کال په فبرورۍمېاشت کې خپل چارې ودرولې.

د دې رسنۍ مسوولانو یوه خبري کنفرانس کې د پنځه ماده‌ییز پرېکړه‌لیک په خپرولو سره چې په‌کې اقتصادي ستونزې، د رسنیو د ازادۍ نقض، د برښنا لوړ لګښت، د اوسنیو واکمنانو له‌خوا د رسنیو لپاره د یوې مشخصې تګ‌لارې نشتوالی او دغه شان د دې رسنۍ د تعمیر لپاره د غرامت غوښتل شامل و، هغه دلایل یاد کړل چې له امله یې د دې رسنۍ دروازې وتړل شوې.

د دې راډیو ټلوېزیون د امتیاز خاوند نجیب الله حبیبي ازادي راډیو ته وویل: "زموږ هیله دا وه چې یوه ورځ به زموږ رسنۍ ملي او نړیواله شي. موږ په دې رسنۍ کې ډېره قرباني ورکړې ده. زما ځوان ورور شهید شو، خو بیا مو هم کوښښ وکړ چې رسنۍ مو سقوط و نه‌کړي. له بده مرغه د وروستیو تحولاتو له امله مو و نه‌ شوای کولای چې خپلو موخو ته ورسېږو. تر ټولو بده ورځ یې هغه وه چې موږ نشرات بند کړل. تر اوسه مو سټډیو ته زنګونه وهل کېږي هره رسنۍ خپل مینه‌وال لري. "

آرشیف- په کندهار کې د يوه محلي راډیو
آرشیف- په کندهار کې د يوه محلي راډیو

د رسنیو یو شمېر د امتیاز خاوندان د اقتصادي ستونزو سربېره، د طالبانو له‌خوا د رسنیو پر وړاندې سخت چلند، امنیتي ستونزې او یو شمېر لاملونه هم په ګوته کوي چې له امله یو ډېر شمېر رسنیو خپلې چارې درولي دي.

د یوې رسنۍ د امتیاز د څښتن خبرې چې د رسنۍ دروازه یې طالبانو ور تړلې، پر دې خبره د تایید مهر لګوي، خو طالبان په دې اړه څه نه‌ وايي.

هغه له ازادي راډیو سره خبرو کې وغوښتل چې نوم یې خپور نه‌کړو، ځکه له دې یې وېره درلوده چې طالبان به یې ونیسي.

هغه وویل: "طالبانو زه لس ورځې بندي کړم. د خپلو ملګرو، خبریالانو او د کورنۍ غړو له لوري بېرته راخوشې شوم. زه یې بندي کړم او زما نشرات یې هم بند کړل. د انسان زړه درد کوي چې موږ د چاه لپاره کار کوو، زموږ د فعالیت ګټه څه ده، خو زه کوښښ کوم چې بېرته خپل فعالیت پیل کړم، مګر تر اوسه بریالی شوی نه‌یم. "

په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ نږدې اته مېاشتې تېرېږي، خو په دومره وخت کې لسګونه تصویروي،غږیزو، چاپي او انلاین رسنیو د اقتصادي ستونزو، اطلاعاتو د لاس‌رسي د محدودیت او ځینو نورو ستونزو له امله خپل فعالیتونه بند کړي دي.

خو د افغانستان د رسنیو ټولنې مشر حجت الله مجددي بیا وايي، رسنیو په تېرو شل کلونو کې و نه شوای کولای د خپلو چارو د دوام لپاره بنسټیز مالي کارونه وکړي او له همدې امله یې یو شمېر ژر سقوط شوې.

هغه وویل: "کومه سروې چې موږ کړې، د سقوط په لومړیو ورځو او د جمهوریت له سقوط وروسته، لږ تر لږه څلوېښت سلنه رسنۍ له کوم مشکل او محدودیت پرته بندې شوي. په دې برخه کې هېڅ پلان نه و چې په دې شرایطو کې هرڅه کنټرول کړي، له بده مرغه داسې څه و نه‌شول او یو شمېر رسنۍ وتړل شوې."

د مجددي په وینا، په افغانستان کې د اقتصادي مخ پر ځوړ حالت له امله سوداګریز اعلانونه هم کم شول او دې چارې هم رسنۍ سختې وځپلې.

هاخوا بیا په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نۍ د رسنیو له اوسني وضعیت د اندېښنې په ښودولو سره، له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول له ملګرو ملتونو غواړي، څو د افغانستان له رسنیو سره مالي مرسته وکړي.

د دې بنسټ مشر ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل: "نن موږ په افغانستان کې د رسنیو د بد وضعیت شاهدان یوو. رسنیو د امنیتي، اقتصادي، د کار د مناسب چاپیریال نه‌لرل او د کورني او بهرني مالي ملاتړ د نه‌شتون له امله خپل فعالیتونه بند کړي دي. دا په حقیقت کې اندېښمنوونکې ده. له نړیوالې ټولنې زموږ غوښتنه دا ده چې د رسنیو، بیان ازادۍ او د خلکو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې مرسته وکړي او اجازه ور نه‌کړي چې د رسنیو فعالیتونه بند شي."

له طالبانو مو په دې اړه وپوښتل، خو ویاندویان خبرو ته حاضر نه‌شول، خو له دې وړاندې طالب چارواکو ویلي، په افغانستان کې د رسنیو د فعالیتونو د بندېدو لامل، د مالي امکاناتو نشتون دی؛ نه طالبان.

د افغانستان د خبریالانو ټولنې او فدراسیون د وروستیو شمېرو له مخې چې د بې‌پولې خبریالانو سره په همغږي یې تر لاسه کړي، د طالبانو له حاکمیت وروسته؛ په افغانستان کې د ۵۸۷ رسنیو څخه ۲۲۹ خپل فعالیتونه بند کړي دي.

د دې ترڅنګ د یوې شوې سروې له مخې، د ۱۰۴۷۹ خبریالانو څخه چې ۸۰۸۲ یې نارینه او ۲۳۹۶ یې ښځینه خبریالانې دي، ۵۹۲۸ خبریالان بې‌دندې شوي چې ۴۱۲۳ یې نارینه او پاتې یې ښځې دي.

XS
SM
MD
LG