د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

بې‌پولې خبریالان: یوناما دې د افغانستان رسنیو او خبریالانو دفاع لپاره اقدام وکړي


ارشیف، یو شمېر افغان خبریالان
ارشیف، یو شمېر افغان خبریالان

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې په افغانستان کې د بیان ازادۍ پر وړاندې روان وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی.

دې ټولنې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په برخه کې له ځانګړي راپور ورکوونکي غوښتي چې د رسنیو او خبریالانو څخه د دفاع لپاره لاس په کار شي.

دې ټولنې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما ته په یو لیک کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د روان حالت د مخنیوي او د خبریالانو د دفاع غوښتنه کړې.

بې‌پولې خبریالانو ټولنې دا لیک په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په برخه کې ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ ته استولی او له هغه‌یې غوښتي چې د افغان خبریالانو، د رسنیو کارکوونکو او د بیان ازادۍ د دفاع لپاره لاس په کار شي.

خو د اسیايي هېوادونو لپاره د دې ټولنې مشر رضا معیني بیا له ازادي راډیو سره خبرو کې طالبان په افغانستان کې د رسنیز قانون په نقض تورن کړل.

ښاغلی معیني وايي، سره له دې چې طالبانو په افغانستان کې تېر رسنیز قانون د اجرا وړ بولي، خو د دوی له‌خوا د خبریالانو خپل‌سري نیول او بندي کول بیا خپله له همدې قانون سرغړونه او غیر قانوني عمل دی.

د اسیايي هېوادونو لپاره د بې‌پولې خبریالانو ټولنې مشر رضا معیني
د اسیايي هېوادونو لپاره د بې‌پولې خبریالانو ټولنې مشر رضا معیني

هغه په دې برخه کې د یو کمېسیون د جوړېدو وړاندیز کوي.

دی زیاتوي: "د یو خبریال د نیول کېدو لپاره، نظامي او امنیتي قوتونه، استخبارات او هر بل بنسټ د دې حق نه‌لري چې په خپل‌سري ډول اقدام وکړي، موږ په دې لیک کې ټینګار کړی چې د رسنیو د سرغړونو او غیر قانوني کارونو لپاره یو کمېسیون جوړ او دا کمېسیون بیا دا تشخیص کړي چې ایا دې رسنۍ له قانونه سرغړونه کړې که نه، له هغې وروسته بیا دا دوسیه عدلي ارګانونو ته سپارل کېږي او له هغه ځایه به بیا اقدام کېږي."

له بلې خوا بیا یو شمېر افغان خبریالان په افغانستان کې روان وضعیت سخت د اندېښنې وړ ښیي.

خبریاله لېمه هوتک وايي: "خبریالي هغه ډول چې مخکې وه اوس نه‌ده، تر ډېره پورې فعالیتونه محدود شوي دي، د هغو خبریالانو لپاره چې له نړیوالو رسنیو سره کار کوي، فضا تنګه او محدودیتونه بېخي زیاد شوي."

په ورته مهال بیا د خپلواکو خبریالانو فډراسیون د روانو حالاتو د کابو کولو لپاره له نړیوالو بنسټونو غواړي چې په افغانستان کې د بیان ازادۍ او د خبریالانو دفاع لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

د دې فډراسیون اجرائیوي مشر حجت‌الله مجددي ازادي راډیو سره خبرو کې د بې‌پولې خبریالانو له وروستي ګام هرکلی وکړ.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا ټولې اندېښنې ردوي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

ښاغلي مجاهد ازادي راډيو ته وویل: "د اسلامي امارت له‌خوا رسنیو ته هېڅ ډول ګواښ نه‌دی شوی او هېڅ ستونزه ورته نه‌ده جوړه شوې، البته کله کله د ځینو تفاهماتو لپاره ادارو ته د رسنیو د استازو غوښتل او هغوی پوه کول دا نه تهدید دی او نه ستونزه، ځینې رسنۍ وې چې په افغانستان کې یې قوانین نه‌مراعتول، اسلامي ارزښتونو ته‌یې پام نه‌کاوه."

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې ځانګړي راپور ورکوونکي ته په استول شوي لیک کې لیکلي چې په ۲۰۲۲ کال کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د کار ساحه تنګه شوې او د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د ځورونې ګراف لوړی شوی.

په دې لیک کې لیکل شوي چې د ۲۰۲۱ اکسټ له ۱۵مې نېټې وروسته، هغه مهال چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول تر ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ تر ۴مې نېټې پورې شااوخوا ۵۰ رسنیز کارکوونکي د حاکم نظام د ځواکونو او استخباراتو له‌خوا نیول شوي او له لنډ بند وروسته بېرته خوشې شوي دي.

XS
SM
MD
LG