د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

راپور: افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی دوه برابره زیات شوی


له یوه خبریال سره د یوه وسله‌وال طالب تاوتریخوالی
له یوه خبریال سره د یوه وسله‌وال طالب تاوتریخوالی

یو نوی راپور ښيي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی دوه برابره زیات شوی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز او د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې کلنی ګډ راپور چې د چهارشنبې په ورځ د کب د ۲۷مې په پلمه چې د خبریالانو ملي ورځ ده، خپور شو په‌کې راغلي، د خبریالانو پر وړاندې نه‌یوازې دا چې تاوتریخوالی زیات شوی، بلکې اطلاع‌رسونه او رسنیز کارونه هم ډېر محدود شوي دي.

په دې راپور کې راغلي، په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په ۱۴۰۰ کال کې د جمهوریت د دورې په پرتله د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی دوه برابره زیات شوی دی.

د دې بنسټونو په ګډ راپور کې زیاته شوې، تېرو اووه میاشتو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۸۲ پېښې ثبت شوي چې ښيي خبریالانو سره ډېر تاوتریخوالی طالبانو کړی.

د ۱۴۰۰ کال په لومړیو میاشتو کې یعنې هغه مهال چې جمهوري نظام و، دا شمېره یوازې ۳۵ وه.

د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو د ټولنې مرستیال فرهاد بهروز د دې راپور په اړه ازادي راډیو ته وویل: "په ۱۴۰۰ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولې ۱۱۷ قضیې ثبت شوي. له ۵ زرو زیات خبریالان بې‌دندې شوي او ۲۲۴ رسنۍ تړل شوې دي."

له رسنیو او خبریالانو د دې دوو ملاتړو بنسټونو رسمي شمېرې ښيي چې د تاوتریخوالي په ګډون، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، اطلاعاتو ته لاسرسی، ځان سانسوري او اقتصادي ستونزې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې لویې ننګونې دي.

په دې راپور کې زیاته شوې، د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې ۴۰ سلنه رسنۍ تړل شوي او ۳۰ سلنه نورې د اقتصادي ستونزو له امله په وقفه‌يي او محدود ډول فعالیت کوي.

د دې راپور په اړه مو د طالبانو نظر وپوښت، خو ویاندویان‌یې خبرو ته حاضر نه‌شول.

له دې وړاندې د طالبانو حکومت د جمهوري دورې د ټولیزو رسنیو قانون د عملي کېدو وړ بللی و او ویلي یې و، د بیان ازادۍ ته د اسلام په چوکاټ کې ژمن دي.

د دې دوو رسنیزو بنسټونو له‌خوا سږ کال صداقت غورځنګ، حسیب‌الله بهش، قطب‌الدین کوهي او عارف کریمي د غوره خبریالانو په توګه ونومول شول.

د افغانستان له رسنیو او خبریالانو دا دوه ملاتړي بنسټونه داسې مهال خپل کلنی راپور خپروي چې د سې شنبې په ورځ د بشري حقونو د څار سازمان، له رسنیو د ملاتړ نړیوال سازمان، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې او د افغانستان د خبریالانو ملي کور بنسټونو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا او ځینو نورو ادارو وغوښتل چې د افغان خبریالانو د ساتنې او ملاتړ په خاطر له دوی ملاتړ وکړي.

د کب ۲۷مه د جمهوري نظام پر مهال د جمهور رئیس محمد اشرف غني له‌خوا په افغانستان کې د خبریالانو د ملي ورځې په نوم نومول شوې چې اوس هر کال نمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG