د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د 'افغانستان رسنیو' کې تر نشر مخکې سانسور


ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د افغانستان د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون په یوه تازه سروې کې موندلي چې په افغان رسنیو کې له نشر مخکې په خپله د دوی له‌خوا سانسور موجود دی.

دغه ټول‌پوښتنه کې چې په ۳۴ ولایتونو کې له ۲،۰۰۰ خبریالانو سره د مرکو پر مټ چمتو شوې راغلي چې په سلو کې ۷۱ خبریالانو ویلي اداره‌يې مطالب له خپرولو مخکې سانسوري.

د دغه ۲،۰۰۰ خبریالانو له‌منځه یوازې پنځه په سلو کې له خپرولو وړاندې په خپله د دوی له‌خوا د سانسور موضوع رد کړې ده.

په دې ټول‌پوښتنه کې ۵۹ په سلو کې خبریالانو، دا کار د رسنیو د تړل کېدو عمده لامل یاد کړی دی.

د دې ټول‌پوښتنې موندنې ښيي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د ۶۲۳ افغان رسنیو له ډلې ۳۱۸ بندې او له ۲،۵۰۰ ډېر خبریالان بې‌دندو شوي دي.

د افغانستان یو شمېر سیمه‌ییزې رسنۍ
د افغانستان یو شمېر سیمه‌ییزې رسنۍ

د افغانستان د رسنیو د فدراسیون یوه غړي علي اکبر اضغرزاده د پنجشنبې په ورځ د خبریال د ورځې په مناسبت په یو خبري کنفرانس کې وویل: "۱۳۲ انځوریزې رسنۍ، ۲۹۳ غږیزې رسنۍ، ۱۱۴ چاپي رسنۍ او دغه‌شان ۸۴ انلاین رسنۍ د طالبانو په لاس د پخواني حکومت له سقوط وړاندې فعالې وې، خو له سقوط وروسته اوس‌مهال یوازې ۸۱ انځوریزې، ۱۶۱ غږیزې، ۲۰ چاپي او ۴۳ انلاین رسنۍ فعالې پاتې شوې دي."

د دغه ټول‌پوښتنې پر بنسټ په رسنیو کې د ښځو حضور هم ډېر کم شوی دی.

د دغو شمېرو له مخې د رسنیو له ۷۹۷ ښځینه کارکوونکو له ډلې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته اوس یوازې ۲۴۳ ښځې په ټول افغانستان کې په رسنیو کې کار کوي.

د خبریالانو ډېری اندېښنې هم اوس‌مهال ځاني نه‌خوندیتوب، مالي او اقتصادي ستونزې او د کاري خوندیتوب نشتوالی بلل شوی دی.

افغان خبریال شراف‌الدین کاکر وايي: "اقتصادي ستونزې، د کاري او ځاني خودندیتوب نشتوالی همدارنګه اطلاعاتو ته نه‌لاسرسی هغه موارد دي چې زموږ د کار پر وړاندې خنډ دي."

یو شمېر افغان خبریالان
یو شمېر افغان خبریالان

ازادي راډیو هڅه وکړه په دې اړه د طالیانو حکومت د چارواکو نظر واخلي، خو ویاندویانو د دې د راپور تر خپرېدو پورې څه ونه‌ویل.

د طالبانو حکومت له دې مخکې د رسنیو پخوانی قانون د اجرا وړ بللی او ویلي یې دي د بیان او رسنیو ازادۍ ته د اسلامي شریعت په رڼا کې ژمن دي.

تېره ورځ هم د افغانستان د خبریالانو مرکز او د ازادو ژورنالېستانو ټولنې په خپل یو تازه راپور کې چې د حوت میاشتې د ۲۷مې د خبریالانو د ورځې په مناسبت‌یې درلود ویلي دې چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې په تېرو اوو میاشتو کې یې د خبریالانو پر وړاندې د زور زیاتي ۸۲ پېښې ثبت کړي چې د ډېریو عاملین‌یې طالبان دي.

د دې راپور په اړه هم طالبانو ازادي راډیو سره خبرې نه‌وې کړې.

XS
SM
MD
LG