د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

له امنیت شورا د رسنیزو بنسټونو غوښتنه؛ د افغان خبریالانو د امنیت لپاره اقدام وکړئ


ارشیف، پر یو شمېر افغان خبریالانو د وسله‌والو طالبانو حمله
ارشیف، پر یو شمېر افغان خبریالانو د وسله‌والو طالبانو حمله

د رسنیو او بشري حقونو د څار ډله، له رسنیو څخه د ملاتړ نړیوال سازمان او د افغان خبریالانو د خونديتوب کمېټه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي چې د خبریالانو د امنیت خوندي کولو او دغه‌شان د دوی په وړاندې د تاوتریخوالي کچې راکمولو په برخه کې اقدام وکړي.

دغو بنسټونو د سې شنبې په ورځ د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره له افغان رسنیو او خبریالانو سره د طالبانو حکومت له چلنده اندېښنه ښودلې او تور یې پورې کړ چې پر افغان خبریالانو او رسنیو فشار راوړي.

په دې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتنه شوې چې له افغان خبریالانو دې ساتنه وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د شته وضعیت د دوام په صورت کې به د ډېرو نورو رسنیو فعالیت هم بند شي.

د دې اعلامیې په یوه برخه کې د طالبانو حکومت پر چلند نیوکه شوې او راغلي: "په مرکز او ولایتونو کې یي پر خبریالانو او رسنیو فشار راوړی او له همدې امله په هېواد کې د ډېر شمېر رسنیو فعالیت درېدلی او یا د درېدو په حال کې دی."

افغانستان کې یو شمېر سیمه‌ییزې رسنۍ
افغانستان کې یو شمېر سیمه‌ییزې رسنۍ

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو حکومت نظر هم راواخلو، خو ویاندویانو یې د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه‌کړ.

خو وړاندې تر دې د طالبانو حکومت د ټولیزو رسنیو قانون د اجرا وړ بللی و او ویلي و چې د اسلام په چوکاټ کې د رسنیو او بیان ازادۍ ته ژمن دي.

په همدې حال کې د افغان خبریالانو د ملي کور مسؤلانو د سې شنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال له نړیوالو ادارو وغوښتل چې په افغانستان کې د بیان له ازادۍ او د رسنیو د کار د دوام لپاره دې د رسنیو او خبریالانو مالي ملاتړ وکړي.

د دې بنسټ رئیس سید یاسین متین ازادي راډیو ته وویل: "اساسي ستونزه د خبریالانو اقتصادي ستونزې دي، هیله لرو هغه نړیوالې ادارې چې ځان د رسنیو او خبریالانو ملاتړې بولي، په دې برخه کې توجه وکړي او لکه څنګه چې د نورو سکټورونو لپاره‌یې تنخواوې وټاکلې، خبریالانو او د رسنیزو کارکوونکو ته هم تنخواوې وټاکي، ترڅو موږ خبریالان له دې بد وضعیت څخه ووځو."

ارشیف، له یو شمېر خبریالانو سره د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد خبري کنفرانس
ارشیف، له یو شمېر خبریالانو سره د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد خبري کنفرانس

د افغانستان د خبریالانو ملي کور مسؤلان وایي چې په دې وروستیو کې درې رسنیو یو په بل پسې خپل فعالیتونه له سره پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ژورنالېستانو د نړیوال فدراسیون د یوې سروې پر بنسټ چې پایلې یې د دلوې میاشتې په ۱۴مه خپرې شوې، د تېر میلادي کال د اګسټ میاشتې له ۱۵مې راپدېخوا په افغانستان کې له ۶۰۳ رسنیو څخه ۳۱۸ هغو یې خپل فعالیت درولی دی.

XS
SM
MD
LG