د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۵ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۰:۴۵

افغانستان

د کندهار خبریالان: طالبان له موږ سره توپیري چلند کوي

په کابل کې د طالبانو له خوا د لاریون د خبرې پوښښ مخنیوی
په کابل کې د طالبانو له خوا د لاریون د خبرې پوښښ مخنیوی

د کندهار سیمه ییز خبریالان وايي طالبانو د یوه لاریون د پوښښ پرمهال ، تهدید کړي کمرې او نور رسنیز وسایل یې ورڅخه اخیستي او د څو ساعتونو لپاره یې بندیان کړي.

په کندهار کې د امین الله سمسور په نوم یو ځايي خبریال وایي تېره ورځ په کندهار ښار کې د یوه طالب وسله وال په ډزو کې یوه ښځه ووژل شوه او دوې نوري ټپیانې شوې.

د امین الله سمسور په خبره د وژل شوې مېرمنې کورنۍ هغه د احتجاج په توګه له میرویس روغتونه ولایت مقام مخ ته وړله.

رسنیو غوښتل چې لاریون پوښښ کړي خو د طالبانو له لوري ګواښل شوي، رسنیز وسایل ورڅخه اخیستل شوي او د څو دقیقو لپاره بندیان شوي دي.

کندهار کې خبریالان وایي د رسنیز پوښښ پر مهال له سختو ګواښونو سره مخ دي.

دوی طالبان په توپیري چلند تورنوي او وایي چې طالبان د نړیوالو خبریالانو سره ښه خو د افغان خبریالانو سره توهین امیزه چلند کوي.

طالبانو د نن ورځي د لاریون او د خبریالانو سره د بد چلند په اړه څه نه دي ویلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر د افغانستان د وضعيت په اړه اندېښنه وښوده

 ولکر تُرک، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر
ولکر تُرک، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه وښوده.

وولکر ترک نن د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۵ مې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، په افغانستان کې له بشري حقونو په تېره د نجونو او ښځو د حقونو په برخه کې پر سیستماتیکو سرغړونو خواشینی دی.

ښاغلي ترک له شپږم د لوړو ټولګیو پر زده کوونکو نجونو د تعلیم د بندیز، کار او تګ راتګ په ګډون د ژوند له ټولو برخو د ښځو څنډې کولو ته د اشارې په ترڅ کې وویل، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو دفاع باید د ټولو هغو اړخونو د اهدافو په سر کې وي چې په افغانستان کې او یا د افغانستان لپاره کار کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر د فردي ازاديو او د بیان پر ازادۍ د محدودیتونو، د فعالانو او خبریالانو غیرقانوني نیونو او د خلکو په مخ کې د اعدامونو یادونه هم وکړه.

ترک همدا راز له پاکستانه په تېره د هغو افغان کډوالو پر ایستلو هم اندېښنه وښوده چې په افغانستان کې یې د نیولو احتمال شته.

د امریکا سفارت: د افغانستان وحشي ژویو ته دې خوندي چاپېریال برابر شي

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د وحشي ژویو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د وحشي ژویو د چاپېریال پر خوندي کولو او ساتنې ټینګار کړی دی.

دې سفارت پرون یکشنبې( د مارچ درېیمه) د دغې نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان د وحشي ژویو متنوع او بډایه چاپېریال ته باید پام وشي.

سفارت د بېلګې په توګه د بېساري واورین پړانګانو او د مارخور غرڅو یادونه کړې او ویلي یې دي چې هر ژوی زموږ د ایکو سیسټم په ساتلو کې مهم رول لوبوي.

د سفارت پر ایکس پاڼې لیکل شوي: راځئ په ګډه د افغانستان بېساری طبیعي میراث خوندي او هغه وساتو.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د وحشي ژویو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د وحشي ژویو د چاپېریال په خوندیتوب ټینګار داسې مهال کوي چې په دې هېواد کې ډېر وحشي ژوي د څو لسیزو جګړو په ترڅ کې له مینځه تللي او د واورین پړانګانو په څېر ځینې کمیابه ژوي یې د انقراض له خطرسره مخ دي.

ملا برادر: نړیوال سازمانونه دې د کوکنارو د بدیلو کښتونو د ترویج لپاره افغانانو سره مرسته وکړي

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، په افغانستان کې د کوکنارو پرځای د بدیلو کښتونو د ترویج لپاره اوس ښه زمینه برابره شوې او نړیوال سازمانونه دې په دې برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باخترخبري آژانس د راپور له مخې، ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د ادارې له پخواني اجرائیوي ریس پینو الارچي سره په کتنه کې کړې دي.

ملا عبدالغني برادر ویلي چې د دوی د حکومت د څه باندې دوه نیمو کلونو پر مهال په افغانستان کې د نشه یي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې جدي مبارزه شوې او اوس مهال د ده په وینا، د مخدره موادو تولید او قاچاق نژدې صفرته رسېدلی.

هغه همدارنګه ویلي چې په مخدره موادو د روږدو په زرګونو کسانو درملنه شوې او ورته د کاري زمینو د برابرولو په هدف د حرفوي زده کړو پروګرامونه پیل شوي دي.

هغه زیاته کړې چې غواړي په نږدې راتلونکي کې په کابل کې یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي تر څو د دغه کنفرانس له لارې افغان بزګرانو ته د بدیلو کښتونو وړاندې کولو په برخه کې د نړیوالو مالي ملاتړ راجلب کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د شرې ناروغۍشکمنې پېښې زیاتې شوي

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د روغتیا نړیوال سازمان، WHO په افغانستان کې د شرې ناروغۍ د شکمنو پېښو د زیاتوالي خبر ورکوي.

د دې سازمان د افغانستان څانګې پرون یکشنبې په یوه راپور کې ویلي چې ښایي د شرې د ناروغۍ د پېښو د زیاتوالي علت دا وي چې په ژمي کې یې سرایت تېزیږي او له بلې خوا هم په خلکو کې یې د معافیت اندازه کمه ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، د روان ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې تراوسه ټولټال د شرې د ۷۱۷۹ مشکوکو پېښو او ۲۹ مړینو راپور ورکړل شوی دی.

دې سازمان ویلي چې د شرې د ټولو مشکوکو پېښو اکثره یعنې ۵۷۸۲ یې له پنځو کلونو څخه په کم عمره ماشومانو کې تثبیت شوي دي.

د طالبانو حکومت: د وروستیو ورښتونو د مړو شمېر ۳۹ تنو ته ورسېد

په میدان وردګ کې د واورې ورېدو یو تصویر
په میدان وردګ کې د واورې ورېدو یو تصویر

د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې وزارت ویندوی جانان سایق وايي چې په افغانستان کې د وروستیو ورځو د ورښتونو له کبله د مړینو شمېر ۳۹ تنو ته ورسېد.

ښاغلي سایق تر دې مخکې د مړینو شمېر ۲۰ تنه ښودلی و، خو ده پرون ناوخته وویل چې د ۳۹ تنو پر مړینې سربېره ۳۰ نور ټپیان شوي او ۶۳۷ ودانۍ نړېدلي دي.

د وروستیو اوونیو شدیدو واورو او بارانونو د سالنګ په شمول د یو شمېر ولایتونو لارې بندې کړې دي.

خوست کې چاودنې ۲ ماشومان وژلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې خوست ولایت
د افغانستان په عمومي نقشه کې خوست ولایت

په خوست کې د یوې سرګلولې په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس پرون (د مارچ ۳مه) خبر ورکړ چې دوو ماشومانو یو ناچاوده سرګلوله خپل کور ته وړې وه او د لوبې پر مهال پرې چاودلې.

وژل شوي او ټپیان د یوې کورنۍ غړي دي.

په افغانستان کې له جګړو څخه پاتې ناچاوده سروکې، ماینونه او مهمات وخت په وخت ملکي وګړي قرباني کوي.

د افغانستان متحده جبهه: له مخکینیو امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ هڅې پیل شوې دي

د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام یو شمېر ځواکونه - تصویر له ارشیفه
د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام یو شمېر ځواکونه - تصویر له ارشیفه

د افغانستان متحده جبهه وایي په هېواد کې دننه او ځینو نورو هېوادونو کې د ایسارو پخوانیو ځواکونو د لاسنیوي او همکارۍ لپاره هڅې کوي.

د دې جبهې یوه مسوول جنرال خوشال سعادت پرون د امریکا په پلازمېنه واشنګتن ډي سي کې د «افغان سرتېرو د درنښت» په نوم یوې غونډې ته دا خبره وکړه.

په دې غونډه کې د جنرال اکمل امیري، جنرال رازق او ځینو نورو پخوانیو افغان لوړپوړو پوځي قومندانانو عکسونه ځړول شوي وو چې له طالبانو سره په مخامخو جګړو یا د هغوی په بریدونو کې وژل شوي.

په دې غونډه کې د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو ځینو مشرانو او ځینو نورو خلکو برخه اخیستې وه.

خوشال سعادت پر طالبانو نیوکه وکړه چې د افغانانو په وړاندې د ده په خبره بې دریغه زور زیاتی کوي.

د افغانستان متحده جبهه د پوځ د پخواني جنرال سمیع سادات له خوا جوړه شوې او اکثر هغه پخواني قومندانان او جنرالان پکې شامل دي چې کلونه یې د طالبانو پر وړاندې جګړه مخته وړله.

ایران: د طالبانو حکومت په چابهار بندر کې د دوی د اقتصادي نمایندګۍ د پرانیستلو غوښتنه کړې

له ارشیفه د چابهار بندر یو تصویر
له ارشیفه د چابهار بندر یو تصویر

ایران وايي، د طالبانو حکومت غواړي په چابهار بندر کې د اقتصادي نمایندګۍ دفتر پرانیزي.

د ایران مهر خبري اژانس پرون (د مارچ ۳مه) راپور ورکړ چې د طالبانو د اقتصاد وزارت پلاوي دغه هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه دفتر د پرانیستلو غوښتنه وکړه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د اقتصاد وزارت د نړیوالو ترانزیتي چارو د رئیس محمدالله بختیار په مشرۍ د طالبانو پلاوي هم چابهار بندر ته تللی او هلته یې د ولسمشر له سلاکار حجت الله عبدالمالکي او د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي.

د ایران د سوداګریزو چارو عالي شورا د اعلامیې له مخې، دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د راپور له مخې، د طالبانو پلاوي او ایراني چارواکو د چابهار بندر د پراختیا له پروژې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د ښځینه وو په ګډون سوداګریز پلاوي سره ترکمنستان ته تللی

تصویر له ارشیفه - د طالبانو د سوداګرۍ وزیر په ترکمنستان کې د یوې غونډې پر مهال
تصویر له ارشیفه - د طالبانو د سوداګرۍ وزیر په ترکمنستان کې د یوې غونډې پر مهال

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ د خصوصي سکتور یو پلاوی چې ښځینه سوداګرې هم پکې شاملې دي، ترکمنستان ته تللی دی.

دغه پلاوي پرون (شنبې) د ترکمنستان د سوداګرو او پانګوالو د ټولنې له مشر نوکر قُلي اوف سره پر دوه اړخیزو سوداګري اړیکو او پانګونې خبرې وکړې.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي عشق اباد ته تر روانېدو مخکې د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې په دې سفر کې د ۱۵ ښځینه سوداګرو په ګډون ۲۵۰ افغان سوداګر ورسره مله دي.

د طالبانو حکومت: وروستیو ورښتونو ۳۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي چې د تېرو دوو اوونیو د ورښتونو په نتیجه کې لږ ترلږه ۲۰ تنه مړه شوي او ۱۴ نور ژوبل شوي دي.

د دغه وزارت ویندوی ملاجانان سایق پرون ناوخته رسنیو ته په استولي ویډیويي پیغام کې ویلي چې د حوت له لومړۍ څخه تر دوولسمې پورې په ۱۴ ولایتونو کې د بارانونو او واورو له امله د کورونو د نړېدو او سېلونو د جاري کېدو په پېښو کې ۳۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده همداراز ویلي چې په یاده موده کې ۴۵۲ کورونه نړېدلي او لږترلږه ۵ زره ۲۵۳ څاروي مړه شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG