د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

د بشري حقونو د څار ډله: طالبانو ولایتونو کې د خبریالانو خولې یو مخ پټې کړي


ارشیف، یو تن خبریال او وسله وال طالب
ارشیف، یو تن خبریال او وسله وال طالب

د بشري حقونو د څار ډلې په خپل هغه راپور کې چې پرون دوشنبې یې خپور کړ، ویلي چې طالبان افغان ژورنالېستان وهي، نیسي او ګواښي او په ولایتونو کې د رسنیو او ژورنالېستانو وضعیت لا خراب دی.

دې ډلې همدا راز ویلي، د طالبانو د حکومت غړيو په ولایتونو او ولسوالیو کې پر رسنیو لا سخت سانسور لګولی دی.

د بشري حقونو د څار ډله وايي: "د هغو خبریالانو چې په ولایتونو او ولسوالیو کې دي، وضعیت د کابل تر والو ډېر بد دی، په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو."

د بشري حقونو د څار ډله زیاتوي، د ولایتونو خبریالان وايي چې طالبان یې د راپور او خبر جوړولو په خاطر ګواښي، نیسي او وهي.

د دې ډلې د معلوماتو پر اساس، ګڼ شمېر ژورنالېستان احساس کوي چې باید ځانونه سانسور کړي او یوازې د طالبانو د اعلامیو او رسمیاتو په اړه راپور وکړي او ښځینه خبریالانو تر نارینه وو زیاتې تر فشار لاندې دي.

د بشري حقونو په څار سازمان کې د افغانستان یوه څېړونکې فرشته عباسي وايي، په اطرافي سیمو کې د خبریالانو د ځورونو ډېر راپورونه نه ورکول کېږي.

دا وايي، ډېرو ولایتونو کې طالبانو پر ګڼو مسالو راپور ورکول منع کړي او ښځې یې په دې برخه کې له کار کولو منع کړي دي.

دې د خپلو خبرو په تایید کې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد د څرګندونو یادونه وکړه چې د رسنیو د ملاتړ ډلې ته یې وویل، خبریالان باید د خپل خبر او راپور تر خپرولو مخکې په دې غور وکړي چې هغه د ملي ګټو، اسلامي ارزښتونو او ملي یووالي په تاوان نه دی.

ازادي راډیو د بشري حقونو د څار ډلې راپور د طالبانو له ویاندویانو سره شریک کړ، خو ځواب یې ورنه کړ.

XS
SM
MD
LG