د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

طالبان: د افغان رسنیو لپاره د بهرنۍ مالي مرستې د را خپلولو په لټه کې یو


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په کابل کې یوه سیمه‌ییزه خبریاله اصیله احمدزۍ د رسنیو د مالي او د خبریالانو د اقتصادي ستونزو په اړه وايي، د جمهوري نظام له سقوط وروسته، ډېر شمېر رسنۍ د اقتصادي ناورین سره مخ شوې او اوس د دې وړتیا نه‌لري چې د خپلو کار کوونکو حقوق ورکړي.

اغلې احمدزۍ زیاته کړه: "د افغانستان په رسنیو کې کار کوونکي چې وروستیو کې ورته بودجه نه‌شته، خپلې دندې پريښي."

د افغانتسان د ازادو ژورنالیستانو ټولنه د رسنیو د اقتصادي ستونزو په تایید سره وايي، د دوی د سروې پر بنسټ چې د ۲۰۲۱ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې یې وکړه، له ۵۴۳ رسنیو ۲۳۱ تصویري، غږیزې او چاپي رسنۍ د بېلابېلو په ځانګړي اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي دي.

د دې ټولنې ویاند پرویز امین‌زاده ازادي راډیو ته وویل، د دغو رسنیو په تړلو سره نږدې ۶ زره خبریالان هم بې‌دندو شوي: "د سیاسي بدلون په پایله کې نږدې ۶ زره خبریالان بې دندې شوي چې له دې شمېر ۲زره یې نجونې او ښځې وې."

ښاغلی امین‌زاده ټینګار کوي، که د رسنیو مالي ستونزو ته پام و نه شي، له څو محدودو رسنیو پرته به ټولې وتړل شي.

ذبیح‌الله مجاهد: هڅه کوو چې د رسنیو د سقوط د مخنیوي په موخه د بهرنۍ مالي ملاتړ خپل کړو.
ذبیح‌الله مجاهد: هڅه کوو چې د رسنیو د سقوط د مخنیوي په موخه د بهرنۍ مالي ملاتړ خپل کړو.

هاخوا د افغانستان د خبریالانو د ملي کور رییس سیدیاسین متین وايي، اوس‌مهال اقتصادي ستونزې د رسنیو او خبریالانو لپاره تر ټولو بنسټیزې ستونزې دي: "له هغه بدلون وروسته چې په افغانستان کې راغی، خبریالان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ډېر شمېر رسنیو د اقتصادي ستونزو له امله خپلې چارې درولي دي."

د رسنیو د مالي ستونزو په اړه داسې مهال دا څرګندونې کېږي چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد باختر دولتي خبري اژانس ته ویلي، هڅه کوي چې د رسنیو د سقوط د مخنیوي موخه د دوی لپاره بهرنی مالي ملاتړ خپل کړي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د ویاندویانو نظر واخلو، خو یو یې هم خبرو ته حاضر نه شوو.

له دې وړاندې د ژورنالیستانو نړیوال فډراسیون د سلواغې میاشتې په لومړیو کې ویلي و، د اګسټ له ۱۵مې وروسته، د ۶۰۳ رسنیو څخه ۳۱۸ یې تړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG