د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان د رسنیو وضعیت


آرشیف- عکس تزئیني بڼه لري
آرشیف- عکس تزئیني بڼه لري

په افغانستان کې د طالبانو پر واکمنۍ شپږ میاشتې واوښتې.

د بې سرحده خبریالانو د ټولنې په وینا وروسته له چې طالبانو د زمري په ۲۴مه یا په میلادي تاریخ د اګست په ۱۵مه پر کابل ولکه ټینګه کړه، لسګونه رسنۍ وتړل شوې او سلګونه خبریالان له هېواده وتښتېدل.

ژورنالېسته او شاعره خالده تحسین وايي: "د زمري د میاشتې له پایه چې طالبان کابل ته راغلل د فبروري تر شپږمې پورې زه په منظم ډول هره ورځ دفتر ته تلم او په هرحالت کې تلم، خو نور کار خوند نه راکاوه. نو چې له کار خوند وانه خلم، دا زما پر روحیه ناوړه اغېز کوي."

نوموړې د خبریالۍ له ۲۲ کلن کار او زیار وروسته غواړي ځان ته بله دنده ومومي.

مېرمن تحسین د خپلې اوه کسیزې کورنۍ یوازینۍ غړې ده چې کار کوي. دې ازادي راډیو ته وویل، له اقتصادي ستونزه سره-سره یې په روانه فبروري میاشت کې په کابل کې د کلید راډیو د مدیرې په توګه له خپلې دندې استعفا وکړه.

تحسین زیاته کړه: "څرنګه چې امنیتي ګواښونه ډېر دي او اصلاً په خپله هم رواني امنیت نه لرم، د کار شرایط ټولو او په تېره د ښځو لپاره ډېر ګران شوي وو، نور نو دا امکان نه شته چې د پخوا په څېر ښځې خبریالي وکړي او راپورونه جوړ کړي. همکارانې ځي کار کوي خو په هومره مسوولیت نه چې پخوا یې کاوه، چې دا لویه ستونزه وه. بل دا چې معلوماتو ته مو لازم لاسرسی نه درلود، سرچینو ځواب نه ورکاوه او دا بله ستونزه وه."

یو شمېر نور خبریالان له هغو ستونزو سره-سره چې ګواښونه او فشارونه بلل کېږي په افغانستان کې دننه خلکو ته د خبرونو د رسولو کار ته دوام ورکوي. خپلواکه خبریاله مینه حبیب چې د خبریالۍ په ډګر کې لس کلنه تجربه لري، له همدې ډلې ده.

مینه وايي: "د سېپټمبر په اتمه نېټه هغه مهال چې د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ښځو د مظاهرو له جریانه مې راپور برابراوه، له یوې معترضې ښځې سره د مرکې په حال کې وم چې د درېیمې امنیتي حوزې اړوندو د طالبانو کسانو لومړی زه په متروکو ووهلم، بیا یې زما کامره واخېسته، پر ځمکه یې ووهله چې ټوټې ټوټې شوه. اخطار یې راکړ چې باید کور ته ولاړه شم. راته ویې ویل چې د ښځو یې له خبریالۍ سره څه؟ اوس بې له کمرې د موبایل ټیلیفون په وسیله کار کوم خو دې زما پر ژورنالېستیک کار ډېر ناوړه اغېز کړی او زما کار یې محدود کړی دی."

د طالبانو حکومت له دې مخکې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ورته ادعاوې یا رد کړي دي او یا یې ویلي دي چې دې برخه کې له سرغړوونکو سره قانوني چلند شوی.

پر هغې ورځې شپږ میاشتې اووښتې دي چې کابل د طالبانو په لاس سقوط شو. د بې سرحده خبریالانو ټولنه وايي، په دې شپږو میاشتو کې په سلو کې اتیا ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

په دې ټولنه کې د افغانستان او ایران د څانګې مشر رضا معیني له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د طالبانو له واکمنېدو وروسته سلګونه خبریالان له افغانستانه وتلي، خو دی زیاتوي چې دقیق شمېر یې معلوم نه دی.

د افغانستان او ایران د څانګې مشر رضا معیني
د افغانستان او ایران د څانګې مشر رضا معیني

معیني زیاته کړه: "تر اتو زرو له زیاتو خبریالانو څخه چې عملي کار یې کاوه اکثر له فعالیته پاتې شوي او ډېری له هېواده وتلو ته اړ شوي دي او د ځینو نورو بیا استوګنه د ورځني ژوند د اړوندو مسایلو له کبله له خطر سره مخامخ شوې."

خبریالې لیلا نوراني افغانستان کې له شپږ کلنې ژورنالستیکې دندې وروسته په یوه لویدیځ هېواد کې سیاسي پناه اخیستې ده: "شپږ میاشتې مخکې د نظام له بدلون سره زما ژوند هم ګردسره بدل شو. د طالبانو له راتلو سره په امنیتي دلایلو، د رسنیو د اقتصادي ستونزو او په سر کې پر رسنیو او د ښځو پر فعالیت د محدودیت له کبله مو کار له لاسه ولاړ. د همدې ستونزو له کبله موږ څو خبریالانو پرېکړه وکړه چې له هېواده ووځو."

د بې سرحده خبریالانو ټولنه د ژورنالېستانو او رسنیو په چارو کې د طالبانو د بېلابېلو ادارو د لاسوهنو د ادعاوو له امله د طالبانو پر حکومت سخت انتقاد کوي او د لاس وهنو موارد یې ښاغلي معیني یادوي: "دا چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د رسنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، دا چې استخبارات بې له اجازې او غیرقانوني رسنۍ او خبریالان ګواښي چې البته دا ګواښونه لا هم دوام لري. موږ ان د دوی نومونه واخېستل چې د استخباراتو ۵۳ ریاست د رسنیو او خبریالانو لپاره دی او یوه مسوول یې چې نوم یې جوادڅارګر دی ډېر ساده خبریالان ګواښي او فشار پرې راوړي."

اریانا خصوصي ټلوېزیون په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې دوه تنه خبریالان یې د طالبانو د حکومت له خوا د لنډ وخت لپاره نیول شوي دي.

د اریانا نیول شوي خبریالان
د اریانا نیول شوي خبریالان

ازادي راډیو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وپوښت چې د دې انتقادونو پر وړاندې د دوی ځواب څه دی، وايي: "تېرو شپږو میاشتو کې د رسنیو وضعیت ښه او نورمال دی او د تېر په څېر فعالیت او نشرات پرمخ وړي. کوم تهدید او ګواښ نه دی ورته متوجه شوی او البته له تحول وروسته که په ځینو مواردو کې په چارو کې ځینې سکتګۍ او برخوردونه پېښ شوي وي، د حل لپاره یې ګامونه پورته شوي دي ترڅو تکرار نه شي او د همغږۍ لپاره یوه فضا رامنځ ته شي. په هر صورت د دې امېدواري شته چې ټولې هغه اندېښنې یا ننګونې چې د رسنیو پر وړاندې پراته دي هم له منځه ولاړ شي. د اسلامي امارت له لوري کومه مانع یا خنډ د دوی د فعالیتونو پر وړاندې نه شته."

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد څه موده مخکې ژمنه وکړه چې د رسنیزو سرغړونو کمېسیون به یو ځل بیا احیا کېږي، څو د ده په وینا له رسنیو سره د ناوړه پوهاوي مخنیوی وشي او زیاته یې کړه چې دا کمېسیون به هر راز ستونزو ته د حل لاره ومومي.

ښاغلي مجاهد همدا راز وویل، د طالبانو دریځ دا دی چې د رسنیو د هر ډول پرځای انتقاد ملاتړ کوي، خو ده په عین حال کې ټینګار وکړ چې رسنۍ هم باید د ناسمو خبرونو او اوازو له خپرولو ډډه وکړي.

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري د لړم په دېرشمه یوه سپارښتنه خپره شوه چې پراخ غبرګونونه یې وپارول.

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت
د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

په دې تګلاره کې پر نورو مواردو سربېره پر هغو طنزي او کومېډي خپرونو بندیز لګول شوی چې د وګړو د سپکاوي او تحقیر تعبیر ترې کېدای شي. همدا راز د نوې تګلارې له مخې د هغو کورنیو او بهرنیو فلمونو پر ښودلو د بندیز سپارښتنه شوې چې د اسلامي شریعت او د افغانستان د فرهنګي روحیې مخالف وي.

په تګلاره کې له ښځو خبریالانو د اسلامي حجاب د رعایت غوښتنه شوې او د هغو تمثیلي پروګرامونو نشر ته اجازه نه ورکوي چې ښځې رول په کې لوبوي.

په دې بندیز کې هغه ټلوېزیوني سریالونه چې د پیغمبرانو او اصحابو رولونه په کې لوبول شوي وي او هغه خپرونې چې د طالبانو په تعبیر دین او انساني کرامت ته سپکاوی پکې شوی وي هم شامل دي.

د رضا معیني په وینا د زمري له ۲۴مې نېټې راهیسې له څه باندې ۵۴۰ فعالو رسنیو څخه له ۲۶۰ زیاتې په بېلابېلو دلایلو او له هغې ډلې د کار د دوام لپاره د لازمې بودجې د نشتوالي له کبله بندې شوي دي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ د بنسټونو د فدراسیون غړی ضیا بومیا وايي، هېواد کې دننه د فعالو رسنیو مسوولان د حکومت له خوا د سانسور له جدي ستونزې سره لاس ګرېوان دي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ د بنسټونو د فدراسیون غړی ضیا بومیا
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ د بنسټونو د فدراسیون غړی ضیا بومیا

ښاغلي بومیا دا څرګندونې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وکړې: "د تحقیقاتي یا انتقادي خبریالۍ څرک په رسنیو کې نه لګېږي. یوازې او یوازې په فرهنګي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې خبریالان یو څه کار کوي، راپورونه چمتو کوي خو هغه هم د خبر په حد کې، خو خبریالان اړ دي خبرونه هومره قیچي کړي چې د حاکم اقتدار په خوښه، مزاج او پالیسي برابر شي."

طالبانو له دې مخکې ویلي، د ډله ییزو رسنیو قانون چې د پخواني حکومت له خوا چمتو شوی و، هېڅ راز نیمګړتیا نه لري.

د طالبانو په وینا رسنۍ باید په خپلو خپرونو کې ملي ګټې، اسلامي ارزښتونه او ملي وحدت په پام کې ونیسي.

ښاغلی بومیا وايي، هغه زیان چې رسنیو او د بیان ازادۍ په تېرو شپږو میاشتو کې لیدلی، ښايي تر کلونو کلونو جبران نه شي: "په کومه اندازه چې موږ تېرو شلو کلونو کې د رسنیو په ډګر کې پرمختګ کړی و، په شپږو میاشتو کې مو هرڅه له لاسه ورکړل. که موږ بیا غواړو چې له دې شپږو میاشتو مخکې ستېج ته ورسېږو، له شلو کلونو زیات مزل په کار دی، څو عامه ذهنیت بیا هغې کچې ته راولو."

که څه هم تېرو شلو کلونو کې د افغانستان رسنیو او د بیان ازادۍ د پام وړ پرمختګ وکړ، خو د ښاغلي معیني په باور نیمګړتیاوې یې هم لرلې: "ډېرو هېوادونو په افغانستان کې د رسنیو برخه کې پانګونې کړې وې. ډېرو تنظیمي قوماندانانو او شتمنو کسانو د رسنیو د ازادۍ حدود زیانمن کړي وو. دا یوه له هغو ستونزو ده چې کېدای شي تر اوسه هم دوام ولري. هغه مهال هم دا ستونزه وه چې د رسنیو ازادي د ټولنې د ځینو افرادو لپاره ځانګړې وه."

ستونزې او نیمګړتیاوې به خامخا وې مګر په عین حال کې د خالدې تحسین په څېر ښځو د افغانستان د لېرې پرتو سیمو خلکو ته د خبرونو او معلوماتو په رسولو کې خورا مهم رول لوباوه، خو د مېرمن تحسین روحیه اوس هومره ماته ده چې غواړي د څه وخت لپاره د رسنیو له صحنې ووځي.

اغلې تحسین وايي: "پوهېږم چې زما کورنۍ ډېره اړتیا لري چې زه کار وکړم او هغه معاش ته چې اړ دي چې زه یې هره میاشت اخلم، خو ما نور نو خپله رواني هوساینه او رواني امنیت له لاسه ورکړي دي. زه چې کله د خپګان دې سرحد ته ورسېږم پوهېږم چې دا زما د کار پر کیفیت ناوړه اغېز کوي. پخوا به چې کله زما همکارانو ویل چې د کار په چاپېریال کې په تنګ شوي دي ما به هغوی ته ویل چې ځان د یوڅه مودې لپاره له کاره لېرې کړئ نو زه دا اصل اوس پر خپل ځان هم تطبیقوم."

XS
SM
MD
LG