د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

له رسنیو د ملاتړ بنسټونه طالبانو ته: مالیات مو معاف او د برښنا بیه کمه کړئ


یوه افغانه خصوصي رسنۍ
یوه افغانه خصوصي رسنۍ

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ بنستونه د طالبانو له حکومت وغوښتل چې رسنیو ته د مالیاتو په بښلو او د برښنا د لګښتونو د بیې په کمولو سره یې د سقوط مخنیوی وکړي.

د افغانستان د رسنیو د بنسټ رئیس ابوذر صارم د دوشنبې په ورځ په دې اړه جوړې شوې غوندې ته وویل:" د نړیوالو مرستندویانو له‌ خوا د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو لپاره د معاشونو ورکړه د دې لپاره ده چې بهر ته یې د تلو مخه ونیول شي او مجبور نه شي چې درانده کارونه وکړي. تر څنګ یې ځینو رسنیو ته د مالیاتو معاف کول، کولای شي ستونزې کمې کړي. "

دا غوښتنې داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو د حکومت له پیل وروسته، رسنۍ هم لکه د نورو بنسټونو په څېر تر اغېز لاندې راغلې او ډېر شمېرو یې د مالي ستونزو له امله خپل چارې ودرولې.

د رسنیو د فعالیت د درېدو یوه وروستۍ بېلګه اینه ټلوېزیون دی چې د سلواغې په ۲۷مه یې فعالیت بند شو.

طلوع خصوصي ټلوېزیون
طلوع خصوصي ټلوېزیون

د افغانستان د رسنیو او ژورنالیستانو د فدراسیون د مشرتابه غړی حجت الله مجددي رسنیو ته په استول شوي ویدیوي پیغام کې دا خبره تائید کړې وه.

اینه ټلویزیون چې مالک یې د جمهوري نظام پخوانی لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم و، د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وړاندې یې ۱۸ کاله نشرات وکړل.

هاخوا د طالبانو د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت د نشراتو رئیس عبدالحق حماد د دې غوښتنو په غبرګون کې وايي:" په لومړي ګام کې به د اسلامي امارت د رهبرۍ په غونډه کې دا وړاندیزونه مطرح کړو چې د مالیاتو، د برښنا د لګښت او د فریکونسۍ د فېس په برخه کې د یوه کال لپاره رسنیو ته کمښت ورکړي."

په افغانستان کې د رسنیو ملاتړي بنسټونه داسې مهال د رسنیو د خراب مالي او اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښيي چې موده وړاندې د بې‌ پولي خبریالانو تولنې د افغانستان او ایران مسؤل رضا معیني ازادي راډیو ته ویلي و په افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته، له ۵۴۰ رسنیو۲۶۰ یې د بېلابېلو ستونزو له امله تړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG