د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

یوناما: د طالبانو حکومت دې د رسنیو بېرول ودروي


ارشیف، د یو شمېر خبریالانو خبري پوښښ ته د وسله‌والو طالبانو غبرګون
ارشیف، د یو شمېر خبریالانو خبري پوښښ ته د وسله‌والو طالبانو غبرګون

په افغانستان کې پر خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو د طالبانو حکومت له‌خوا د فشارونو د زیاتېدو په ترڅ کې ملګرو ملتونو یو ځل بیا د طالبانو له‌خوا د خبریالانو پر نیول کېدو اندیښنه وښوده او له طالب چارواکو یې وغوښتل چې د رسنیو بېرول دې ودروي.

دا خبره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت (یوناما) پرون پنجشنبه په یوه ټویټ کې کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو له‌خوا د ژورنالېستانو او د رسنیو د کارکوونکو خپل‌سري نیونو کې چې ارتباط ورسره قطع وي، د کموالي نښه نه‌لیدل کېږي.

یوناما ویلي بسم‌الله وطن دوست چې په هلمند کې له یوې سیمه‌ییزې رسنۍ سره کار کوي، له ۱۰ ورځو ټوقیف وروسته چې ارتباط ورسره قطع و خوشې شو، خو نور بندیان شول.

یوناما په خپله ټویټرپاڼه کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هغه خبرپاڼه هم ایښې چې پرون‌یې خپره کړې او په‌کې په غور ولایت کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو له‌خوا د دوو خبریالانو پر نیولو اندېښنه څرګنده شوې ده.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ویلي چې د چهارشنبې په ورځ په غور کې د دې کمېټې استازی غلام رباني هدفمند په خپل دفتر کې د کار کولو پر مهال د طالبانو د امنیتي ځواکونو له‌خوا ونیول شو.

له هغه سره یوځای په غور کې سیمه‌ییز خبریال ګل احمد خسرو هم ونیول شو چې له دوه ساعته پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشې شو، خو د خبرپاڼې له مخې د دې کمېټې استازی ښاغلی هدفمند تر اوسه په توقیف کې دی.

دې کمېټې دغه‌راز ویلي چې په دې اړه چې ولې دغه خبریالان نیول شوي؟ له مسؤلو ادارو سره‌یې پرله‌پسې تماسونه نیولي، خو هېڅ معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د طالبانو پر امنیتي چارواکو غږ وکړ چې غلام رباني هدفمند ژر تر ژره خوشې کړي او له اړوندو ادارو غواړي چې دا سپیناوی ورکړي چې د کومو قانوني دلایلو پر اساس‌یې دغه خبریالان نیولي و.

د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ مرستیال وزیر ذبیح‌الله مجاهد وایي، رسنۍ باید د هیواد د جاري قوانینو او اسلامي اصولو سره سم خپرونې وکړي او ځیني وختونه که خبریالان د دوی د ادارو له‌خوا احضارېږي، یوازې وضاحت ترې غوښتل کېږي نه دا چې د ده په خبره پر خبریالانو محدودیت لګول شوی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

خو د خبریالانو او د رسنیو مدافعې ټولنو په دې وروستیو کې پر خبریالانو او د رسنیو پر کارکونکو د طالبانو د فشارونو د زیاتېدو په اړه اندېښنې ښکاره کړي.

د افغانستان د خبریالانو فدراسیون په دې وروستیو کې وویل چې یوازې په تېره مارچ میاشت کې د طالبانو د حکومت له لوري په دې هېواد کې له ۲۲ خبریالانو سره تاوتریخوالی شوی او لږ تر لږه ۵ غږیزې او انځوریزې رسنۍ تړل شوې دي.

XS
SM
MD
LG