د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

طالبانو د بي‌بي‌سي او امریکا غږ پر خبري ټلوېزيوني ټولګو بندیز ولګاوه


امريکا غږ
امريکا غږ

د طالبانو حکومت د بي‌بي‌سي او د امریکا غږ پر خبري ټولګو چې د افغانستان یو شمېر محلي ټلوېزیوني چینلونو خپرول، بندیز ولګاوه.

د بي‌بي‌سي مسؤلینو پرون یکشنبه وویل چې په پښتو، دري او ازبکي ژبو خبري ټولګې یې په افغانستان کې له څپو څخه لیرې کړای شول.

د جرمني د ډي‌پي‌اې خبري اژانس د راپور له مخې دغه اقدام وروسته له هغې کېږي چې طالب چارواکو په افغانستان کې د بي‌بي‌سي ټلوېزیون همکارو ټلوېزیوني شبکو، شمشاد، اریانا او ارزو ته امر کړی و چې له خپلو څپو دې د دغې نړیوالې رسنۍ خپرونې لیرې کړي.

بي‌بي‌سي له طالب چارواکو وغوښتل چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

دغه غوښتنه د بي‌بي‌سي د نړیوال سرویس د ژبو د څانګې مشر طارق کفالا پرون یکشنبې په یوه بیان کې وکړه او له طالبانو یې وغوښتل چې په افغانستان کې یې شریکانو ته سمدستي اجازه ورکړي چې د دې نړیوالې شبکې خبري ټولګې خپرې کړي.

ارشيف
ارشيف

کفالا د طالبانو دغه اقدام د افغانستان د خلکو لپاره چې په اوس وخت کې له یوې ناڅرګندې راتلونکې او مبهم حالت سره مخامخ دي، د اندېښنې وړ پرمختګ بللی.

هغه یادونه کړې چې له شپږ ملیون زیات افغانان په اوونۍ کې د بي‌بي‌سي له ټلوېزیوني خپرونو برخه‌من کېږي او دا ډېره مهمه ده چې په راتلونکې کې دوی دغو خپرونو ته لاسرسی ولري.

په عین حال کې د افغانستان د رسنیو سترې ډلې موبي ګروپ یوې سرچینې ډي پي‌اې ته ویلي چې د طالبانو د استخباراتو ادارې د حکم له مخې یې د امریکا غږ ټلوېزیون د موادو خپرول د یکشنبې له ورځې بند کړي دي.

تر دې مخکې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند عبدالحق حماد ډي‌پي‌اې ته تأیید کړې وه چې د افغاني چينلونو له لارې د امریکا غږ ټلوېزیون خپرونې بندې شوې دي، خو د امریکا غږ راډیو په افغانستان کې خپل عادي فعالیت مخ ته وړي او په دې اړه کومه پرېکړه نه‌ده شوې.

د طالبانو دغه چارواکي ویلي چې د امریکا غږ ټلوېزیون خپرونو د دوی د حکومت له پالېسيو سره اړخ نه‌لګاوه.

د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې مرستیال اسمعیل سادات د طالبانو د حکومت دغه وروستی اقدام په افغانستان کې پر رسنیو او د بیان پر ازادۍ یو بل ګوزار بولي.

نوموړي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "که طالبان غواړي حکومت وکړي، نو باید رسنۍ له ځان سره ولري. د رسنیو د ځپنې دوام، د بیان د ازادۍ د ځپنې دوام د افغانستان رسنۍ له جدي ننګونو سره مخ کړې دي. په وروستیو اوو میاشتو کې موږ د دې شاهد یو چې څه باندې دوه نیم سوه رسنیو د مختلفو ستونزو له امله خپل فعالیتونه درولي دي. او که دغه وضعیت همداسې دوام وکړي، نو موږ به په افغانستان کې د نورو رسنیو د بندېدو شاهد هم واوسو."

د تېر۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي، ډېر خبریالان له دې هېواده وتلي او ډېرې رسنۍ هم بندې شوي چې اقتصادي ستونزې یې اصلي لامل ګڼل شوی دی.

ډېری خبریالان چې په افغانستان کې پاتې دي، له دې وېره لري چې که په ښکاره توګه راپورونه ورکړي، ممکن طالبان ترې غچ واخلي. تر اوسه یو شمېر فعال خبریالان د خپل کار په جریان کې بندیان شوي او شکنجه شوي دي.

XS
SM
MD
LG