د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

افغانستان کې د طالبانو له لوري د خبریالانو نیولو او بندي کولو اندېښنې ډېرې کړي


ارشیف، د یو شمېر خبریالانو خبري پوښښ په وړاندې د وسله‌والو طالبانو غبرګون
ارشیف، د یو شمېر خبریالانو خبري پوښښ په وړاندې د وسله‌والو طالبانو غبرګون

که څه هم طالبانو په وار وار وايي چې په افغانستان کې د رسنیو ازادۍ ته ژمن دي، خو د خبریالانو د نیولو او بندي کولو لړۍ لا هم روانه ده.

د طالبانو له لوري په وقفه‌يي ډول په بېلابېلو ولایتونو کې خبریالان نیول کېږي، ځورول کېږي او د څو ورځو لپاره بندیانېږي.

یو شمېر خبریالان وايي، دغه وضعیت نه‌یوازې اندېښمن کړي، بلکې د دوی په رسنیزو کارونو يې هم منفي اغېز کړی دی.

په کابل کې د خصوصي رسنۍ یوه خبریاله چې نه‌غواړي نوم‌يې خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې د خبریالانو وروستیو نیونو سخته وېرولې او ان دې ته‌يې اړ کړې چې د خبریالۍ دنده پرېږدي.

دا وايي: "په وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د خبریالانو نیولو، بندي کولو او ان ډبولو پېښې زیاتي شوې دي چې دې کار واقعاً زموږ په کارونو منفي اغېز کړی او له ډېرو ستونزو سره‌يې مخ کړي یو."

یوسف ظریفي چې په ختیځو ولایتونو کې له پژواک خبري اژانس سره دنده لري له طالبانو غواړي، که له خبریال سره هر ډول خبره لري ښه لاره دا ده چې د ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته‌يې وغواړي او خبرې ورسره وکړي.

ارشیف، یو افغان خبریال د یوې پېښې د پوښښ پر مهال
ارشیف، یو افغان خبریال د یوې پېښې د پوښښ پر مهال

ښاغلی ظریفي زیاتوي: "دا واقعیت دی چې د خبریالانو نیول کېدو ټول خبریالان اندېښمن کړي دي، خو زما غوښتنه د یو خبریال په توګه دا ده چې که خبریال د امارت له اصولو سرغړونه کوي، نو د نیولو پر ځای باید طالبان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وغوښتل شي ځکه خبریال د ورکې کس نه‌دی."

دا په داسې حال کې ده چې تازه طالبانو تېره ورځ په غور کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي همکار نیولی دی.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي دي، تېره ورځ ښاغلی غلام رباني هدفمند په داسې حال کې چې په خپل کاري دفتر کې په کار بوخت و د یو بل سیمه‌ییز خبریال ګل احمد خسرو سره یوځای د طالبانو له لوري ونیول شو.

په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلی خسرو تر دوه ساعتونو وروسته خوشې شوی، خو ښاغلی هدفمند لا هم د طالبانو په زندان کې دی.

له دې وړاندې په هلمند کې یو سیمه‌ییز خبریال بسم‌الله وطندوست او په هرات کې سیمه‌ییز خبریال خالد قادري نیول شوي وو، خو ښاغلي وطندوست د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې له ۱۰ ورځنۍ بند وروسته نن خوشې شو.

ارشیف، بسم‌الله وطندوست
ارشیف، بسم‌الله وطندوست

د افغانستان د خبریالانو فدراسیون څو ورځې مخکې وویل چې یوازې په تېره مارچ میاشت کې د طالبانو حکومت له لوري په دې هېواد کې له ۲۲ خبریالانو سره تاوتریخوالی شوی او لږ تر لږه ۵ غږیزې او انځوریزې رسنۍ تړل شوې دي.

دغه شان د افغانستان د خبریالانو مرکز څو ورځې وړاندې په یو راپور کې وویل چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ له پیل سره د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوال دوه چنده شوی دی.

خو د طالبانو حکومت وايي رسنۍ باید د هېواد د نافذه قوانینو او اسلامي اصولو سره سم خپرونې وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل: "رسنۍ مکلفې دي چې د هېواد د قوانینو او اسلامي ارزښتونو له مخې نشرات وکړي او دا هر څه رسنیو د جواز د اخیستلو پر مهال منلي دي، نو په همدې بنسټ کله کله خبریالان احضار شوي دي او وضاحت ترې غوښتل شوی دی، نور په خبریالانو کوم محدودیت نه‌دی لګول شوی."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) مرستیالې مته نوډسن د یوناما له لوري د خبریالانو او رسنیو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

یوناما په خپل فېس‌بوک کې لیکلي دي چې ميرمن نوډسن دا موضوع تېره ورځ د بېلابېلو رسنیو له استازو سره شریکه کړه.

د یوناما په وینا په دې کتنه کې له طالبانو وغوښتل شول چې له رسنیو سره خبرې وکړي، د خبریالانو پر ضد له سختو اقداماتو ډډه وکړي او پرې نه‌ږدي چې څوک خبریالانو ته ګواښ وکړي.

XS
SM
MD
LG