د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

د رسنيو د تړل کېدو دوام؛ پکتيا او فارياب کې دوه راډيوګانو خپل فعاليتونه ودرول


انځور: د پکتيا غږ راډيو
انځور: د پکتيا غږ راډيو

پر افغانستان د طالبانو له دوهم ځل واکمنېدو وروسته د رسنیو په وړاندې د اقتصادي او امنیتي ستونزو له امله په تېرو دوو ورځو کې دوه نورې سیمه ییزې" میمنې غږ او پکتیا غږ" راډیوګانې تړل شوي دي.

د مالي امکاناتو نشتون، د کارکونکو او د فترونو د معاشونه او کرایو نه ورکول هغه مهم لاملونه دي چې رسنیو خپل فعالیتونه درولي.

پکتیا غږ راډیو چې له ۱۷ کلنو راهیسې یې په سیاسي، ټولنیزو، ورزشي او دیني برخو کې فعالیت کول د مالي ستونزو له امله یې خپل نشرات ودرول.

ددې راډیو مدیر مسول ذبیح الله ایوبي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: " د مالي امکاناتو د نه شتون له امله مو خپله راډیو وتړله، یو لوی دلیل همدا و، موږ ته د تېر په څېر اعلانات نه راکول کېدل، نا خوښ یم، ما ددې راډیو له لارې خلکو ته خدمت کولو، د حکومت غږ مې تر خلکو رسو، زه اوس ډېر ناخوښ یم."

ښاغلی ایوبي وايي، د پکتیا غږ راډیو په اډانه کې د ښځو غږ راډیو، د پکتیا غږ دوه اونیزې چاپي خپرونې هم وتړل شوې.

دغې رسنۍ په یوې خبرپاڼه کې چې دوه ورځې وړاندې خپره کړې لیکلي،د پکتیا غږ راډیو درې کارکونکي هر یو ضیا ارمان عمري، په ۱۳۹۱ کال کې، زحل پشتونیار په ۱۳۹۹ کال کې او طوفان عمري په ۱۴۰۰ کال کې د نامعلومو کسانو لخوا وژل شول چې تر اوسه یې دوسیو ته رسېدنه نه ده شوې.

له بلې خوا بیا په فاریاب ولایت کې میمنه راډیو چې ددې ولایت په کچه یوازینۍ سیمه ایزه راډیو وه چې د مالي ستونزو له امله تړل شوې.

ددې رسنۍ مسولانو د نامعلومو دلیلونو په اساس ونه غوښتل چې له ازادي راډيو سره خبرې وکړي.

خو د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ اداره ( نی ) ددغو دوو تړل شویو رسنیو ته په اشاره سره روان وضیعت په افغانستان کې د اندېښنې وړ ښودلی.

ددې ادارې مسول ظریف کریمي ازادي راډيو ته وویل: " اوسنی حکومت او نړېواله ټولنه مسولیت لري چې د رسنیو د سقوط مخه ونیسي او دوی باید نور د رسنیو د سقوط د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي او روان حالت کابو کړي."

د بې پولې خبریالانو ټولنې د معلوماتو له مخې، له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول له ۵۴۰ رسینو څخه ۲۶۰ رسنۍ د بیلابیلو لاملونو په ځانګړي ډول مالي ستونزو له امله غیر فعاله شوي دي.

که څه هم طالبانو تازه په دې اړه ازادي راډيو ته څه ونه ویل خو له دې وړاندې یې د رسنیو د تړل کیدو او یا هم د سقوط لاملونه د رسنیو مالي ستونزې یادې کړې وې.

XS
SM
MD
LG