د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

د امريکا سفارت: طالبانو رسنۍ محدودې کړي


ارشيف
ارشيف

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې په قطر کې فعاله دی، د بیان پر ازادۍ په داسې وخت کې ټینګار کړی دی چې د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو د کارکوونکو د نیولو او په بې سارې ډول د ګڼو رسنیو د سقوط په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

دا بنسټ په افغانستان کې د سلګونو رسنیو د بندیدو علت اقتصادي ستونزې او د طالبانو له لورې محدودیتونه ګڼي، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح اله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د رسنیو د سقوط علت د دوی حکومت نه دی.

نوموړي وويل: "یو شمېر رسنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوې دي، خپل تجارتي اعلانونه یې له لاسه ورکړي، یا دا رسنۍ د بهرنیو ځواکونو او یا هم سفارتونو له لورې تمویلېدې، خو کله چې نورې تموېل نه شوې، بندې شوې او د ځینو رسنیو مشران د اوسني حکومت له راتګ سره له هېواده وتلي دي چې بې سرپرسته پاتې شوې او وتړل شوې".

په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د مې د دریمې ورځې په مناسبت چې په نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ ورځ ده، په یوه بیان کې ویلي دي چې خبریالان له جنګي سیمو راپور ورکوي، خپل ژوند په خطر کې اچوي، خو بیا هم ځورول کیږي او زنداني کیږي.

انځور: کابل کې د ښځو د يو لاريون پر مهال د طالبانو لخوا خبريال وهل کېږي
انځور: کابل کې د ښځو د يو لاريون پر مهال د طالبانو لخوا خبريال وهل کېږي

دې سفارت ټینګار کړی دی چې د رسنیو په نړیواله ورځ کې باید دا ټول ومني چې د بیان د ازادۍ او د خبریالانو حفاظت باید وکړو.

په افغانستان کې د بیان ازادي په تېرو شلو کلونو کې یوه لاسته راوړنه یادیږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه مفصل راپور کې دې ته اشاره کړې ده او خبرداری یې ورکړی دی چې د رسنیو وضعیت ښایي پسې نور هم خراب شي.

په دې راپور کې چې د تېر کال له مې میاشتې رانیولې د سږکال د مې تر میاشتې موده رانغاړي، راغلي دي چې شاوخوا یوسل او دېرش داسې پیښې رامنځته شوې دي چې پکې له خبریالانو سره زیاتی شوی، له دې ډلې نوي ځله خبریالان نیول شوي او دا اکثر پېښې د طالبانو تر واکمني لاندې سیمو کې شوې دي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز په راپور کې ویل شوې دي چې د اګست له پنځلسمې چې طالبان واکمنان شوې دي د افغانستان له شاوخوا شپږ سوه رسنیو څخه نیمایي بندې شوې دي او نژدې دیرش په سلو کې نورې پاتې رسنۍ د بندیدو په حال کې دي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز په وینا د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په بې سارې ډول د خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو پرضد تشدد زیات شوی، اطلاعاتو ته لاس رسی محدود شوی او خبریالان مجبوره شوې دي چې ځانونه په خپله سانسور کړي.

XS
SM
MD
LG