د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

د افغان خبریال علي اکبر خیرخواه مور: زوی مې له پنځو ورځو راهیسې ورک دی


علي اکبر خيرخواه
علي اکبر خيرخواه

د صبح کابل ورځپاڼې خبریال علي اکبر خیرخواه له تېرو پنځو ورځو راپدېخوا لادرکه شوی دی.

علي اکبر خیرخواه ۲۴ کلن او د بامیانو ولایت دی.

خیرخواه چې د صبح کابل سیمه ییزې ورځپاڼې خبریال دی، له تېرې سه شنبې راپدېخوا لادرکه شوی دی.

د هغه مور لیلما ازادي راډیو ته وویل، زوی یې د سه شنبې په ورځ له غرمې وروسته دوه بجې د یو راپور د جوړولو لپاره له کوره بهر ووت او تر اوسه یې په اړه هېڅ معلومات نه شته.

هغې زیاته کړه: "دوه بجې له کوره ووت ویل یې چې ځم راپور جوړوم او له هغه ځایه پوهنتون ته ځم، موږ ورته په تمه وه چې را به شي، شپږ بجې شوې، اوه شوې اته او نهه بجې شوې خو هغه را نغی، حوزې هم هېڅ معلومات را نه کړل چې ووایي تاسو لاړ شئ موږ یې پیدا کوو، ډېره ورته اندېښمن یو، نور خوب نه راځي پرته له تشویش هېڅ د شپې او ورځې په ډوډۍ نه پوهېږو."

دا له طالبانو غواړي، چې د زوی د موندلو په برخه کې دې ورسره مرسته وکړي.

علي اکبر خيرخواه
علي اکبر خيرخواه

د علي اکبر خیرخواه ورک کېدل په کور دننه او بهر د رسنیو د ملاتړو بنسټونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې د اسیا برخې همغږي کوونکي استیون باتلر په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "په کابل کې د خبریال علي اکبر خیرخواه لادرکه کېدل او په هرات ولایت کې له یوې خبري ناستې د خبریالې مرجان وفا شړل په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان خبریالانو پر وړاندې یې د ګواښونو په برخه کې زموږ اندېښنې زیاتې کړي دي."

د دې کمېټې په بیان کې راغلې، چې طالبان د خبریالانو د خوندیتوب مسوولیت لري او د رسنیو ټولو نارینه او ښځینه غړو ته باید اجازه ورکول سي چې پرته له لاسوهنې راپور ورکړي.

دغه اداره وايي، تر دې مخکې يې موندلې وه، چې د طالبانو د استخباراتو اداره پر رسنيو او د رسنيو پر کارکوونکو کنترول لري او پر دوی فشار راوړي خو طالبانو وړاندې دا تورونه رد کړي وو.

په همدې حال کې د خبریالانو نړیوال فدراسیون پر ښځینه خبریالانو د حجاب د اجباري حکم غندنه کړې او پر طالبانو یې غږ کړی، چې ټولو ښځینه خبریالانو ته اجازه ورکړي چې په خپلواکه توګه او له لاسوهنې پرته کار وکړي.

دغه فدراسیون د طالبانو دغه فرمان له رسنیو څخه د ښځینه خبریالانو د ایستلو سیستماتیک حکم او د بیان او له ازادۍ څخه په بشپړه توګه سرغړونه بللې ده.

خو د افغانستان د رسنیو د بنسټ مشر ابوذر صارم سرپلی ازادي راډیو ته وویل، چې د خبریالانو له کوم معقول دلیل پرته بې درکه کېدل یا زنداني کېدل د رسنیو د ټولو غړو تر منځ وېره خپره کړې ده.

هغه وویل: "د اطلاعاتو او کلتور وزارت او یا اړونده بنسټونو ته له ویلو پرته د خبریالانو نیول یوه ستونزه ده، د رسنیو پر کار اغېز شیندي او د هر چا په زړه کې وېره راپاروي."

ومو غوښتل چې د ښاغلي خیرخواه د ورکېدو په اړه د طالب چارواکو نظر واخلو، خو ځواب مو ونه موند.

په وروستۍ پېښه کې د جمعې په شپه د افغان نیوز په نوم په یوه رسنۍ نامعلومو کسانو حمله وکړه.

په کابل کې د دغې رسنۍ مشر برات علي بهکام ازادي راډیو ته وویل: "د ګاونډیانو په وینا، شپې درې بجې، نامعلوم کسان دفتر ته ننوتل، د دفتر ټولې دروازې یې ماتې کړې، د دفتر ټول وسایل یې مات کړل، پنځه لیپټاپونه، یوه کنون کامره او یو وای فای موډیم اوس ورک دي."

د ښاغلي بهکام په وينا، سره له دې چې رسنۍ په ښه اقتصادي او امنيتي حالت كې نه دي، خو بیا هم دوى خپلو فعاليتونو ته دوام وركړى، خو دا ډول پېښې له اقتصادي اړخه او د خونديتوب له پلوه د خبريالانو لپاره د زياتې اندېښنې وړ دي.

په دې اړه مو د کورنیو چارو وزارت نظر هم وغوښت، خو د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د ټیلیفون له لارې ازادي راډیو ته وویل چې دوی به په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړي.

که څه هم طالبانو په وار وار د قانون له مخې د بیان ازادۍ ته د ژمنتیا خبره کړې، خو د خبریالانو نیول، ورکېدل او د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې محدودیتونه هره ورځ د زیاتېدو په حال کې دي، چې کورني او نړیوال غبرګونونه یې پارولي دي.

XS
SM
MD
LG