د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

مېل انلاین: طالبانو د ملګرو ملتونو غوښتنې رد کړي


په کابل کې د یو شمېر ښځو لاریون چې په کې د کار، ډوډۍ او زده کړو غوښتنې یې کولې. May 26 2022
په کابل کې د یو شمېر ښځو لاریون چې په کې د کار، ډوډۍ او زده کړو غوښتنې یې کولې. May 26 2022

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې په خپله اخري ګڼه کې د افغان خبریالانو ستونزو ته پام کړی دی.

په دې اړه په خپره شوې مقاله کې راغلي، د افغان خبریالانو یوې ډلې چې کلونه یې له برتانوي رسنیو سره له نږدې کار کړی، ویلي چې دوی له وهلو ټکولو او د مرګ له ګواښونو سره مخامخ دي او په میاشتو میاشتو له ویرې پټ پاتې شوي.

دوی د برتانیې پر حکومت تور پوري کوي، چې له دوی سره له کړې ژمنې يې سرغړونه کړې.

وروسته لولو چې اتو افغان خبریالانو برتانیې ته د تګ لپاره پرته له نتیجې خوارۍ وګاللې او اوس يې پرېکړه کړې چې د برتانیې د حکومت پر وړاندې قانوني شکایت وکړي.

په تېر دوبي کې له کابل څخه د خلکو د وتلو د ګډوډۍ پر مهال، د برتانیې حکومت اعلان وکړ چې د هغو افغان خبریالانو لپاره چې د برتانیې له رسنیو سره یې کار کړی او کورنیو ته يې د ویزو له لرلو ځانګړی معافیت ورکوي.

ګارډین د برتانوي حکومت د یوه ویاند له قوله لیکلي، چې پر فردي غوښتنلیکونو څه نه شي ویلای خو د دې پروګرام له پیل راهیسې يې ۹۲۰۰ غوښتنلیکونه ورکوونکي‌ او د هغوی کورنۍ برتانیې ته بیولي دي او پر نورو غوښتنلیکونو هم کار روان دی.

مېل انلاین:

مېل انلاین خپرونې د افغان ښځو په اړه لیکلي، چې په کابل کې يې د خپلو حقونو لپاره اعتراضونه کړي.

په دې مقاله کې اشاره شوې، چې څه ډول طالبانو په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته د ښځو حقونه محدود کړي او د هغوی په کار او زده کړو کې يې خنډ رامنځته کړی دی.

د منځني ښوونځيو له لسګونو زره نجونو څخه زده کړې پاتې دي او په همدې حال کې په دولتي ادارو کې دندو ته د ښځو د ستنېدو مخه نیول شوې ده.

ښځې له یوازې سفره منع شوي دي او د طالبانو حکومت ورته اعلان کړی، چې پارکونو ته یوازي په هغو مشخصو ورځو تلای شي چې نارینه نه وي.

وروسته لولو چې طالبانو د ښځو د حقونو لپاره پر لاریونونو بندیز لګولی او یو شمېر ښځې يې بندي کړي دي.

په ګڼو مواردو کې طالبانو د نیول شویو ښځو په اړه له معلوماتو ورکولو یا دا چې په څه تور یې دا ښځې نیولي، له څه ویلو ډډه کړې ده.

همداراز په مقاله کې راغلي، چې طالبانو د ملګرو ملتونو هغه غوښتنې رد کړي چې وايي دا بندیزونه دې لیرې کړي.

XS
SM
MD
LG