د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د خبريال خالد قادري د خوشې کېدو غوښتنه وکړه


د خبریالانو نیولو دوام په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو په وضعیت هم بد اغېز کړی او تر ډېره انزوا ته تللي.
د خبریالانو نیولو دوام په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو په وضعیت هم بد اغېز کړی او تر ډېره انزوا ته تللي.

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې تېره ورځ ناوخته یوه اعلامیه کې لیکلي، طالبان باید پر خالد قادري لګول شوي تورونه لغوه کړي او په افغانستان کې د رسنیو د کارکوونکو نیول او بندي کول پای ته ورسوي.

په هرات کې د یوه خبریال خالد قادري د نیولو او بندي کولو په اړه د غبرګونونو په دوام، د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې له طالبانو غوښتي چې افغان خبريال خالد قادري هر څه ژر خوشې کړي او پرې لګولي شوي تورونه لېرې کړي.

د خبریالانو د خوندیتوب د نړیوالې کمېټې یا (CPJ) له‌خوا خپاره شوي راپور کې واک ته د طالبانو له بیا ځلې رسېدو وروسته، د خالد قادري نیولو ته اشاره شوې او له طالبانو په کې غوښتل شوي چې په افغانستان کې د رسنیو د کارکوونکو نیول او بندي کولو پای ته ورسوي.

د خبریالانو د خوندیتوب د نړیوالې کمېټې د اسیا څانګې همغږي کوونکي استیون بلټر ويلي: " په مبهمو او نا بریالي حقوقي لارو د یوه خبریال محاکمه او محکمول، په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ځپلو لپاره د طالبانو یوه شوم او بل پړاو دی. "

د دې اعلامیې پر بنسټ، د نوروز راډیو کارکوونکی خالد قادري د طالبانو د استخباراتو له‌خوا د مارچ په ۱۷مه نېټه په هرات کې ونیول شو.

د خالد قادري یو خپلوان چې نه غواړي هویت یې وښودل شي د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې ته ویلي، د هغه کورنۍ یوه اوونۍ له دې بې‌خبره وه چې خالد قادري نیول شوی. ده ادعا کړې چې هغه بندخونه کې شکنجه شوی.

د خبریالانو نیولو دوام په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو په وضعیت هم بد اغېز کړی او تر ډېره انزوا ته تللي.

طالبانو د افغان خبريالانو نيولو ته دوام ورکړی چې يادې چارې افغانستان کې پر رسنيو او خبريالانو بد اغېز کړی دی.
طالبانو د افغان خبريالانو نيولو ته دوام ورکړی چې يادې چارې افغانستان کې پر رسنيو او خبريالانو بد اغېز کړی دی.

خبریال روح‌الله تلاش وايي، له هغې ورځې وېرېږي چې یوه ورځ پرې کاري ساحه له دې هم را تنګه نه‌شي.

نوموړی وايي: "د طالبانو له راتګ وروسته تر ټولو ډېر محدویتونه په خبریالانو او رسنیو لګول شوي دي او دا محدویتونه ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي. خبریالان نه‌شي کولای په ډاډه زړه فعالیت وکړي."

طالبانو بیا د خبریال خالد قادري د نیولو په اړه زموږ پوښتنه ځواب نه کړه.

د خالد قادري د نیولو کېدو پر مهال د هغه خور حمیرا قادري په ټویټرپاڼه لیکلي و"ورور مې خالد د طالبانو په اړه د نظر ورکولو په دلیل په نظامي محکمه کې په یوه کال بند محکوم شو. دا ورځې مې د پلار یوه پښه په زندان او بله په ښوونځي کې وي."

د خبریالانو د نړیوالې کمېټې د راپور پر بنسټ، خالد قادري د طالبانو د نظامي محکمې له‌خوا په هرات کې په یوه کال بند محکوم شوی او په زور ترې په هغه سند لاس‌لیک اخستل شوی چې استیناف حق و نه لري.

په افغانستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه د اندېښنو په دوام د بې‌پولي خبریالانو ټولنې تېره اوونۍ په خپله درجه بندۍ کې وویل، افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ په درجه بندۍ کې ۳۴ نمرې شاته لوېدلی.

XS
SM
MD
LG