د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

د رسنيو بنسټونه: د رسنيو د سرغړونې نوی کمېسيون بايد د تېر قانون پر بنسټ فعاليت وکړي


طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي، په نوي قانون کې له زوړ قانون هم ګټه اخيستل کېږي
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي، په نوي قانون کې له زوړ قانون هم ګټه اخيستل کېږي

په افغانستان کې له رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه وايي، که د طالبانو د رسنيو د سرغړونو کمېسیون د تېر قانون پر بنسټ فعاليت ونه کړي، نو اغېزمن نه دی.

له هغې وروسته چې طالبانو د رسنیو د سرغړونې کمېسیون د جوړیدو خبره وکړه د رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه وايي باید فعالیت يې د مخکیني قانون پر بنسټ وي.

په افغانستان کې د ازادو ژورنالستانو فدراسیون وايي، د رسنیو د سرغړونې کمېسیون جوړیدل په اوسنیو شرایطو کې مهم او اړین دی.

ددې فدراسیون اجرایوي مشر حجت الله مجددي له ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې د رسنیو او خبریالانو په وړاندې محدودیتونه او ستونزې له پخوا زیاتې دي خو د مخنیوي لپاره یې هم جدي ګامونو ته اړتیا ده.

نوموړی وايي: "د اطلاعاتو فرهنګ وزارت موږ ته ویلي و چې د رسنیو د سرغړونو کمېسیون باید د تېر قانون پر بنسټ فعالیت وکړي او موږ ترې غوښتنه هم کړې چې که دغه کمېسیون د همغه قانون له مخې فعالیت وکړي د خبریالانو د خپلې سرو نیونو مخه به هم ونیول شي موږ له دې کاره هرکلی کوو."

افغانستان کې د يو خصوصي ټلوېزيون تخنيک خونه
افغانستان کې د يو خصوصي ټلوېزيون تخنيک خونه

ښاغلی مجددي وايي، له دې وروسته باید د یو خبریال نیول او یا رسنۍ ته پرته له اجازې ننوتل بند او د قانوني لارې نه دې کار واخیستل شي.

تېره ورځ د طالبانو د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر ولیکل چې د رسنیو د سرغړونې کمېسیون بېرته فعال شوی او له دې وروسته د خبریالانو او رسنیو ستونزو ته رسېدنه کېږي.

ښاغلي مجاهد لیکلي چې نړۍ باید له طالبانو سره په دې برخه کې همغږې شي.

ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ د ازادي راډيو د دې پوښتنې په ځواب کې چې دغه کمېسیون به د کوم قانون پر بنسټ فعالیت کوي.

نوموړي ويلي: "د رسنیو د تخطیو د څېړنې کمېسیون جوړ شو او ژر به په فعالیت پیل وکړي، په دې کمېسیون کې به له پخواني قانون نه هم کار واخیستل شي او ځیني نور شیان چې باید نوي شي او په ځینو طرزالعملونو هم کار روان ده، خو هڅه دا ده چې رسنیو شکایتونو ته رسیده ګي وشي."

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

ښاغلي مجاهد له دې وړاندې هم ویلي و چې د رسنیو د سرغړونې پخوانی قانون د تطبیق او اجرا وړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د طالبانو د استخباراتو لخوا یو شمېر خبریالان او د رسنیو کارکونکي پرته له کومې قانونې لارې بندیان او ان تر دې چې د تاوتریخوالي په اړه هم راپورنه ورکړل شوي و.

دغه شان په رسنیو محدودیتونه زیات شوي، په بېلابېلو رسنیو کې نشرېدونکي بهرني سریالونه چې د افغانستان په رسمي ژبو ژباړل شوي وو بند شوي، په رسنیو کې د ښځینه کارکونکو شمېر هم د پام وړ کم شوی او د دې ترڅنګ زیات شمېر رسنۍ د مالي او سیاسي ستونزو له امله تړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG