د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

له افغانستانه د یوې بهرنۍ خبریالې شړلو غبرګونونه راپارولي


د وایس نیوز خبریاله ایزابل یونګ
د وایس نیوز خبریاله ایزابل یونګ

یو شمېر بهرني خبریالان او د رسنیو د ملاتړ بنسټونو ځینې مسوولین له افغانستانه د وایس نیوز په نوم د یوې بهرنۍ رسنۍ د خبریالې شړلو په غبرګون کې له خبریالانو سره د طالبانو چلند لا قهرجن بولي.

د یوې نړیوالې رسنۍ وایس نیوز خبریالې ایزابل یونګ پرون جمعه د ثور میاشتې په ۲۳ په خپل ټویټر له افغانستانه د وتلو په اړه ولیکل.

هغې وویل: "طالبانو موږ ته خبر راکړ چې دوی موږ ته فلم اخیستلو اجازه نه راکوي، هغوی موږ ته لارښوونه کړې چې هوټل پرېږدو او ژر تر ژره له افغانستانه ووځو، هغو زموږ د هغو راپور ستونزو ته اشاره کړې چې د ښځو د حقونو او د امنیتي اندېښنو په اړه وه."


نوموړې لیکلي، دا چې افغانستان پرېږدي خو له زړه خفه او ناهیلې ده.

له افغانستانه د دې خبریالې شړلو پراخه غبرګونونه هم راپارولي دي.

د رسنیو د ملاتړ بنسټونو یو شمېر چارواکو او ځینو بهرنیو خبریالانو په راپور کې د نوم او غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډیو سره خبرو کې پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو د حکومت له لوري ورځ بلې ته د بندیزونو پر زیاتېدو اندېښنه وښوده.

د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ بنسټونو یو استازي چې د امنیتي ستونزو له امله یې نه غوښتل نوم یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل: "طبعاً چې د افغانستان دننه د کورنیو واقعیتونو او راپورونو پر پوښښ اغېز ولري ځکه تاسو هم معلومه ده چې په دې وروستیو اوونیو او میاشتو کې پر رسنیو بندیزونه زیات شوي دي."

له دې مخکې هم افغان خبریالانو د طالبانو له لوري د ځورونو او تاوتریخوالي په اړه شکایتونه کړي خو د ایزابل یونګ په شړلو بهرني خبریالان هم اندېښمن شوي.

یو بهرنی خبریال چې دا مهال په افغانستان کې دی ازادي راډیو ته یې وویل : "طالبان له خبریالانو سره ډېر بد چلند کوي او دوی د راپورونو محتوا کنټرولوي."

دغه خبریال زیاته کړه؛ "دا د اندېښنې وړ ده یعنې خبریالان د هغه څه په اړه چې غواړي پرې راپور برابر کړي، کم ازاد دي."

د طالبانو پلویانو خبریاله ایزابل یونګ د افغانستان د وضعیت په اړه د جعلي راپورونو پر خپرولو تورنه کړې خو اغلې یونګ د دې ادعا په اړه پر ټویټر لیکلي: "دا سمه نه ده، موږ تل خپل بې پرې توب ساتلی او هېڅ کله له موږ دا نه دي غوښتل شوي چې لا زیات شواهد وړاندې کړو، موږ یې له پوښتنې پرته وشړلو."

له دې مخکې د طالبانو حکومت په هرات ولایت کې د نوروز راډیو خبریال خالد قادري بهرنیو رسنیو ته د جاسوسۍ په تور نیولی وه او په یوه نظامي محکمه کې یې په یو کال بند محکوم کړ.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر ولرو خو زموږ له څو ځلې اړیکو نیولو او پیغامونو سره هم ویاندویان یې خبرو کولو ته حاضر نه شول.

XS
SM
MD
LG