د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

په هرات کې د یو خبریال او دوو مدني فعالانو بندي کولو غبرګونونه پارولي


د هرات زندان یوه څنډه
د هرات زندان یوه څنډه

د طالبانو له لوري په هرات ولایت کې د یو خبریال او دوه مدني فعالانو بندي کولو ګڼې نیوکې راپارولي دي.

د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې د طالبانو له لوري د یو خبریال او دوه مدني فعالانو نیولو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل، چې طالبانو خبریال خالد قادري، فیاض غوري او یو بل مدني فعال په یوه نظامي محکمه کې په زندان محکوم کړي دي.

په ښکاره د دغو کسانو د نیولو انګېزه په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو پر ضد لیکنې او تبصرې یادې شوي دي.

آرشیف- حمیرا قادري
آرشیف- حمیرا قادري

د خبریال خالد قادري خور حمیرا قادري پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "ورور مې خالد د طالبانو په اړه د نظر لیکو په تور د دوی په یوه نظامي محکمې کې د استېناف غوښتنې پرته په یوه کال بند محکوم شو، په دې ورځو کې مې د پلار یو پښه تر ښوونځي او یوه تر زندانه ده."

له دې سره د خالد قادري یو نږدې خپلوان ازدي راډیو ته د نوم نه خپرولو په شرط په یو لیکلي پیغام کې وویل، چې طالبانو خالد « د نظام د تخریب او پردیو ته د جاسوسۍ» په تور زنداني کړی دی.

د دغې سرچینې په خبره، خالد قادري او دوه مدني فعالان د هېڅ ډول اسنادو پرته د طالبانو یوې نظامي محکمې په زندان محکوم کړي دي او په زور یې داسې سند ورته جوړ کړی چې نور د استېناف غوښتنې حق ونه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې په کور دننه پر رسنیو محدودیتونو د بیان د ازادۍ په اړه شدیدې اندېښنې راپیدا کړي دي.

د خالد قادري یو پخواني همکار چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي خو د خالد د نیولو دلیل په هرات ولایت کې د نوروز په نوم په یوه سیمه ییزه راډیو کې کار کول وبلل.

هغه وویل: "اول د نوروز راډیو په لټه کې و بیا د راډیو د هر کارکوونکي کورونو ته ورغلل، بیا یې چې له ټولو کارکوونکو پوښتنې کړې وې، نن چې خالد په زندان کې دی یوازې او یوازې د نوروز راډیو لپاره دی."

د طالبانو په واکمنېدو د نوروز راډیو فعالیت بند کړل شو.

طالبانو د دغو دریو کسانو د نیولو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې خو د طالبانو پر حکومت د منتقدینو نیول نوې خبره نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده ته ته منسوب یو خپور شوي اختریز پیغام کې ویل شوي چې د دوی حکومت د بیان ازادۍ ته ژمن دی خو ویلي دي، چې باید د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ وي.

په دې وروستیو اتو میاشتو کې د رسنیو ډېری کارکونکي په ځانګړی ډول په کندهار کې د ملت غږ راډيو مسوول، دغه شان خبریال او عکاس مرتضی صمدي، د طلوع نیوز ویاند بهرام امان او څو نورو خبریالان د طالبانو له لوري نیول شوي وو چې له ضمانتونو وروسته بېرته ازاد کړل شول خو دا لومړی ځل دی چې طالبان دا خبریال او دوه مدني فعالان په بند محکوموي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG