د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

د خبريالانو د خونديتوب کمېټه: طالبان باید د خبريالانو د ویرولو له تاکتیک لاس واخلي


افغان خبريالان
افغان خبريالان

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له طالبانو له غوښتي چې د خبریالانو له نیولو او له هغو تاکتیکونو چې خبریالان پرې وېروي، لاس واخلي.

د اسیا لپاره د دې کمېټې د پروګرامونو د همغږۍ مسوول اسټیون بټلر وايي، طالبان باید د ازادو رسنیو د زغم توان ولري او نیوکه باید د دوی ضد کوم ګام و نه بولي.

دې کمېټې په خپله اعلامیه کې چې پرون خپره شوه له طالبانو غوښتي چې خپلو استخباراتي مامورینو ته ووايي چې له دې زیات په خبریالانو فشار را نه ولي.

په دې بیانیه کې په ځانګړي ډول د کابل نیوز د پخواني خبریال جبران لوراند یادونه شوې او لیکي، د طالبانو استخباراتي مامورینو د اپریل په ۲۵مه پر هغه فشار راوست، څو خپل انتقادي پروګرامونه پای ته ورسوي.

جبران لوراند چې د امنیتي ستونزو له امله یې و نه غوښتل له موږ سره خبرې وکړي، خو پر ده د طالبانو د استخباراتي مامورینو له‌خوا د فشار وروسته یې هغه مهال په خپله فېسبوک‌پاڼه له خبریالۍ د لاس اخستو په اړه لیکلي و.

هغه د خپل مسلک د پرېښودو لامل مجبوریت بللی و، خو یو نږدې ملګری یې د خپل هویت د نه ښودو په شرط پر ښاغلي لوراند د طالبانو فشار د دې کار علت بولي.

د اسيا لپاره د خبريالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤل اسټيون بټلر
د اسيا لپاره د خبريالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤل اسټيون بټلر

په اعلامیه کې د اسیا لپاره د دې کمېټې د پروګرامونو د همغږۍ مسوول اسټیون بټلر له قوله لیکل شوي، طالبان باید د خبریالانو له نیولو او له هغو تاکتیکونو چې خبریالان پرې وېروي، لاس واخلي.

هغه زیاته کړې، طالبان باید د ازادو رسنیو د زغم توان ولري او نیوکه باید د دوی ضد کوم ګام و نه بولي.

د افغانستان د خبریالانو او رسنیو ملي فډراسیون هم پر رسنیو د لګول شویو محدویتونو په اړه اندېښنه ښيي.

د دې فډراسیون مرستیال محمد ګران ازادي راډیو ته وویل، طالبان باید پر رسنیو د فشار راوستو پر ځای له مطبوعاتو او د کارکوونکو سره یې همکاري وکړي.

نوموړی وايي: "زموږ اندېښنه دا ده، که دا وضعیت دوام کوي، واضحه ده چې افغانستان د رسنیز کار لپاره ساحه نوره هم تنګېږي او خبریالان او رسنۍ نه شي کولای په ازاد ډول خپل فعالیت وکړي."

دوه افغان خبریالان چې د طالبانو لخوا تېر کې وهل شوي و.
دوه افغان خبریالان چې د طالبانو لخوا تېر کې وهل شوي و.

طالبانو په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو له دې وړاندې یې په ځلونو په خبریالانو او رسنیو فشار راوستل رد کړي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې په خپله اعلامیه کې په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو و فرهنګ ادارې له‌خوا له یوې غونډې د کلید ګروپ د خبریالې مرجان وفا ویستلو ته اشاره کړې ده.

اغلې وفا هم په دې اړه خبرو ته حاضره نه‌شوه.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، تېرو څه د پاسه نهه میاشتو کې پر رسنیو او خبریالانو ډول ډول فشارونه راوستي.

په فشارونو او محدودیتونو کې د خبریالانو نیول، زنداني کول او وروستۍ هغه یې په اجباري ډول په ښځینه خبریالانو د مخونو پټول شامل دي.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېتې ویلي، په افغانستان کې یې د طالبانو له‌خوا پر رسنیو او خبریالانو ټول فشار او محدودیتونه مستند کړي دي.

خو مهمه پوښتنه دا ده چې طالبان څومره د نړیوالو ادارو خبرداریو او تر خوا یې غوښتنو ته غوږ نیسي.

XS
SM
MD
LG