د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

نړیوال سازمانونه: طالبان رسنیز فعالان ځپي او اعتراف کولو ته یې مجبوروي


د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې د ټولنیزو رسنیو لپاره د یوه ویډیو جوړونکي اجمل حقیقي یادونه کړې او زیاتوي، طالبانو د رسنیو د خاموشه کولو لپاره له بېلابېلو لارو ګټه اخلي.
د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې د ټولنیزو رسنیو لپاره د یوه ویډیو جوړونکي اجمل حقیقي یادونه کړې او زیاتوي، طالبانو د رسنیو د خاموشه کولو لپاره له بېلابېلو لارو ګټه اخلي.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، طالبان د ټولنیزو رسنیو لپاره ویډیو جوړونکي ځپي او په ډېر شمېر د رسنیو کارکوونکي له نیولو وروسته په اعتراف کولو مجبوروي.

د طالبانو له‌خوا د ټولنیزو رسنیو لپاره د ویډیو جوړونکو او خبریالانو پر نیولو نیوکې!

د افغانستان د ژونالیستانو د ټولنې مرستیال عبدالحنان محمدي د خبریالانو د نیولو یوه له وروستیو پېښو ده چې طالبانو کړې.

د بشري حقونو د څار سازمان په خپلسري ډول د دوی د نیولو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، طالبان د ټولنیزو رسنیو لپاره ویډیو جوړونکي ځپي او په ډېر شمېر د رسنیو کارکوونکي له نیولو وروسته په اعتراف کولو مجبوروي.

دې سازمان په خپل راپور کې د ټولنیزو رسنیو لپاره د یوه ویډیو جوړونکي اجمل حقیقي یادونه کړې او زیاتوي، طالبانو د رسنیو د خاموشه کولو لپاره له بېلابېلو لارو ګټه اخلي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مشره هېدر بار وايي: "طالبانو د رسنیو د خاموشه کولو لپاره له بېلابېلو لارو ګټه اخیستې، دوی پر رسنیو محدودیت وضع کوي او تر خوا یې د رسنیو د کارکوونکو سره د لیدونو لپاره استخباراتي کسان ګمارلي. دوی خلکو پیغامونه لېږي چې د طالبانو قوانین ومني. دوی معترضې ښځې اعتراف ته مجبورې کړې او دې کار لپاره یو تاکتیک وکاروه."

طالبانو د دې راپور په اړه څه نه‌دي ویلي، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد د دوشنبې په ورځ د بې‌پولي خبریالانو له‌خوا په افغانستان کې د ۱۲ نیولو شویو خبریالانو د راپور په غبرګون کې وویل، ډېری هغه خبریالان چې نیول شوي، جنايي قضیې لري.

هغه څه چې خبریالان او له رسنیو د ملاتړ خپلواک بنسټونه یې ردوي.

د مې په ۲۸مه هغه ویډیو چې د طالبانو استخباراتو د اجمل حقیقي د اعتراف په اړه خپره کړه، چې په کې هغه او دري ملګري یې داسې مهال چې مخونه یې د وهلو له امله شنه ښکاري، له خلکو بخښنه غواړي.

د اجمل حقیقي په قضیه کې د شریعت حکم څه دی؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00

له ډېرو هڅو سره سره، و نه توانېدو د ښاغلي حقیقي له کورنۍ سره په دې اړه خبرې وکړو، خو د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې لیکلي، دا کسان لا هم په بند کې دي او هیڅ یو وکیل یا یې د کورنۍ غړی نه‌دی توانېدلی، له دوی سره وګوري.

د بې‌پولي خبریالانو ټولنې د معلوماتو پر بنسټ له تېرې میاشتې راهیسې، مېرزا حسيني، جمال‌الدین دلدار، خان محمد سیال، بصیر مصمم، اوغ بیګ غفوري، فېروز غفوري، جواد اعتماد، علي اکبر خیرخواه، رومان کریمي او موټر چلوونکی یې او فرزاد هغه کسان دي چې طالبانو نیولي او زنداني کړي دي.

خو له دوی یو شمېر کسان یې بېرته خوشې او ځینې یې لا د طالبانو په بند کې دي.

XS
SM
MD
LG