د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۱ کابل ۰۰:۱۴

افغانستان

طالبانو د يوټيوب مشهور کارونکی اجمل حقيقي او د هغه همکاران نيولي

طالبانو ويلي، نيول شويو کسانو مقدساتو ته سپکاوی کړی.

د طالبانو د استخباراتو ادارې د یوې ویډیو په خپرولو سره د یوټیوب د مشهور کارونکي اجمل حقیقي او د هغه د همکارانو د نیولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دوی مقدساتو ته سپکاوی کړی دی.

په دغه ویډو کې چې دغې ادرې پرون سې شنبې خپره کړې، پکې ښکاري چې د اجمل حقیقي او د دوه مکارانو لاسونه زولانه دي او د کمرې د دوربین مخې ته ولاړ دي.

په دې ویډیو کې ښاغلی حقیقي اعتراف کوي چې په ویډیوګانو کې یې د اسلام مقدساتو ته سپکاوی شوی او له دې امله له طالبانو او د افغانستان له خلکو بخښنه غواړي.

خو تر اوسه دا نه‌ده څرګنده چې دغه ویډیو په څه ډول شرایطو کې ثبت شوې ده.

اجمل حقیقي د افغاني جامو طراح دی چې په یوټیوب شبکه کې کمیډي ویډیوګانې خپروي.

طالبانو له دې مخکې هم د توقیف شویو د بشري حقونو د یو شمېر فعالانو د اعتراف ویډیګانو خپرې کړې چې د بشري حقونو د بنسټونو انتقادونه یې راپارولي و.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

برېښنا شرکت: اختر کې به برېښنا عادي حالت ته راوګرځي

د برېښنا شرکت کارکوونکې د مزو د ترميم په حال کې

د افغانستان برېښنا شرکت، د برېښنا د پرچاویو د زیاتېدو ستونزو مني، خو وايي په اختر کې به برېښنا خپل نورمال حالت ته راوګرځي.

برېښنا شرکت په یو رسنیزه خبرتیا کې، چې رسنیو ته یې لېږلې لیکلي چې، د اوړي په موسم کې د هوا په تودېدو سره برېښنا ته د خلکو تقاضا کچه لوړيږي او په سیستم کې شته وارداتي برېښنا او کورنۍ تولیدي برېښنا په ۲۴ساعته ډول د برېښنا خدماتو بشپړتیا ته بسنه نه کوي.

برېښنا شرکت ،يلي، دوی اړ دي چې د پرچاويو په تطبیق سره په منظم ډول ټولو ساحو ته برېښنا وویشي.

خو برېښنا شرکت وايي، دوی خلکو ته ډاډ ورکوي، چې له تخنیکي مسؤلینو سره په وروستۍ ناسته کې د شوې پرېکړې له مخې به سر له سبا ورځې بیا د اختر تر وروستیو پورې برېښنا نورمال حالت ته را وګرځي او پرچاوۍ به تر ټولو کمې کچې ته راټېټې شي.

دغه راز برېښنا شرکت ویلي، چې په تېرو کلونو کې به د پسرلي او اوړي په موسمونو کې د کابل سیند مسیر کې د نغلو، سروبي او ماهیپر درې ګونو فابریکو له ۱۰۰مېګاواټو زیاته برېښنا تولیدوله، چې اوس د اوبو د کمښت له امله دا کچه ۲۰مېګاواټو ته راښکته شوې او د برېښنا سیستم کې یې پر عمومي ویشل کېدونکې برېښنا پراخ يې اغېز کړی دی.

په تخار کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

ارشیف

په تخار ولایت کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.

په دې لیګ کې به د ولایت په کچه لس لوبډلې په خپلو کې ۴۵ سیالۍ ترسره کړي.

د تخار ولایت د فوټبال فدراسیون له لوری په خپره شوی خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد لیګ به دوه میاشتې او پنځه لس ورځې دوام وکړي.

د دې لیګ د ترسره کېدو هدف په شمال ختیځ کې د فوټبال سیالیو لپاره د غوره لوبډلې انتخاب بلل شوی.

د شمال ختیځو ولایتونو د فوټبال لوبډلو په ګډون د فوټبال اتلولې لوبی د روان لمریز کال د مني په لومړی میاشت کې پیلېږي.

په هرات کې د فول رزم ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو غوراوي سیالۍ ترسره شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هرات ولایت موقعیت

په هرات ولایت کې د فول رزم ملي لوبډلی لپاره د لوبغاړو د غوراوي سیالۍ ترسره شوې.

د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري به خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان په کچه د فول رزم ملي لوبډلې د رامنځته کولو په هدف د غوره څېرو د پېژندلو په لړ کې، له هرات ولایت څخه لس ورزشکاران غوره شول.

دا سیالۍ چې د هرات ولایت له څلورو کلبونو څخه د ۶۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې، د سیالیو غوره څېرې به په کابل کې په فول رزم ملي لوبډلې کې د ګډون لپاره له ګڼو نورو ورزشکارانو سره هم سیالي کوي.

بارسلونا د اروپا اتلانو لیګ راتلونکو لوبو ته رونالډو جذبوي

کریسټیانو رونالډو

بارسلونا غواړي، چې د اروپا اتلانو لیګ راتلونکو لوبو ته کریسټیانو رونالډو دې لوبډلې ته ور جذب کړي.

سږ کال د اروپا فوټبال د اتلانو په لیګ کې د منچستر یونایټد نه ورګډیدو رونالډو خواشینی کړی او غواړي، چې له دې لوبډلی سره خدای پاماني وکړي.

که څه هم چې منچستر یونایټد سږ کال په اروپایي لیګونو کې ښه نه دی ځلېدلې، خو ۳۷ کلن رونالډو په کړو لوبو کې له ځانه وړتیا ښودلې او په ډېری لوبو کې یې د غوره لوبغاړي او ښه ګول وهونکي لقبونه هم ګټلي.

وړاندې له دې رم، بایرن مونیخ او چلسي لوبډلو هم د رونالډو د پېرلو خبره کړې، خو منچستر یونایټد ویلي، چې خپل دا پرتګالي لوبغاړی به له لاسه ورنه کړي.

اوچا په کندز کې سلګونه کورنيو سره د خوراکي موادو مرسته کړې

آرشیف

ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکې اداره یا اوچا وايي، تېره اوونۍ یې د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې له څه باندې ۸۰۰ کورنیو سره د خوراکي موادو مرسته کړې ده.

اوچا د بي بي حیات ګلې په نوم د یوې ۹۵ کلنې مېرمنې عکس هم خپور کړی، چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له لارې یې د خوراکي موادو مرسته ترلاسه کړې ده.

د افغانستان له بېلابېلو برخو خلک شکایت لري، د خوراکي موادو او نورې بشري مرستې اړو کسانو ته نه رسېږي.

رسنۍ: زابل کې لسګونه ماشومان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د زابل ولایت موقعيت

د افغانستان ځینو محلي رسنیو راپور ورکړی، چې د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې په لسګونو ماشومان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي دي.

د زابل لپاره د طالبانو د روغتیا ریس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي ویلي، شا و خوا ۵۰ ماشومان تېره شپه په دې ناروغۍ چې نښې یې کولرا ته ورته دي، اخته شوي دي.

ده ویلي، چې سیمې ته روغتیايي ډلې لېږل شوي دي.

تر دې مخکې هم په سیوري ولسوالۍ کې په کولرا ځینې ماشومان اخته شوي وو.

کابل ښاریان او موټر چلوونکي د تېلو بیوو له بېساري لوړوالي شکایت کوي

آرشیف

کابل ښاریان او یو شمیر موټر چلوونکي د تېلو د بیوو له بېساري لوړوالي شکایت کوي.

اوسمهال د کابل ښار په پمپ سټېشنونو کې یو لیټر ډیزل په ۱۲۰ او یو لیټر پټرول په ۸۶ افغانیو پلورل کېږي.

په کابل کې دوو ټکسي چلونکو صابر شاه او طارق ازادي راډیو ته وویل، چې د تېلو د بیوو په لوړېدو سره خلک له ټيکسي استفاده نه کوي، ځکه د نوموړو په خبره دوی اړ دي، چې د تېلو د بیو په لوړېدو سره کرایه هم لوړه کړي او خلک د لوړې کرایې د ورکړې توان نه لري.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې دوی ته ځينې داسې شکایتونه رسېدلي، چې یو شمېر سوداګریزې کړۍ د تېلو د بیوو په لوړولو کې لاس لري، خو د دې کړیو په اړه یې ډېر معلومات نه دي ورکړي.

په خبرپاڼه کې یادو کړیو ته خبرداری ورکړل شوی، چې که دا ادعاوې پرې ثابتې شي، جوازونه به یې ترېنه واخیستل شي.

چارواکي: د ننګرهار له کرنیزو حاصلاتو به ٦٣ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه شي

د ننګرهار زيتون

د ننګرهار ولایت د کانال له کرنیزو حاصلاتو به سږ کال ٦٣ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه شي.

د ننګرهار ولایت د کانال ریاست ویاند همایون غریب مل ازادي راډیو ته وویل، اوسمهال د یاد کانال له کرنیزو ځمکو څخه د څه باندې زر ټنه زیتونو د راټولولو چارې پیل شوي.

د ښاغلي غریب مل په خبره له یادو زیتونو څخه به د ٦٣ میلیونو افغانیو په ارزښت یو لک و ۲۲ زره لیتره د زیتونو تېل او څه باندې ۳۰ زره بوتله اچار تولید او ګاوڼډیو ولایتونو ته به صادر شي.

اوسمهال د افغانستان په بازارونو کې د زیتونو د یو بوتل تېلو بیه پنځه سوه افغانۍ او د یو بوتل اچارو بیه یې سل افغانۍ ده.

د پکتیکا او خوست د زلزلو په اړه تازه ارقام خپاره شوي

په پکتیکا او خوست کې د وروستۍ زلزلې ټپیان

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، تېر یوه اوونۍ د پکتیکا او خوست روغتونو ته څه باندې ۱۴۰۰ ټپیان انتقال شوي.

دغه سازمان د پکتیکا او خوست د زلزلو په اړه تازه ارقام خپاره کړي.

ډبلیو اچ او ویلي، پخواني ارقام چې د جون په اته ویشتمه اعلان شوي وو د زلزلې له امله د ټپیانو شمېر ۲۹۴۹ ته رسېده او د مړو ۱۰۳۶ تنه وو.

د دغه سازمان په وینا له هغه وخت راهیسې په روغتونو کې څوک نه دي مړه شوي خو ۱۴۰۴ تنه نوي ټپيان انتقال شوي چې ورسره د ټولو ټپیانو شمېر ۶۰۸۳ ته پورته شو.

طالب چارواکي: د حج په موخه عربستان ته د افغانانو لېږد پروسه بشپړه شوه

تصویر آرشیف: د کعبې شریفې منظره

طالب چارواکي وايي، د حج د مراسمو ترسره کولو په موخه سعودي عربستان ته د افغانانو د لېږد پروسه بشپړه شوه.

د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني په یوه ویډیويي پیغام کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون پرون خپور کړ وویل: "سږ کال چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته د سعودي عربستان د حجاجو کومه سهمیه ورکړل شوې وه چې تعداد یې ۱۳۵۸۲ تنه وو. الحمدالله په ډېر کامیابي سره دا پروسه سر ته ورسېدله او موږ خپل ټول حاجیان سعودي عربستان ته انتقال کړل."

طالبانو داسې وخت د افغان حاجیانو د انتقال د بشپړېدو او د هر اړخیزو خدمتونو ډاډ ورکړی، چې د حج د پروسې لپاره یې له هر زیارت کوونکي افغان څخه څه باندې ۴ زره ډالره اخیستي.

تېرو کلونو کې دا پيسې شاوخوا دوه زره ډالره وې.

خو د طالبانو چارواکي وايي، د سعودي حکومت له دوی ډېر لوړ لګښتونه اخیستي نو ځکه اړ شول له حاجیانو دا پيسې واخلي.

د طالبانو ملي سپورټ تلوېزیون د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ خپروي

د سپین غر او امو نهنګان لوبډلې د شپږیزې کرکټ سیالیو پرمهال - 7.9.2020

د افغانستان کرکټ بورډ نن د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي رادیو تلوېزیون سره د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو سیالیو د خپرېدو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

کرکټ بورډ په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې داوړو خواو د لوبو پر غوره او با کیفیته خپراوي ټینګار کړی.

د بورډ په خبره، دغه لوبې به د ملي سپورټ له لارې په ژوندې بڼه تولید او خپرې شي.

په افغانستان کې د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو سیالۍ د روانې جولای میاشتې په ۱۸مه نېټه پیلېږي، چې د اګسټ میاشتې تر پنځمې نېټې پورې به دوام وکړي.

کابل کې د بدن ښکلا سيالۍ پيل شوې

ارشیف

کابل کې د بدن ښکلا سيالۍ پيل شوې.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه سیالۍ د ٢١ ولايتونو ٣٧٣ ورزشکارانو په ګډون نن دوشنبه د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په جمنازيوم کې پيل شوې.

د دې ریاست په وینا، دغه سيالۍ چې د فزيکي سپورټ، فزيکي اتلتيک او بدن ښکلا په سبکونو سره پيل شوې ١٥ ورځې به دوام وکړي.

د دغو سياليو له ترسره کېدو موخه ملي لوبډلې ته د غوره څېرو ټاکل او په بهرنيو سياليو کې ګډون کول دي.

روزګان: ترافيکي پېښه کې ۴ تنه مړه شوي او پنځه ژوبل دي

ارشيف

د روزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ وياند اغاولي قریشي ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د روزګان – کندهار پر لویه لار د سوزل په سیمه کې د یوه موټر د چپه کېدو په نتیجه کې وشوه.

د ویاند په وینا په دې پېښه کې دوې ښځې او دوه نارینه مړه شوي او ۵ تنه نور ژوبل شوي دي.

خلک وايي، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په لویو لارو کې د بمونو او ماینونو د چاودنو له کبله مرګ ژوبلې تقریباً بیخي پای ته رسېدلي خو ترافیکي پېښې ډېرې شوې دي.

ننګرهار کې يو شمېر کروندګرو ته کرنيز وسايل ورکړل شول

ارشيف

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، د« UNDP» مؤسسې په مالي لګښت او د افغانستان لپاره د هالنډ کميټې په تخنیکي همکارۍ د دې ولایت په دوو ولسوالیو کې یې بزګرانو ته کرنیز وسایل ویشلي.

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دې ریاست له قوله په خپل تویټر پاڼه لیکلي، چې دغه وسایل تېره ورځ د ۶ شوراګانو له لارې شاوخوا ۱۵۰ بزګرانو ته ویشل شوي.

د دې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په ویشل شویو وسایلو کې د جوارو هایبریډ تخمونه، کیمیاوي سرې، دوا پاش او یو شمېر نور کرنیز وسایل شامل دي.

‎ (UNDP ) او د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د دې ولایت په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د ورته پروژو د پلي کېدو خبره کړې.

د طالبانو حکومت ازبکستاني چارواکو سره د سوداګريزو اړيکو پر پياوړتيا خبرې کړي

د ازبکستان بيرغ

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، ازبکستاني چارواکو سره، د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د افغان سوداګرو د ستونزو د هواري په اړه خبرې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپله ټوېر پاڼه لیکلي، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي تیره ورځ د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ وزیر سره په تاشکند کې لیدلي.

په خبر کې راغلي، چې په یاده ناسته کې د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او دغه شان په ټرانزیټي لارو کې د پرتو ستونزو په حل بحث شوی دی.

د وزارت په وینا، په دغه ناسته کې افغان پلاوي مقابل لوري ته په تاشکند کې د افغان سوداګرو ستونزې ورسولي او د حل کېدو په برخه کې یې ژمنې هم شوي.

دغه شان په ازبکستان کې مېشتو افغان پانګوالو د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نه غوښتې، چې په افغانستان کې پانګونې لپاره زیاتې اسانتياوې رامنځته کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG