د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

ريچارډ بينيټ: د افغانستان بشري وضعيت د ډېرې اندېښنې وړ دی


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورټر ریچارډ بينيټ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورټر ریچارډ بينيټ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورټر ریچارډ بينيټ په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې حاکم نظام باید دغه ننګونې ومني او د حل لپاره یې بايد عملي ګامونه واخلي.

ريچارډ بينيټ په دغه هېواد کې پر روان بشري او اقتصادي ناورین اندیښنه وښوده او له نړیوالو یې وغوښتل چې بشري مرستو ته دوام ورکړي.

ریچارد بينيټ د پنجشنبې په ورځ افغانستان ته د ۱۱ ورځني سفر په پای کې خبریالانو ته وویل، د اوسنیو چارواکو اکثره تګلارې پر بشري حقونو اغېز کوي او داسې ټولنه رامنځته کوي چې په ډارولو اداره کېږي.

نوموړي وویل، د نجونو د منځنۍ او لېسې ښونځیو ځنډول، د ښځو پر کار بندیزونه، په سیاسي او عامه خدماتو کې یې د ګډون نه امکانات او پر دوی د حجاب په څېر یو شمېر نور بندیزونه د دې لپاره دي چې ښځې ټولنیزو چارو کې له ګډونه ګوښې ته کړي.

نوموړي وويل: "افغانستان د بشري حقونو له متعددو جدي ننګونو سره مخامخ دی، دا وضعیت د خلکو پر ژوند ژور اغېز لري، زه پر چارواکو غږ کوم چې بشري ننګونو ته رسیدګي وکړي او د خپلو خبرو او عمل ترمنځ واټن پای ته ورسوي. زه په ټول هېواد کې د ناوړه بشري وضعیت په اړه جدي اندېښنه څرګندوم، له ټولنې د ښځو د رول محوه کول د ځانګړې اندیښنې وړ دی."

افغانستان د بشري حقونو له متعددو جدي ننګونو سره مخامخ دی

ریچارد بينيټ دا مهال د افغانستان د بشري وضعیت پر ارزونه بوخت دی او د خپلو څېړنو لپاره یې له کابله بهر هم سفرونه کړي دي.

نوموړي پرون د دویم ځل لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، ښاغلي متقي له ریچارډ بینیت څخه وغوښتل چې په خپل راپورکې د افغانستان حقیقي وضعیت ته انعکاس ورکړي، هغه له تېر وضعیت سره پرتله کړې چې مثبت بدلونونه یې په ډاګه شي.

د هغې خبرپاڼې له مخې چې ملګرو ملتونو د مې په ۱۴مه افغانستان ته د ریچارډ بنیټ د سفر په اړه خپره کړې، ښاغلي بينیت ویلي چې دی به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ارزونې لپاره د طالبانو له سرپرست حکومت او یو شمېر نورو مهمو لوبغاړو سره وګوري، ترڅو معلومه کړي چې ایا افغانستان د بشري حقونو په برخه کې هغه مسولیتونه پرځای کړي چې دې هېواد یې په لاسلیک شوي د بشري حقونو نړیوال قانون کې ژمنه کړې ده او که نه.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی داسې مهال له افغانستانه کتنه کوي چې نړیوالو له کله چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، په دې هېواد کې په تېره بیا د ښځو او نجونو له حقونو څخه د جدي سرغړونو په وړاندې سخت غبرګونونه ښودلي.

د طالبانو حکومت دغه راز څه موده مخکې د یو شمېر نورو ادارو ترڅنګ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چې د تېر لویدیځ پلوي جمهوري نظام یو مهم بنسټ ګڼل کېده، هم لغوه کړ.

له دې ټولو سره سره طالبان وایي چې افغانستان کې د ټولو وګړو حقونو ته ژمن دي او دوی ادعا کوي چې بشري وضعیت د ښه کېدو خواته تللی دی.

XS
SM
MD
LG