د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۴

افغانستان

د برېتانيا د خبريالانو ملي ټولنې د افغان خبريالانو پر وړاندې محدوديتونه غندلي

انځور، د طلوع خصوصي ټلوېزيون خبريالان
انځور، د طلوع خصوصي ټلوېزيون خبريالان

د برېټانیا د خبریالانو ملي ټولنې د افغان خبریالانو په وړاندې د طالبانو زیاتیدونکي محدودیتونه غندلي.

دې ټولنې نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبان باید د افغان خبریالانو خپلسري نیونې او محدودیت ودروي.

څو ورځې مخکې د خبریالانو نړیوال فدراسیون اندېښنه ښودلې وه چې په افغانستان کې د بیان ازادي ورځ تر بلې محدودیږي.

د بریټانیا د خبریالانو د ملي ټولنې په نننۍ اعلامیه کې د طالبانو له خوا د دوو خبریالانو میرزا حسني او رومان کریمي نیول کېدو ته اشاره شوې او طالبان تورن شوي چې دا خبریالان یې ځورولي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې دا دوه خبریالان د رسنیز فعالیت لپاره نه بلکې د ده په خبره د جنايي دوسیې په خاطر نیول شوي وو چې یو تن یې وختي له بنده خلاص شوی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

یونیسف؛ تر درې میلیونه ډیر ماشومان مو د ماینونو له خطرونو سره اشنا کړي دي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتو وجهي صندوق( یونیسف) ویلي دي چې په افغانستان کې یې تر درې میلیونه ډیر کسان د ماینونو له خطرونو سره اشنا کړي او دا یې ورزده کړې دي چې څرنګه احتیاط ورسره وکړي.

په افغانستان کې د یونیسف مشر تاج الدین اویواله پرون په ایکسپاڼه کې ولیکل چې یونیسف په دوه زره څلرویشتم کال کې درې میلیونه او یولک ماشومان او د هغوی مشران د ماینونو له خطرونو څخه خبر کړې دي.

د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر( اوچا) دوې اونۍ مخکې ویلي و چې هره میاشت په افغانستان کې تر پنځه پنځوس ډیر کسان د ماینونو او ناچاوده موادو د چاودنو له امله یا وژل کیږي یا ټپيان کیږي.

د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له میاشتې راوروسته چې طالبانو کابل نیولی دی له ماین پاکۍ موسسو سره په افغانستان کې نړیوالې مرستې کمې شوې دي.

طالبان؛ په پنجشیر کې مو ۲۹۰۰ قیراطه زمرد پلورلي دي

Panjsher Emerald
Panjsher Emerald

په پنجشیر ولایت کې طالبانو د دوه زره دوه سوه نهه قیراطه زمردو د پلور خبر ورکړ.

په دغه ولایت کې د طالبانو د کانونو او پترولیم رییس مولوي محمد قاسم امیري پرون باختر اژانس ته وویل چې دا زمرد پر افغان سوداګرو په څه باندې یوسل او شپږ څلویښت زره ډالرو پلورل شوې دي.

د تیرو څه باندې درې نیمو کلونو په ترڅ کې چې طالبانو کابل نیولی دی د پنجشیر د زمردو په شمول ګرانه بیه کاڼي تر ډيره په غیرفني ډول استخراجوي او پلوري.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ وزیران د همغږۍ یوه ګډه کمېټه جوړوي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ وزیران د دواړو هیوادو ترمنځ د ګډې همغږې کمیټې د جوړیدو په تړاو خبرې وکړي.

د پاکستاني رسنیو په وینا دا خبرې به تر اختر مخکې ترسره شي او تر اختر وروسته به د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي پاکستان ته سفر وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار روانه اونۍ دوشنبې د ده په وینا د پاکستان د اندیښنو د حل او د دوه اړخیزو اړیکو د ودې لپاره له افغان طالبانو سره د دوامداره خبرو اترو پر اهمیت ټینګار وکړ.

اسلام اباد هیله ښکاره کړې ده چې د اپریل تر پنځلسمې مخکې به د افغانستان او پاکستان ګډه همغږۍ کمیټه جوړه شي.

ریچارډ بنیټ؛ د ښځینه فوټبال ټیم ته دې په نړیواله کچه د سیالیو زمینه برابره شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتو ځانګړي راپور ورکوونکي په بهر کې د افغانستان د ښځیه فوټبال ټیم د رسمیت پیژندنې غوښتنه کړې ده او د دې ملاتړ یې کړی دی چې دا لوبغاړې په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.

ریچارډ بنیټ د چهارشنبې په ورځ پر خپلې ایکسپاڼې لیکلي، د فوټبال نړیوال فدراسیون(فیفا) باید دې ته ژمن واوسي چې دا لوبغاړې چې په افغانستان کې له لوبو منع شوې دي په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

دا غوښتنه د دوه زره شپږ ویشتم کال د اسیایي اتلولۍ د مقدماتي لوبو د پچې اچونې په درشل کې شوې ده. د دې لوبو له لارې لوبډلې د دوه زره اووه ویشتم کال نړیوال جام ته لاره کوي.

نن په شلو ولایتونو کې د ورښتونو خبرداری ورکړل شوی دی

د افغانستان په شلو ولایتونو کې نن د ورښتونو اټکل شوی دی.

د طالبانو د هوا پيژندنې ادارې پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل چې په بدخشان، کندز، بلخ، پروان، کاپیسا، ننګرهار، غور، بادغیس، بامیان او څو نورو ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د پنجشنبې په ورځ د واورو او بارانونو د وریدو امکانات شته.

له لسو تر دیرش میلي مترو پورې د باران او له پنځلسو تر پنخوس سانتي مترو پورې د واورې وړاندوینه شوې ده.

د طالبانو د انرژي او اوبو وزارت خبرداری ورکړی دی چې د شنبې تر ورځې د ورښتونو له امله په سیندیزو حوزو کې د سیلونو د بهیدو احتمال شته.

طالبانو او د یوناما مشرې د افغانستان د اقتصادي وضعیت او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه بحث وکړ

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د دغه سازمان د پلاوي مشرې روزا اتونبایوا د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي، ملګري ملتونه په افغانستان کې د بانکدارۍ او خصوصي سکتور د ننګونو د هواري لپاره هڅې کوي.

د دغه وزارت د وياند مرستيال حافظ ضياء احمد د سلواغې په ٦مه، په خپله ایکس پاڼه کې د یادې غونډې يو انځور په خپرولو سره ليکلي، دواړو لورو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه هم خبرې کړې دي.

ښاغلي ضیا احمد د امیر خان متقي له قوله وویلی "که د طالبانو نظرونو ته درناوی وشي، دوی به په مختلفو سکتورونو کې له ملګرو ملتونو سره همکاري وکړي. "

دغه راز ويل شوي چې مېرمن اتونبايوا د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په وروستۍ غونډه کې د خپلو خبرو او په افغانستان کې د يوناما د ماموريت د غځولو په اړه معلومات ورکړل.

یونما تر اوسه د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.

د روانې میاشتې په ۲۷مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما د دفتر ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.

طالبانو د دغه عمل په غبرګون کې له یوناما څخه وغوښتل چې د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ته پام وکړي.

یوناما؛ د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز د افغانانو انزوا، بشري او اقتصادي ستونزو ته لار هوارول دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په افغانستان کې د څلورم پرله پسې کال لپاره له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې طالبان د افغانانو غوښتنې له پامه غورځوي.

یوناما د چهارشنبې په ورځ د (وری په ۶)مه په خپله وېب پاڼه کې د روزا اوتونبایوا په حواله لیکلي، د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز به د افغانستان بشري او اقتصادي وضعیت نور هم کړکېچن کړي.

د میرمن اوتونبایوا په وینا، د نجونو پر زده کړو بندیز نه یوازې د دوی پر راتلونکي بلکې د ټولو افغانانو پر سولې او هوساینې هم منفي اغیزه کوي.

د یوناما په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو د دروازو تړل له نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان د انزوا یو له اصلي لاملونو څخه دی.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته تر بیا ځلې رسېدو سم دستي وروسته له شپږمو ټولګیو پورته نجونې له زده کړو منع کړې.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونیسف د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز له ۲ میلیونو څخه زیاتې افغان نجونې اغیزمنې کړي او سږ کال ۴۰۰ زره نوري نجونې هم له دې ډلې سره یوځای شوې دي.

د دې سازمان په وینا، که چیرې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړې بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، نو له څلورو ملیونو څخه ډیرې نجونې به اغیزمنې شي.

یونیسف: تیرکال مو ۱۱ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کړي دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وایي تېر کال په ټول افغانستان کې تر پنځو کلونو کم عمرو ۱۱،۶ میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضدواکیسنونه شوي دي.

په افغانستان کې د یونیسف مشر ډاکتر تاج الدین اویوالې د سه شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه ولیکلي، لا هم په دغه هېواد کې د پولیو یاماشومانو د ګوزڼ د ختمولو لپاره مبارزه پای ته نه ده رسېدلې او نور کار ته اړتیا ده.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې په افغانستان کې هر ماشوم د پولیو ضد واکسین ورسېږي تر څو په ټکو یې دا واکسینونه افغان ماشومان له یادویروسه وساتي.

خو د ملګرو ملتونو دا چارواکی داسې وخت ټولو ماشومانو ته د واکسین پر رسېدو ټینګار کوي چې د طالبانو حکومت د نویو مقرراتو له مخې، پهدې وروستیو کې یې په دې هېواد د پولیو ضد د واکسینو د تطبیق کمپاین له کور په کوره، سیمي په سیمې او جومات په جومات ته بدل شوی دی.

وړاندې ګڼو کورنیو ازادي راډیو سره خبرو کې اندېښنې او شکایتونه مطرح کړي چې د دې کمپاینونو د څرنګوالي د بدلون له امله یې ماشومان لهواکسینونو پاتې شوي دي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هېوادونه دي چې لا هم په کې د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) ویروس په کې پای ته نه دی رسېدلی.

نن چهارشنبې په ۲۹ ولایتونو کې د سختو ورښتونو خبرداری ورکړل شوی دی

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت نن چهارشنبه(د مارچ په ۲۶مه) د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونوخبرداری ورکړی دی.

د دغه وزارت د هوا پېژندنې ریاست د سه شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه خپور کړي بیان کې ویلي چې په بدخشان، تخار، کندز، بغلان، کونړ،بلخ، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، نورستان، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیکا، زابل، روزګان، دایکنډي، غور، بادغیس، سرپل،بامیان، میدان وردګ، غزني، سمنګان، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د واورې، تېز باران، بادونو او سېلابونو اټکل شوی دی.

د یادونې ده چې دا شدید ورښتونه د سه شنبې له ورځې پیل شوي چې د پلازمېنې کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې یې له امله سېلابونه همراوتلي دي.

د طالبانو د حکومت یاد وزارت داسې وخت د دې شدیدو ورښتونو خبرداری ورکوي چې د افغانستان اکثریته ولایتونه لا هم ساړه او خلک یې د بداقتصادي وضعیت له امله بېړنیو بشري مرستو ته اړمن دي.

د کانګرس غړي له ولسمشر ډونالډټرمپ څخه غواړي چې د امریکا د نړیوالو رسنیو ادارې د بندولو حکم بېرته واخلي

په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د کانګرس ودانۍ
په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د کانګرس ودانۍ

د امریکا د کانګرس لسګونه غړو له ولسمشر ډونالډټرمپ څخه غوښتي دي څو د امریکا د نړیوالو رسنیو ادارې USAGM د بندولو حکم بېرته واخلي. دا وکیلان استدلال کوي چې دا اقدام به آزادي راډیو او څو نورې رسنۍ زیانمنې او یوازې د امریکا دښمنان لکه روسیه، چین، ایران او شمالي کوریا خوشاله کړي.

په یوه لیک کې چې د کانګرس له ۴۰ ډېرو غړو لاسلیک کړی ویل شوي دي چې د USAGM بندېدل به په نړۍ کې د امریکا اعتبار او نړیوال دریځ ته زیان واړوي.

په لیک کې راغلي دي چې که دا اداره بنده شي، نو له هاوانا نیولې تر کاراکاس، مینسک او تهران پورې په هغو ټولنو کې چې د رسنیو پر آزادۍ محدودیتونه لګېدلي، میلیونونه خلک به معلوماتو ته له لاسرسي بې برخې شي.

د کانګرس دې غړو ویلي چې له ولسمشر ټرمپ څخه په کلکه غواړي څو خپل اجرایي فرمان بېرته واخلي او دا خبره یقیني کړي چې د USAGM او د هغې د ټولو اړوندو شبکو فعالیت دوام کوي.

د آزادې اروپا، آزادي راډیو هم له څو لسیزو راهیسې د USAGM په چوکاټ کې خپرونې کوي. د افغانستان لپاره د دې راډیو خپرونې د ۲۰۰۲ کال د جنوري په ۳۰مه نېټه پیل شوې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG