د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

د خبريالانو د خونديتوب کمېټه: طالبان دې درې افغان خبريالان له بنده خوشې کړي


افغان خبريالان
افغان خبريالان

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه له طالبانو غواړي چې له دوی سره په بند کې درې بندي خبریالان څومره ژر، چې کېږي ازاد کړي.

په نیول شویو خبریالانو کې عمادالدین دوران، میرزا حسیني او جمال‌الدین دلدار شامل دي.

طالبانو پرون وویل، په لغمان کې یې له خپل زندانه ۶۵ بندیان ازاد کړي.

د طالبانو تر کنترول لاندې باختر دولتي خبري اژانس د طالب چارواکو له قوله لیکلي، د دې کسانو جرمونه واړه ول او دا لړۍ روانه ده.

خو طالبانو د خوشې شویو کسانو د جرمونو په اړه ډېر جزییات نه‌دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له طالبانو سره په زندان کې درې خبریالان هم‌شته چې نه یې تر اوسه د قضیو او نه هم د نیول کېدو لاملونه روښانه شوي دي.

که څه هم د جمعې او شنبې په ورځ په ارزګان کې د پیوستون غږ راډیو ټلوېزیون خبریال خان محمد سیال او په هلمند کې د هیلې ټلوېزیون خبریال ځوان تکل له بنده ازاده کړل، خو لا هم عماد‌الدین دوران، میرزا حسیني او جمال‌الدین دلدار د طالبانو په بند کې دي.

عمادالدين دوران د روان کال د غوایي په ٢٤مه په کابل کې، د افتاب راډيو مسوول ميرزا حسني د غبرګولي په درېيمه او په دايکنډي کې او د ګردیز غږ راډیو مسوول جمال الدين دلدار په ګردیز کې د روان کال د غبرګولي په ۷مه نیول شوي دي.

تازه د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له طالبانو غوښتي چې دا درې خبریالان هم له بنده خوشې کړي.

دې کمېټې پرون یوه خبرپاڼه کې ولیکل، دوی له طالبانو غواړي چې د رسنیو د سرغړونې کمېسیون چې په دې وروستیو کې جوړ شوی، ژر تر ژره فعال کړي.

موږ دا غوښتنه له طالبانو سره شریکه کړه، خو ویاندویانو یې ځواب را نه کړ.

طالبانو همدا ډول مدني او ټولنیز فعال عظیم عظیمي هم له میاشتو میاشتو راهیسې خپل زندان کې ساتلی او د برخلیک په اړه یې هیڅ معلومات نه‌شته.

همدا ډول د نیول شویو خبریالانو په اړه هم تازه معلومات او دا چې دوی په څه حالت کې دي، رسنیو ته نه ورکول کېږي.

له طالبانو سره په بند کې د خبریالانو او مدني فعالانو د خلاصون په اړه په ټولنیزو رسنیو کې هم پراخ کمپاین پیل شوی دی.

کمپاین کوونکو له طالبانو غوښتي چې لومړی وضاحت ورکړي چې ولې یې بې له کوم دلیله خبریالان او مدني فعالان په ځانګړي ډول عما‌دالدین دوران او عظیم عظیمي په بند کې ساتلي او باید دوی بې له کوم قید و شرطه هر څه ژر خوشې کړي.

دوی دا نیوکه هم کړې، چې طالبانو په مخکني نظامونو کې په فساد ککړو کسانو ته د بېرته راتګ هر کلی ویلی، خو خبریالان او مدني فعالان یې پر دوی د نیوکو له امله په بند کې ساتلي دي.

د نیولو شویو خبریالانو او مدني فعالانو د خوشې کېدو په اړه د بشري حقونو نړیوالو ملاتړو بنسټونو هم څو ځله غوښتنې کړي، خو طالبانو تر اوسه نه‌دي منلي.

XS
SM
MD
LG