د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

د طالبانو لخوا پر رسنيو محدوديت؛ ولايتونو کې پر کار بوخت خبريالان له ستونزو سره مخ دي


افغان خبريالان
افغان خبريالان

پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ له پیل راهیسې د خبریالانو په ځانګړي ډول په ولایتونو کې په کار اخته خبریالانو په وړاندې ستونزې ډېرې شوي دي.

معلوماتو ته نه لاس رسی، د موضوعاتو سانسور، ګواښونه او د سیمه ییزو چارواکو له لوري د پېښو پټېدل هغه ستونزې دي چې دوی ورسره لاس او ګرېوان دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په ولایتونو کې د خبریالانو په وړاندې ځینې ستونزې مني خو په خبره یې، دوی هڅه کوي چې په ولایتونو کې د اطلاعات او فرهنګ ریاستونو له لارې د خبریالانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

احسان الله ولسمل په ارزګان کې د یوې ملي رسنۍ سره د خبریال په توګه دنده لري.

نومړی وايي د راپور د لیکولو پر مهال يې ټوله اندېښنه دې ته وي چې له خپرېدو وروسته به يې سیمه ییز چارواکي په وړاندې څه غبرګون لري او له ده سره به کوم عمل ترسره کېږي.

ښاغلی ولسمل وايي، یوازې له ده سره دا ویره نه وي بلکې د سیمې ټول خبریالان له ورته اندېښنو سره مخ دي.

دی وايي اوس مهال په دې ولایت کې په کار بوخت خبریالان معلوماتو ته د نه لاس رسي ترڅنګ له ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ دي، چې د دوی ژورنالېستیک کارونه يې له ځنډ او خنډ سره مخ کړي دي.

نوموړی وايي: "کله چې موږ ټول خبریالان راپور لیکو له وړاندې مو ویره دا وي چې مسولین به په دې اړه کوم ډول غبرګون ښېي او موږ سره به څه کېږي، دا ویره خامخا موجوده وي چې دا خپله د خبریالانو په کار یو ډول محدودیت دی."

معلوماتو ته نه لاس رسی، د موضوعاتو سانسور، ګواښونه او د سیمه ییزو چارواکو له لوري د پېښو پټېدل هغه ستونزې دي چې دوی ورسره لاس او ګریوان دي.

خو دا ښايي یوازې ولسمل نه وي بلکې په نورو ولایتونو کې هم ډېر خبریالان له ورته ستونزو سره مخ دي.

په کندهار کې د یوې سیمه ییزې راډيو مسول ریحان نورزی وايي، کوم موضوعات چې د سیمه ییزو طالب چارواکو د علاقې وړ وي دوی پرې راپور کولای شي خو په نورو موضوعاتو راپورونه نه‌شي جوړولای.

يو افغان ژورنالېست
يو افغان ژورنالېست

دی وایي له خبریالانو سره نه همکاري ښايي د دې لامل شي چې ولایتي خبریالان خپلې دندې پرېږدي.

ښاغلی ريحان وايي: "دا د دې معنا لري چې کرار کرار خبریالان له دې مسلکه لاس واخلي او د ژورنالېزم دندې پرېږدي."

په ختیځ ولایت ننګرهار کې هم خبریالان له بېلابېلو ستونزو شکایت کوي.

دوی وايي ان د سیمه ییزو چارواکو له لوري ورته ویل شوي چې د نظام پر ضد هیڅ څه باید خپاره نه‌شي.

په دې ولایت کې یو خبریال چې نه غواړي د امنیتي اندېښنو له امله يې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "ځینې موضوعات شته چې دوی وايي یو وار باید وپلټل شي او وروسته خپاره شي، یانې دوی وايي د سرچینو او منابعو له قوله چې څه خپریږي باید داسې څه نه وي چې د موجوده نظام پر ضد وي."

کابل کې د يو خصوصي ټلوېزيون تخنيک خونه
کابل کې د يو خصوصي ټلوېزيون تخنيک خونه

خو په شمالي ولایت کندز کې بیا دا کیسه بدله ده.

دغلته په کار بوخت یو شمېر خبریالان وايي چې د معلوماتو په برخه کې ورسره سیمه ییز طالب چارواکي همکاري کوي او هیڅکله داسې نه دي پېښ شوي چې د یوې موضوع اړوند دې ګواښل شوی وي.

په کندز کې سیمه ییز خبریال نویدالله ازادي راډيو ته وویل: "د خبر یا راپور لپاره چې هر ریاست یا هرې ادارې ته مې مراجعه کړې ماسره يې همکاري کړې ده او کلپ یا غږ يې راته استولی دی، دغه شان د هیڅ موضوع اړوند پر ما کوم محدودیت نه دی لګول شوی."

خو په ځینو ولایتونو کې یو شمېر خبریالان وايي چې د بېلابېلو موضوعاتو په سر د سیمه ییزو طالب چارواکو له لوري ان په مرګ ګواښل شوي دي.

دوی وايي ان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري ورته ویل شوي دي چې د راپور لپاره د سوژو په انتخاب کې باید له دوی سره مشوره وکړي.

د خبریالانو او خبري بنسټونو د فدراسیون مسولین هم وايي چې په افغانستان په ځانګړي ډول ولایتونو کې خبریالان تر بل هر وخت تر فشار لاندې دي او د طالبانو له لوري ازاد کار ته نه پرېښودل کیږي.

د دې فدراسیون یوه غړي عزیز تسل ازادي راډيو ته وویل: "تر ټولو اړخونو د خبریالانو ژوند په خطر کې دی، له لوږې، نا امنۍ، ګواښونو او رواني فشارونو سره مخ دي، بندیانیږي، زورول کېږي او سانسور دي، یانې کوم ظلم چې له چاسره کېږي له بده مرغه له خبریالانو سره روان دی."

دی وايي د فدراسیون مسولینو په وار وار د خبریالانو ستونزې تر طالب چارواکو رسولي خو پایله يې نه ده ورکړې.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي چې ښايي په یو شمېر ولایتونو د سوی تفاهم له امله ستونزې پیدا شوي وي خو په ټوله کې دوی هڅه کوي چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لارې د خبریالانو ستونزې حل کړي.

ذبيح الله مجاهد وايي: "اسلام امارت په ټولو ساحو کې له خبریالانو سره وضعیت ښه دی، البته په ولایتي کچه په ځینو سیمو کې سوی تفاهمات رامنځته کېږي او عموما په دغه سیمو کې یو څه نابلدتیاوې موجودي دي، چې معلومات په سم ډول نه نقل کېږي، خو موږ بیا هم هڅه کوو چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لارې له خبریالانو سره ښه تعامل ولرو او د دوی هغه پوښتنې چې ممکن وي ځواب شي."

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له دوهم ځل واکمنۍ راهیسې پر خبریالانو او خبري رسنیو محدودیتونه زیات شوي دي.

په ځینو پېښو کې ان خبریالان وهل شوي، ډبول شوي او بندیان شوي هم دي.

دغه شان د ټلوېزیون پر ښځینه ویاندویانو د خپرونو پر مهال د مخ پټول د طالبانو هغه پرېکړه وه چې په کور دننه او بهر يې ګڼ غبرګونونه را وپارول.

لس ورځې وړاندې د برېتانیا د خبریالانو ملي ټولنې یوه اعلامیه کې له طالبانو وغوښتل چې باید د افغان خبریالانو خپلسري نیونې او محدودیت ودروي.

له دې وړاندې د خبریالانو نړیوال فدراسیون اندېښنه ښودلې وه چې په افغانستان کې د بیان ازادي ورځ تر بلې محدودیږي.

دغه شان د روانې جوزا میاشتې په درېیمه د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې وویل چې طالبان له هغه تکتیکونو کار اخلې چې پر بنسټ يې خبریالان و ډاروي.

د اسیا لپاره د دې کمېټې د پروګرامونو د همغږۍ مسوول اسټیون بټلر ویلي وو چې، طالبان باید د ازادو رسنیو د زغم توان ولري او نیوکه باید د دوی ضد کوم ګام و نه بولي.

طالبانو په وار وار ویلي دی، چي د دوی د حکومت د قوانینو پر بنسټ د رسنیو ازادۍ ته ژمن دي خو د افغانستان د ژورنالېستانو ټولنې د کب د ۲۷مې یعنې د خبریالانو د ملي ورځ په مناسبت وویل، د طالبانو د واکمنۍ په اووه میاشتو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۸۲ پېښې ثبت شوي چې ډېرو کې یې طالبان ښکېل دي.

XS
SM
MD
LG