د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

د ازادو رسنیو ځينې ټولنې: طالبان د بيان ازادي ته ژمن نه دي


طالبان او د دوی بيرغ
طالبان او د دوی بيرغ

په افغانستان کې د جنوبي اسیا د ازادو رسنیو د ټولنې رییس ضیا بومیا وايي، طالبان د بیان ازادي ته ژمن نه دي.

بومیا زیاتوي، طالبان رسنۍ محدودي او هغه څه پرې خپروي چې د دوی په خوښه وي.

بومیا دا خبرې د بې پولې خبریالانو د ټولنې د راپور تر خپرېدو وروسته ازادي راډیو ته وکړې.

د بې پولې خبریالانو په راپور کې راغلي، چې ۱۲ افغان خبریالان تېر یوه میاشت د طالبانو له خوا بندیان شوي.

له ښاغلي بومیا سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره يې اورېدلى شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:49 0:00
XS
SM
MD
LG