د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

کابل کې د امريکا د هوايي بريد له افشا کېدو وروسته؛ خبريالان: طالبانو مالوماتو ته لاس رسی محدود کړی


يو شمېر افغان خبريالان
يو شمېر افغان خبريالان

د کابل په شېر پور کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې د برید تر افشا کېدو وروسته د طالبانو په حکومت د خلکو، خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو نیوکې ډېرې شوې دي.

دوی وايي، د طالبانو حکومت د بېلابېلو پېښو په اړه د اطلاعاتو په پټولو سره هڅه کوي، یوازې خپله مثبته څېره وښيي خو د دې ادعا په اړه د طالبانو حکومت د راپور د خپرېدو تر وخته څه و نه ویل.

د کابل يوه اوسېدونکې چې د امنيتي ستونزو له امله نه غواړي راپور کې يې نوم واخيستل شي د پېښو په اړه د طالب چارواکو له تناقضه په ډکو خبرو او د اطلاعاتو په پټولو نیوکه کوي.

نوموړې وايي: "دوی ویلي و چې له القاعدې سره نورې اړیکې نه لرو، خو اوس متوجه کېږو چې د القاعدې رهبر په کابل کې دی او موږ هېڅ خبر نه یوو. کله چې د امریکا بې پيلوټه الوتکې برید وکړ او نوموړی یې وواژه، طالبان پرې منکر شول او وې ویل چې دا یو راکټي برید و. موږ ناخبره ساتل کېږو او نه پوهېږو چې رښتیا او دروغ څه دي؟ او په وطن کې څه روان دي؟"

بلخوا یو شمېر خبریالان هم وايي، چې د طالبانو حکومت د بېلابېلو پېښو په اړه له رسنیو سره معلومات نه شریکوي.

یو خبریال چې نه غواړي په راپور کې یې د نوم یادونه وشي، ازادي راډيو ته وويل: "ډېر کله په کابل او ولایتونو کې سترې پېښې کېږي خو د اسلامي امارت او د ادارو د مسولانو لخوا معلومات نه ورکول کېږي او هره موضوع پټه ساتل کېږي. بېلګه یې چاودنې او نورې امنیتي پېښې دي چې په اړه یې معلومات له خبریالانو او خلکو سره نه شریکېږي."

له دې مخکې هم د طالبانو حکومت لخوا د اطلاعاتو د مخنیوي، سانسور او ضد و نقیضو څرګندونو په اړه نیوکې شوې وې.

د طالبانو حکومت هغه برید هم چې د دیني عالمانو پر ناسته چې د جون میاشتې په ۳۰مه نېټه وشو، پټ کړ خو داعش ډلې د یوې ويډيو په خپرولو سره د برید مسولیت ومانه.

يو شمېر افغان خبريالان
يو شمېر افغان خبريالان

همدا ډول طالبانو په پنجشېر، بغلان، اندراب او بلخاب کې د دوی او ملي مقاوت جبهې، له خپل پخواني هزاره قومندان مهدي مجاهد سره وسله والې نښتې او د دې جګړو له امله غیر نظامیانو ته د تلفاتو اوښتل او هغوی اجباري کډو ته مجبورول، نه منل خو د ملګرو ملتونو او د بشر حقونو د څار سازمان ځینې داسې راپورونه خپاره کړل چې په یادو سیمو کې یې بریدونه او د غیر نظامیانو سره د ناسم چلند ادعاوې تایدولې.

د رسنیزو چارو کارپوهان په دې باور دي چې طالبانو د حقایقو په پټولو او د بیان ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي په محدودلو سره غواړي یوازې د ځان مثبته څېره وښيي.

د بلخ پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي پخوانی استاد نوراغا شریفي وايي، طالبان هڅه کوي، هغه څه چې دننه په افغانستان کې کوي، د خلکو او بهرنیانو له سترګو پټ وساتي.

نوموړی وايي: "هدف یې روښانه دی چې په اوږد مهال کې خلک له هغو مسایلو چې حق یې دی باید خبر شي، ناخبره پاتې شي او هغه څه چې دننه په افغانستان کې پېښېږي، له افغانستانه بهر د بشري حقونو بنسټونه، نړۍواله ټولنه او په ټوله کې خلک له ظلم، استبداد، بې عدالتي، قانون ماتونې او د بشر حقونو له نقضه خبر نه شي او افغانستان په داسې یوې غمکدې بدل شي چې په اړه یې هېڅ اطلاعات نه وي."

و مو غوښتل د دې ادعاوو په اړه د طالبانو د حکومت ځواب هم ولرو، خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

که څه هم دوی پخوا ویلي و چې د بیان او رسنیو ازادي ته ژمن دي خو له دې سره هم د طالبانو حکومت ډېر خبریالان زنداني کړي، ډېرې رسنۍ تړل شوي او یا هم سانسور شوي دي.

XS
SM
MD
LG