د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

خبريالان: طالبانو د بيان پر ازادۍ بنديز لګولی خو د فېس بوک له محدوديت شکايت کوي


د مېرمنو د يو لاريون پر مهال طالبان د خبريالانو د عکاسۍ او تصوير اخيستلو مخه نيسي.
د مېرمنو د يو لاريون پر مهال طالبان د خبريالانو د عکاسۍ او تصوير اخيستلو مخه نيسي.

د رسنیو ځینې کارکوونکي وايي، طالبانو چې خپله په افغانستان کې د رسنیو پر فعالیتونو محدودیتونه لګولي، د فېسبوک له خوا د ملي راډیو ټلویزیون او باختر دولتي اژانس د پاڼو بندېدل د بیان د ازادۍ خلاف عمل بللی دی.

فېسبوک پرون د ملي راډیو ټلوېزیون او باختر ژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، پاڼې بندې کړې.

وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، په افغانستان کې په لسګونو رسنۍ بندې او په زرګونو خبریالان وزګاره شول.

د فېس بوک ادارې د طالبانو تر ولکې لاندې د ملي راډیو ټلوېزیون او باختر دولتي اژانس پاڼې وتړلې، سملاسي طالبانو دا کار د بیان د ازادۍ خلاف عمل وباله.

د ملي راډیو ټلوېزیون مشر، احمد اله وثیق پرون په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "د فېسبوک ادارې دا کار د ټولو رسنیزو اصولو او د بیان د ازادۍ خلاف عمل دی. ملي راډیو ټلوېزیون یو ملي نهاد دی، د ملت ږغ او د خلکو رسنۍ ده."

د طالبانو تر ولکې لاندې د ملي راډيو ټلوېزيون مشر احمدالله وثيق
د طالبانو تر ولکې لاندې د ملي راډيو ټلوېزيون مشر احمدالله وثيق

د طالبانو بل ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یوه ټویټ کې د فېسبوک ادارې د تازه پرېکړې په باب لیکلي: "دا نه حوصلې او نه برداشت ښکارندويي کوي. د بیان دآزادۍ شعارونه د نورو ملتونو دتېر ایستلو لپاره کارول کیږي."

میټا شرکت چې فېسبوک یې مربوط ده، امریکا غږ ته ویلي دغو پاڼو د فېسبوک د تګلارې خلاف محتوا خپروله.

سعید شینواری چې په افغانستان کې یې د خبریال او د رسنیو د فعال په توګه دنده ترسره کړې، وايي طالبان خپله د بیان ازادۍ ته نه دي ژمن: "نړۍ ستا د فېسبوک اکاونټ دربند کړ، پر تا دومره فشار دی. خو تاسو په افغانستان کې د خپل خبریال خوله تړلې ده، د خپل ټلوېزیون خوله دې تړلې ده، د خپل جنګیالي خوله دې حتی تړلې ده، چې غږ نه شي کولی، نه زما د مشر په رابطه، نه زما د وزیر غلطو کړنو په اړه، نه د طالب قوماندان، کارمند یا بل چارواکي یوه بدي نه شې بیانولی."

خبريال سعيد شينواری چې د طالبانو له محدوديت وروسته له هېواده وتلی
خبريال سعيد شينواری چې د طالبانو له محدوديت وروسته له هېواده وتلی

طالبانو د ملي راډیو ټلوېزیون او باختر دولتي اژانس له پاڼو او ټولنیزو شبکو یوازې د خپلو فعالیتونو د تبلیغ لپاره کار اخیست او له نړیوالو رسنیو یې هم یوازې هغه برخې خپرولې چې د دوی په ګټه وې.

د رسنیو د ملاتړ بنسټونو د فدراسیون د مشرتابه غړی ضیا بومیا وايي: "دا به د طالبانو هغو تبلیغاتي او اطلاعاتي ماشینرۍ لپاره چې دوی یې په خپله ګټه کاروي، ښه کار به وي، خو د دې تر څنګ ځینې مسایل چې له افغانستانه بهر خلکو ترې اطلاعات ترلاسه کول، خلک له دغو معلوماتو محروم شول."

د رسنیو او ژورنالېستانو پر ستونزو پرون د افغانستان د ژورنالېستانو شورا د غړو له خوا له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې بحث وشو.

ښاغلي کرزي په یوه اعلامیه کې د دغو ستونزو په حل کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

په تازه مورد کې لېن او ډانیل (Lynne O'Donnell) چې تازه یې افغانستان ته سفر کړی، څو ورځې مخکې پر خپل ټویټر د خپلو درې-څلورو راپورونو له کبله بخښنه وغوښتله.

دغه راپورونه د طالب مشرانو له خوا په زوره له ځینو کم عمره نجونو سره ودونه وو.

هغې له افغانستانه تر وتلو وروسته پر خپل ټویټر ولیکل، چې د طالبانو استخباراتو په زوره بخښنې غوښتلو ته مجبوره کړې وه.

وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، په لسګونو رسنۍ بندې شوې، پاتې رسنۍ هم له سختو محدودیتونو سره مخامخې دي.

د دې تر څنګ وخت ناوخت د خبریالانو د ځورولو، نیولو، لادرکه کولو او په اجباري ډول له دندو د شړلو راپورونه ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG