د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

فېسبوک ادارې د طالبانو د ملي راډیو تلوېزیون فېسبوک پاڼې تړلي


په امریکا کې د فېسبوک مرکزي دفتر
په امریکا کې د فېسبوک مرکزي دفتر

د فېسبوک ادارې د طالبانو حکومت پورې اړوند د ملي راډیو تلوېزیون فېسبوک پاڼې تړلي دي.

د طالبانو د حکومت د ملي راډیو تلوېزیون رییس احمد الله وثیق پر خپل ټویټر دا خبر تاييد کړی او لیکلي دي، چې په دې ادارې پورې اړوند پښتو او درې فېسبوک پاڼې د فېسبوک ادارې له لوري تړل شوي دي.

وثیق دا هم ویلي، چې د دوی اداره دمګړی د نویو فېسبوک پاڼو د فعالولو اراده نه لري او د ملي تلوېزیون په نوم جوړې شوې ټولې پاڼې جعلي دي.

په ملي تلوېزیون کې یو شمېر سرچینو ازادي راډيو ته وویل، چې د دوی د تخنیکي برخې مسوولینو تر دې دمه د پاڼو د بېرته رغولو ډېره هڅه کړې خو پایله يې نه ده ورکړې.

د سرچینو په حواله دوی نه پوهېږي، چې فېسبوک ادارې، ولې ار ټي اې پورې اړوند د فېسبوک رسمي پاڼې تړلي دي.

فېسبوک ادارې هم تر دې دمه په دې اړه رسمي څه نه دي خپاره کړي.

خو د یادونې ده، له دې مخکې چې طالبان پر افغانستان واکمن شي، فېسبوک دوی د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل او په طالبانو پورې اړوند مسایل او ویډيو ګانې به یې سانسورولې.

د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د طالبانو تر واک لاندې په ملي تلوېزیون ار ټي اې پورې اړوند فېسبوک پاڼې د تېر حکومت پر مهال جوړې شوې وې چې دري اوپښتو پاڼو يې له دوه میلیونه ډېر لیدونکي درلودل او تر ډېره په کې په حکومت پورې تړلي خبرونه او ویډيو ګانې خپرېدلې.

د طالبانو حکومت هم له دغه فېسبوک پاڼو د دوی په ګټه په اډيو او ویډيو بڼو تبلیغات خپرول.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د غیر رسمي شمېر له مخې نږدې پنځوس سلنه خلک انټرنېټ کاروي او فېسبوک ته لاسرسی لري.

فېسبوک په وروستیو کې په افغانستان کې په یوې مهمې رسنۍ بدله شوې او تر ډېره پرې خلک د خپلې سیمې اړوند خبرونه، مسایل او عکسونه خپروي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو راوروسته په ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ، بهرنیو،کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او یو شمېر نورو مهمو دولتي ادارتو پورې اړوند ټولنیزې رسنۍ فېسبوک او ټویټر پاڼې یا خو تړل شوي او یا يې هم د کارولو صلاحیت طالبانو ته نه دی ورکړل شوی.

طالبانو د خپل حکومت بېلابېلو دولتي ادارو ته نوې فېسبوک پاڼې او ټویټر اکونټونه جوړ کړي، خو د لیدونکو شمېر يې د مخکینیو په پرتله خورا کم دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG