د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

مسیر: تبلیغاتي جګړه د رسنیو دنده ده او که د حکومت؟


کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې
کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼې
  • مسیر

مسیر ورځپاڼې پوښتلې چې تبلیغاتي جګړه، د رسنیو که د حکومت دنده؟

ورځپاڼې لیکلي، په دې وروستیو کې حکومتي چارواکي پرله‌ پسې وايي چې طالبانو دومره پرمختګ نه دی کړی، لکه څومره چې ورته تبلیغات کېږي.

وړاندې د حکومتي چارواکو هغو څرګندونو ته اشاره شوې چې رسنۍ، ژورنالېستان، په ټولنیزو رسنیو کې ځیني فعالین او ان ځیني سیاستوال د طالبانو په ګټه په تبلیغ تورنې کړي دي.

د لېکوال په اند لومړی خو د طالبانو په ګټه د تبلیغاتو په تړاو د حکومتي چارواکو ادعا سمه نه ده، خو که سمه هم وي، بیا هم مسوول حکومتي چارواکي دې چې ولې یې تر واکمنۍ لاندې رسنۍ داسې کار کوي.

لېکوال همدارنګه ټینګار کوي چې د رسنیو دنده د واقعیتونو خپرول دي، خو که رسنۍ د واقعیتونو خلاف خپرونې کوي، بیا نو ترې پوښتنه هم کېدلی شي او پر وړاندې یې ګام هم اخیستل کېدلی شي.

لېکوال د حکومت تبلیغاتي دستګاه ناکامه بللې ده او ټینګار یې کړی چې حکومت دخپلې ناکامۍ پړه پر رسنیو اچوي.

ورځپاڼې سپارښتنه کړې چې حکومتي چارواکي باید خپله ستونزه حل کړي او له دې پرته پر رسنیو او ژورنالېستانو فشار راوړل او یا هم په تبلیغاتي جګړو کې یې ورګډول نه قانوني دي او نه به هم کومه مثبته پایله ولري.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې لیکلي چې د افغانستان پر ضد د ترهګر او طالب تر عنوان لاندې د پاکستان يرغل او دغه راز د افغانستان پرضد د دغه هېواد چارواکو بربنډو څرګندونو سختې اندېښنې را پورته کړي دي.

وړاندې راغلي چې دغه هېواد په ټول وس هڅه کوي چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې خپل لاس پوڅی حکومت ولري او د دې لپاره يې د افغانستان پرضد د ترهګرۍ یرغل زور ورکړی.

وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي څرګندونو ته اشاره شوې چې ویلي یې دي، له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته به په دغه هېواد کې تاوتريخوالی او بې‌ قانوني حاکمه شي او طالبان به واک ته ورسېږي چې ګنې هغه وخت به پاکستان خپلې پولې وتړي.

لېکوال ټینګار کوي لومړی افغان حکومت بايد د پاکستان د دغه يرغل او د ترهګرۍ پر ګټه د پاکستان د تبليغاتو د مخنيوي لپاره لاس په کار شي او بيا نړيوالې ټولنې ته په کار ده چې په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي او د ترهګرۍ ځالې او د تمويل سرچينې يې له منځه يوسي.

  • افغانستان ورځپاڼه

او افغانستان ورځپاڼې لیکلي چې د ولسوالیو سقوط او د طالبانو ډراماتیک پرمختګ په عامه ذهنونو کې پوښتنې راولاړې کړي دي.

د لېکوال په وینا چې د دغو تبلیغاتو تر شا د سیمې او نړۍ استخباراتي سازمانونونه لاس لري او وضعیت مدیریت کوي.

لیکوال پر رسنیو هم تُندې نیوکې کړي چې د وسله والو طالبانو په ګټه تبلیغ کوي او افغان حکومت هم د کنټرول لپاره کومه طرحه نه لري.

لېکوال ټینګار کړی چې رسنۍ په روان حالت کې لوی مسولیت لري چې باید ازادې وي او بې پرې خبرونه خپاره کړي.

XS
SM
MD
LG