د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

د طالبانو له‌خوا خبریالانو ته د وروستي ګواښ په اړه د غبرګونونو لړۍ


ارشیف، پکتیا کې وسله وال طالبان
ارشیف، پکتیا کې وسله وال طالبان

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د دوو امریکايي سرتېرو وژل کېدو باندې تمرکز کړی دی.

ورځپاڼې لیکلي چې دا امریکايي سرتېري د چهارشنبې په ورځ یوه یوه ورځ وروسته له هغه وژل شوي و چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یوه ناڅاپي سفر کابل ته تللی و.

ورځپاڼې لیکلي، طالبانو په میدان وردګ ولایت کې د دغو امریکايي سرتیرو د وژنې مسؤلیت په غاړه واخېست.

واشنګټن پوسټ لیکي طالبانو له امریکا سره په قطر کې د اووم دور خبرو تر پیل درې ورځې مخکې دا امریکایي سرتیري وژلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له کابل وروسته ډهلي ته تللی او هلته یې له خبریالانو سره په خبرو کې د دغو امریکايي سرتېرو وژنه غمجنه پېښه بللې ده.

واشنګټن پوسټ د پامپيو په حواله زیاته کړې چې په افغانستان کې د متحده ایالاتونو هدف د تاوتریخوالي د کچې راټیټول او د هغه ګواښ کمول دي چې افغانانو او امریکايي سرتیرو ته متوجه دی.

ورځپاڼه لیکي:

که څه هم طالبان له امریکایي چارواکو او افغان سیاستوالو سره په ګوري، خو د دې ډلې جنګیالي بیا په ټول افغانستان کې په نړیوالو او افغان ځواکونو بریدونه جاري ساتلي.

د دوو امریکايي سرتیرو په وژل کېدو سره د هغو امریکايي سرتیرو شمېر چې د سږ میلادي کال له پیله راهیسې وژل شوي لسو تنو ته رسېږي.

د طالبانو له‌خوا خبریالانو ته د وروستي ګواښ په اړه د غبرګونو لړۍ دوام لري.

د بې پولې خبریالانو سازمان هم په یوه بیان کې د طالبانو دا ګواښ غندلی دی.

طالبانو رسنۍ ګواښلي که د دوی پر ضد له تبلیغاتو لاس وانه‌خلي برید به پرې وکړي.

دغه سازمان د طالبانو ګواښ ته په اشارې له افغان حکومت او د افغان سولې لپاره د امریکا له خاص استازي زلمي خلیل‌زاد غوښتي چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره هره لازمه چاره وکاروي.

د بې پولې خبریالانو د سازمان د افغانستان د څانګې د مشر رضا معیني په حواله لیکل شوي چې د سولې د خبرو له ښکېلو هېوادونو غواړي چې طالبان دې د بشر د نړیوالو قوانینو رعایت ته راوبولي.

معیني وړاندې ویلي چې افغان حکومت هم باید ډاډ حاصله کړي چې د امنیت اداره او دفاع وزارت له رسنیو د خپلو تبلیغاتي اهدافو لپاره کار وا نه‌خلي او د رسنیو امنیت تضمین کړي.

د معیني په باور رسنۍ باید په ازاده او خپلواکه توګه فعالیت وکړي.د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي، د امریکا متحده ایالاتونو او طالبانو د خبرو بیا پیل سږ کال په افغانستان کې کړکیچ نه دی کم کړی.

XS
SM
MD
LG