د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

يو شمېر خبريالان: نړيوال بنسټونه زموږ په نوم له نورو سره مرستې کوي


د يو شمېر افغان خبریالانو انځور - ارشيف
د يو شمېر افغان خبریالانو انځور - ارشيف

یو شمېر خبریالانو او د رسنیو کارکونکو نن په کابل کې، د یو شمېر بنستونو له خوا د خبریالانو له نومونو د نا سمې استفادې په تړاو اعتراض وکړ.

دا خبریالان او د رسنیو کارکوونکي، چې شمېر یې د دوی په خبره ۲۰۰ کسانو ته رسېده، یو شمېرو یې ازادي راډیو ته وویل، ځني بنسټونه له خبریالانو د ملاتړ په نوم د ژورنالېستانو امتیازونه هغو کسانو ته ورکوي، چې د دوی په خبره یو ورځ یې هم خبریالي نه وي کړي.

خبریال او د دغه اعتراض یو ګډونوال رقیب فیاض ازادي راډیو ته وویل: "مونږ له نړیوالو بنسټونو وغوښتل، چې په هېواد کې دننه د خبریالانو ملاتړي بنسټونه کورنی مشروعیت نه لري، د خبریالانو او د رسنیزې ټولنې استازولي نه شي کولای، او کومې مرستې چې له خبریالانو سره کېږي، باید خپله د خبریالانو په ادرس وشي نه د نورو بنسټونو په پته."

یو بل خبریال رسول شهزاد وايي: "په داسې حال کې چې ډېری رسنۍ تړل شوي او په زیات شمېر خبریالان وزګار شوي، دې بنسټونو له یو خبریال سره هم مرسته نه ده کړې او نه یې د دوی خبره اوریدلې."

د طالبانو له بيا ځلې واکمنۍ تر دې دمه لسګونه خبريالان نيول شوي، بنديان شوي او وهل شوي دي.
د طالبانو له بيا ځلې واکمنۍ تر دې دمه لسګونه خبريالان نيول شوي، بنديان شوي او وهل شوي دي.

دغه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د کوم خاص بنسټ نوم نه اخلي خو د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنه د دغو خبریالانو د اعتراض په اړه وايي، د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو له خوا د خبریالانو له نوم ،هیڅ ډول ناسمه استفاده نه ده شوې.

د دغه ټولنې یو غړي پرویز امین زاده وويل: "د افغانستان د ازاد و ژورنالېستانو ټولنې په تېرو لسو میاشتو کې لس زره یورو چې د خبریالانو له نړیوال فدارسیون نه یې ترلاسه کړې وې په شفاف ډول چې د افغانستان ټوله رسنیزه ټولنه یې په جریان کې ده، په ۳۴ ولایتونو کې په سلو خبریالانو ویشلي، چې لازم اسناد يې هم موجود دي."

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما په خپل ورستي راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو ویلي، چې په تېرو دوه میاشتو کې د طالبانو حکومت د بیان د ازادۍ په اړه خپل دریځ په څرګند ډول اعلان کړی دی.

په دې راپور کې راغلي، چې طالبانو د اعتراضونو په خپلو او د رسنیو د ازادیو په محدودولو سره، له دې ډلې د خبریالانو، معترضینو او مدني فعالانو په نیولو سره او د رسنیو په وړاندې د محدویتونو په رامنځته کولو د بیان له ازادۍ سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.

د یوناما په راپور کې، په تېرو دوو میاشتو کې د ۱۷۳ خبریالانو او د رسنیزو کارکونکو د بشري حقونو د نقض یادونه شوې، چې له دې شمېئر ۱۶۳ مورده یې په افغانستان کې واکمنو چارواکو ته نسبت ورکړل شوی دی.

يو شمېر خبريالان چې څو مياشتې وړاندې د طالبانو لخوا ونيول شول او بيا ووهل شول.
يو شمېر خبريالان چې څو مياشتې وړاندې د طالبانو لخوا ونيول شول او بيا ووهل شول.

دغه شان په راپور کې راغلي، چې په ۱۲۲ خپل سرو نیونو کې، ۵۸ د بد چلند، ۳۳ د ګواښ او ۱۲ نور د غیر مجاز نیونو موارد شامل دي.

د یوناما د دغه راپور پر بنسټ، شپږ تنه خبریالان په دې موده کې وژل شوي، چې پنځه کسه په کې د داعش وسلوالې ډلې له خوا او یو هم د نا پېژاندو وسله‌والو له خوا وژل شوی دی.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، چې د دوی د واکمنۍ له پیل نه تر اوسه، له هیڅ یو رسنیز کارکوونکي یا خبریال سره د بشري حقونو ضد چلند نه دی شوی.

نوموړي وويل: "په افغانستان کې له هیڅ یو خبریال سره ناسم چلند نه دی شوی، البته ټولې رسنۍ او خبریالان باید له قانون سره سم نشرات وکړي، څه چې په پخواني قانون کې ویل شوي وه، باید همغسې وکړي، مونږ کوم فشار نه دی لیدلی او نه هم له خبریال سره بد چلند شوی."

ښاغلی مجاهد دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د افغان خبریالانو سربېره طالبانو استرالیایۍ خبریاله لین اودانیل، چې په دې ورستیو کې یې افغانستان ته سفر کړی و هم نیولې وه، چې په خبره یې، ورسته له هغې چې په خپله ټوېټر پاڼه یې د خپلو څو راپورونو په اړه بخښنه وغوښته خوشې شوه.

XS
SM
MD
LG