د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

د خبريالانو د خونديتوب کمېټه: افغانستان کې تېر کال تر ټولو ډېر خبريالان نيول شوي دي


يو شمېر افغان خبريالان، انځور - ارشيف
يو شمېر افغان خبريالان، انځور - ارشيف

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې یا CPJ له دولس کلونو ځنډ وروسته افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په فهرست کې شامل کړی چې ډېر خبریالان په‌کې نیول شوي دي.

سي پي جی د ۲۰۲۲ کال په راپور کې چې پرون چهارشنبې یې خپور کړی ویلي چې په افغانستان کې اوس درې خبریالان بندیان دي او له کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي په دې هېواد کې رسنۍ له جدي ستونزو سره مخامخې دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي، د تېر ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په سلګونو افغان خبریالان له افغانستانه تښتېدلي او هغوی هم چې په هېواد کې پاتې دي، ډېر تر فشارونو لاندې دي.

د دغې کمېټې په وینا دغه خبریالان ځینې وختونه له تشدد سره مخامخ کیږي چې د بنسټپالنې له ایډیالوژۍ سره ځان عیار کړي.

هر کله چې یو خبریال یو ريپوټ جوړوي نو له رواني لحاظه ځان خوندي نه احساسوي.

په افغانستان کې د خبريالانو د اوسني وضعیت په اړه په دې هېواد کې د جنوبي اسیا د رسنیو د ټولنې مشر ضیا بومیا د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې له دغو موندونو سره هم‌نظره دی او وایي، خبریالان هم له فزیکي تاوتریخوالي او هم له رواني فشارونو سره مخامخ دي.

نوموړی وايي: "دا مهال خبریالان چې په افغانستان کې کار کوي، د فزیکي تاوتریخوالي ترڅنګ چې د طالبانو له لوري ورسره مخامخ دي، دوی له ګڼو رواني فشارونو او تاوتریخوالي سره هم مخامخ دي. هر کله چې یو خبریال یو ريپوټ جوړوي نو له رواني لحاظه ځان خوندي نه احساسوي. ګڼو خبریالانو چې له موږ سره خبرې کړي دي، دوی وایي چې کله مو چې خبر خپور شي، ۲۴ ساعته نور موږ په نورمال رواني وضعیت کې نه یو او داسې فکر کوو چې ګواکې اوس به یو څوک موږ نه پوښتنه کوي، یوه اداره به مو ورغواړي د دغه خبر د خپرولو لپاره یا به مو څوک تعقیبوي او یا به یو ګواښ راته کېږي."

د افغان ورځپاڼې د اطلاعات روز خبریالان نعمت نقدي (کیڼ اړخ ته) او تقي دریابي د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په ۸ مه دي.طالبانو له بند څخه خوشې کېدو وروسته په کابل کې په خپل دفتر کې خپل ټپونه ښیي
د افغان ورځپاڼې د اطلاعات روز خبریالان نعمت نقدي (کیڼ اړخ ته) او تقي دریابي د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په ۸ مه دي.طالبانو له بند څخه خوشې کېدو وروسته په کابل کې په خپل دفتر کې خپل ټپونه ښیي

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټي ویلي، په ۲۰۲۲ کال کې په نړۍ کې د زنداني خبریالانو شمېر د ریکارډ کچې ته لوړ شوی چې په دېرشو کلونو کې یې ساری نه‌دی لیدل شوی.

د دغې کمېټې په وینا د روان کال د ډسمبر تر لومړۍ نېټې د هغو خبریالانو شمېر چې په اوس وخت کې د هېوادونو په زندانونو کې دي، ۳۶۳ ته رسیږي چې دا د تېر۲۰۲۱ کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شل زیاتوالی ښيي.

ایران د لږ تر لږه ۶۲ زنداني خبریالانو په لرلو سره د دې کمېټې د فهرست په سر کې دی.

ایران د لږ تر لږه ۶۲ زنداني خبریالانو په لرلو سره د دې کمېټې د فهرست په سر کې دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشرې جودي ګینزبرګ وویل، دا چې د ریکارډ تر کچې خبریالان بندیان دي، دا یو بحران دی چې په نړیواله کچه د ډيموکراسۍ کمزورتیا منعکسوي.

هغې ویلي، د زنداني خبریالانو د سږني کال فهرست دا په ډاګه کوي چې حکومتونه هغه راپورونه چې له واکمنو د حساب اخیستو لټه کوي، زیندۍ کوي او زیاتوي، د ژورنالېزم جرم ګڼل په زندان کې د یوه خبریال له ساتلو ورهاخوا نورې اغېزې هم شیندي.

د نوموړې په وینا د حیاتي راپورونو په مخنیوي سره خلک له هغو معلوماتو بې برخې کیږي چې، له دوی سره په خوندیتوب، د معلوماتو په زیاتوالي او ځواکمن کېدو کې مرسته کوي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د وروستي راپور په اړه تر اوسه طالبانو غبرګون نه‌دی ښکاره کړی خو له دې مخکې یې ویاندویانو په دې ټینګار کړی چې د اسلامي شریعت او قوانینو په رڼا کې د بیان ازادۍ ته ژمن دي او رسنۍ هم باید دغه اصل په پام کې ونیسي.

په افغانستان کې پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو له‌خوا د فشارونو په ترڅ کې د جمهور خبري اژانس هم د بندېدو خبر ورکړ.

دې اژانس پرون چهارشنبې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې مسول یې څو ځلي د طالبانو له‌خوا ګواښل شوی و.

د رسنیو د مدافعو ټولنو په وینا له کله چې طالبان پرافغانستان واکمن شوي، په سلګونو رسنۍ د فشارونو یا اقتصادي ستونزو له کبله تړل شوي او ډېرو خبریالانو هم خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG