د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

د خبريالانو اندېښنې: د جرمني پناه غوښتنې پروګرام ته به مو پر ځای نور کسان لار ومومي


يو شمېر افغان خبريالان - ارشيف
يو شمېر افغان خبريالان - ارشيف

یو شمېر خبریالان او د رسنیزو ادارو مسؤلين اندېښمن دي، چې د جرمني له لوري د پناه غوښتونکو نوي پروګرام ته به د خبریالانو پر ځای نور کسان لار ومومي.

يو خبريال چې نه‌غواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم راپور کې ياد شي وایي، چې ژوند یې په خطر او اندېښنو کې دی.

نوموړی وايي، د کډوالۍ اړوندې ادارې باید هڅه وکړي، چې حق حقدار ته ورکړل شي.

دا افغان خبریال ادعا کوي، چې د افغانانو د تخلیې په بهیر کې نورو کسانو د خبریالانو له نامه استفاده کړې او له هېواده وتلي.

له همدې امله دی اندېښمن دی چې د جرمني له لورې له خطر سره مخ افغانانو او خبریالانو ته له ورکړل شوي امتیازه به هم ناوړه استفاده وشي.

"د جرمني له لوري رامنځته شوی فرصت هم د خبریالانو لپاره یوه هیله ده"

نوموړی وايي: "د جرمني له لوري رامنځته شوی فرصت هم د خبریالانو لپاره یوه هیله ده، خو که چېرې دوسیې په شفاف ډول وڅېړل شي نو کېدای شي د خبریالانو د ژغورلو لامل شي او هغه کسان چې واقعاْ مستحق دي، ترېنه برخمن شي، خو ما چې یې فورمه ولیده ځینې ستونزې لري، چې کېدای شي خبریالان ترېنه بې برخې شي او هغو کسانو چې تل چل ول کړی، ترېنه ناوړه استفاده وکړي."

د رسنیو اړوندو ادارو مسؤلين هم ورته اندېښنه لري.

دوی د جرمني حکومت د نوي پروګرام له مسؤلينو غواړي چې د رښتیني خبریالانو په پېژندلو کې له دقت کار واخلي.

افغان خبريالان وايي، له کاري محدوديت او ستونزو سره مخ دي، انځور - ارشيف
افغان خبريالان وايي، له کاري محدوديت او ستونزو سره مخ دي، انځور - ارشيف

د افغانستان له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې (نۍ) استازي ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل: "په کور دننه او له افغانستانه بهر هغو ادارو څخه چې په دې پروسه کې ښکېل دي، غواړو چې د افرادو د هویت په دقیق تشخیص سره د خبریالانو له نوم څخه د ناوړه استفادې مخه ونیسي او اجازه ورنه‌کړي، چې بل څوک د خبریال له امتیازه په استفادې د پناه غوښتنې او کومې بلې مرستې له حقه استفاده وکړي."

د جرمني دولت له خطر سره مخ افغانانو ته د پناه ورکونې د یو نوي پروګرام په اعلانولو سره ویلي چې، د همدې پروګرام په چوکاټ کې به د خبریالانو په ګډون هره میاشت زر کسان مني.

په دې پروګرام کې پر شرایطو برابر کسان او د ښځې، مېړه په ګډون، تر سن لاندې اولادونه شامل دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) هغه اداره ده، چې د دغه پروګرام لپاره په افغانستان کې مېشت خبریالان د جرمني دولت ته ور پېژني.

د تخليې پروګرام - ارشيف
د تخليې پروګرام - ارشيف

د دغه سازمان یوه غړي مرتضی رحیمي په یوه مرکه کې، چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې ویلي، ياد پروګرام ته لېواله خبریالان کولای شي یوازې هغه فورم، چې د دغه سازمان پر وېب‌پاڼې خپور شوی، ډک کړي.

د ښاغلي رحیمي په خبره، په دې پروګرام کې د نوم لیکنې لپاره یوازې همدا فورم منل کېږي او له دې جلا اېمیلونه به ونه منل شي.

نوموړي دغه شان په دې مرکه کې ویلي چې (RSF) به د دې فورمونو له را ټولولو وروسته وړ خبریالان په ګوته او وروسته به ځان په دی باوري کړي، چې دوی په افغانستان کې اوسیږی او په بل پړاو کې به د دوی امنیتي ستونزی مشخصې کړل شي.

دې سازمان په ۲۰۲۱ میلادي کال کې هم څه باندې ۱۵۰ خبریالان او د دوی کورنۍ جرمني ته انتقال کړې.

د جرمني دولت په داسې حال کې د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۷مه دا پروګرام پیل کړ چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته، خبریالان او د رسنیو کار کونکي له سختو شرایطو سره مخ دي.

په افغانستان کې له رسنیو د ملاتړو ادارو د شمېرو پر بنسټ، په دې موده کې د ۴۸ سلنه رسنیو نشرات بند شوي او څه باندې ۶۰ سلنه خبریالان له افغانستانه وتلي او یا یې هم دندې له لاسه ورکړې دي.

XS
SM
MD
LG