په داسې حال کې چې جرمني له افغانستانه د ۳۷ زره نورو له خطر سره مخ افغانانو د ویستلو اعلان کړی په ياد هېواد کې مېشت یو شمېر افغانان د کورونو د نهشتون او په کمپونو کې ورسره مخ له سختو ستونزو شکایت کوي.
يو افغان چې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پیل وروسته جرمني ته کډوال شوی دی، اوس مهال د جرمني په مونشن ښار کې په [ایم] یو لنډ مهالي کور کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي.
دا افغان پناه غوښتونکی چې نهغواړي د موضوع د حساسیت له امله يې نوم په راپور کې خپور شي وايي، لسګونه کورنۍ په داسې یو څلور پوړیزه ودانۍ کې اوسیږي چې د ژوند کافي اسانتیاوې نهلري.
"لا معلومه نهده چې تر کومه وخته به دلته یو، ان ویل کېږي چې ښايي دوه درې کاله همدلته په نامعلوم برخلیک کې پاتې شو"
نوموړي ازادي راډيو ته وویل، چې په جرمني کې د هوا په سړېدو سره يې ماشومان ناروغان شوي، خو د کور د ګرمېدو اسانتیاوې هم نهلري.
دی وايي، د ځانګړي پخلنځي او حمام نه موجودیت او په یوه خونه کې د څو کسانو اوسېدل هغه ستونزې دي چې دغه افغانان ورسره مخ دي.
نوموړی وايي: "لا معلومه نهده چې تر کومه وخته به دلته یو، ان ویل کېږي چې ښايي دوه درې کاله همدلته په نامعلوم برخلیک کې پاتې شو، مخکې هم ځینې کورنیو زیات وخت دلته تېر کړی او وروسته يې کورونه پیدا کړي دي، نو موږ نه پوهېږو چې دلته به تر څه وخته پراته یو."
دغه افغان کډوال وايي د [ایم] لنډ مهالي کورونه په جرمني کې د خصوصي شرکتونو له لوري اداره کېږي او د جرمني حکومت يې له ستونزو نهدی خبر.
دی ادعا کوي چې افغان کډوال د دغه شرکتونو د مسؤلینو له لوري په یو شکل ګواښل کیږي چې باید د کورونو ستونزې شریکې نهکړي.
"کور ډېر په ستونزه پیدا کېږي، په ډېرې ستونزې خو که سپین کارت ولرې"
د دې هيواد په نورنبرګ ښار کې یو بل افغان کډوال چې دی په [ایم] لنډ مهالي کور اوسیږي او نهغواړي نوم يې په راپور کې خپور شي، وايي څلور میاشتې کېږي چې په دغه کور کې اوسېږي.
دی ادعا کوي، چې په یاد شوي ښار کې د افغان کډوالو په پرتله د اوکراین کډوالو ته ډېره پاملرنه کېږي او ډېر کم افغان کډوالو ته کورونه ورکول کېږي.
نوموړی وايي: "کور ډېر په ستونزه پیدا کېږي، په ډېرې ستونزې خو که سپین کارت ولرې، او لګښت يې له خپل جیبه ورکړې نو کور درکول کېږي، خو که د جاب سنټر سره وي نو ځینې يې بیا قرارداد نهکوي."
دی ټینګار کوي چې د [ایم] په کورونو کې د اوږد مهال لپاره ژوند کول ستونزمن دي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د جرمني د حکومت او د کډوالو د ملاتړو بنسټونو نظر هم واخلو خو بریالي نهشو.
په جرمنې کې د کډوالو په چارواکې د ملګرو ملتونو سازمان ادارې ای. او. ام هم په دې اړه زموږ برېښنالیک ځواب نهکړ.
افغان کډوال په داسې حال کې په جرمني کې د ژوند له سختیو شکایت کوي، چې تازه دغه هېواد له افغانستانه د نورو ۳۷ زره له خطر سره مخ افغانانو د ویستلو اعلان کړی دی.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې، د زیانګالو افغانانو لپاره په دې فدرالي پروګرام کې دوه کټګورۍ خلک مستحق ګڼل کېږي.
د اعلامیې پر بنسټ لومړی هغه خلک مستحق دي چې پخوا یې له عدلي او قضايي برخو او رسنیو سره کار کاوه یا یې سیاسي، فرهنګي او ورزشي فعالیتونه درلودل او اوس یې ژوند په خطر کې دی.
په دویمه برخه کې د هغو خلکو د کډوالۍ غوښتنلیکونه منل کېږي چې د جنسیت، جنسي تمایلاتو، هویت یا مذهب په خاطر له کوم خاص تاوتریخوالي سره مخ دي یا یې پخوا بد حالت تجربه کړی وي.
لومړیتوب هغو ښځو ته ورکول کېږي چې تاوتریخوالی ورسره شوی وي او حقونه یې تر پښو لاندې شوي وي.
خو د بښنې نړیوال سازمان په دې پروسه انتقاد کړی او ویلي دي، دغه شرط چې دې پروسې ته یوازې د افغانستان له دننه خلک غوښتنلیک جمع کولای شي باید ترې لیرې شي.
دغه سازمان ویلي دي ،هغه افغانان چې اوس مهال له دې هېواده بهر د کډوالو په کمپونو کې د ژوند سختې تېروي باید له نظر ونه غورځول شي.
جرمني د اروپايي ټولنې یو له هغه هېوادونو دی چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ را وروسته يې ډېر شمېر له خطر سره مخ افغانان دغه هېواد ته انتقال کړل.