د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال: سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ یوو


ارشیف: د ایران په زاهدان کې افغان کډوال
ارشیف: د ایران په زاهدان کې افغان کډوال

یو شمېر هغه افغانان چې په جبر له ایران نه ویستل شوي په افغانستان کې له اقتصادي ستونزو او بېکارۍ نه شکایت کوي.

ذبیح الله د کابل اوسېدونکی دی او د یوې اته کسیزه کورنۍ مشري کوي.

هغه ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دوه ځلې له غیرقانوني لارو ایران ته ولاړ څو د خپلې کورنۍ لپاره خرڅ برابر کړي، خو په خبره یې چانس ورسره ملګرتیا ونه کړه.

نوموړي وویل: "زه په افغانستان کې له وزګارۍ او ناچارۍ دوه ځلې ایران نه ته لاړم، خو بېرته یې په زور راویستلم. اوس چې افغانستان ته راغلی یم اقتصاد مې ښه نه دی او بېکاره یم، حیرانه یم چې څه وکړم."

صابر یو بل افغانۍ دی چې اوسمهال په ایران کې ساختماني کارونه کوي.

نوموړی وايي، له ورور سره ایران ته د کار لپاره راغلی و، خو د ایران پولیسو یې ورور ونیوه او بېرته یې افغانستان ته ولېږه.

هغه زیاتوي: "زه او ورور مې دردې لپاره چې بېکاره وو ایران ته راغلو، خو زما ورور یې درې ځلې ونیوه او په اخیر ځل یې بېرته افغانستان ته ولېږه. زه په ایران کې پاتې یم او کار کوم. اوس زما ورور په افغانستان کې بېکاره او بې برخلیکه ژوند کوي."

تازه په نیمروزو ولایت کې د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس ویلي، چې یوازې په څو ورځو، د سنبلې میاشتې له ۲۴مې نېټې څخه له ایرانه ۸۵۳ کسان افغانستان ته راغلي دي.

د ایران په کرمان کې افغان کډوال
د ایران په کرمان کې افغان کډوال

نصرت له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، له راستانه شویو کسانو څځه ۶۴۳ یې په جبري ډول او پاتې نور ۲۱۰ یې په خپله خوښه افغانستان ته راغلي دي.

هغه زیاتوي: "په ورځیني ډول له ایران نه ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ افغانان افغانستان ته راځي. په دې اونۍ کې کم کسان راغلي."

په ورته مهال د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د طالبانو حکومت له پیله تر دا مهاله لکونه کسان هېواد ته راستانه شوي دي.

حقاني وايي: "تر دا مهاله له ۹ سوه زره کسانو زیات هېواد ته راستانه شوي چې ډېری یې له ایران او پاکستان څخه دي. په دغو کسانو کې یو شمېر یې په زوره او یو شمېر نور یې په خپله خوښه هېواد ته راغلي."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه په افغانستان کې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د د عالي کمېشنري له دفتر سره هم په اړیکه کې شي، خو بریالی نه شو.

خو مخکې بیا په افغانستان د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان مرستیال اشلي کارل ویلي و چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له ایران نه افغانستان ته په هره میاشت کې ۶۰ سلنه د کډوالو په جبري ایستلو کې زیاتوالی راغلی.

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت ویاند ښاغلي ازادي راډیو سره د هغو کسانو کره شمېر شریک نه کړ چې په تېر یو کال کې له افغانستانه وتلي دي.

د نوموړي په خبره شاوخوا ۷ میلیونه افغانان په اروپايي او ګاونډیو هېوادونو کې کډوال دي.

خو مخکې بیا وړاندې ایراني چارواکو هم ویلي و چې د طالبانو له واکمنېدو راپدېخوا له ۱ میلیون زیات افغانان ایران ته کډوال شوي دي.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس مهر هم مودې وړاندې د یو راپور په خپرولو سره ویلي و چې په کابل کې د ایران سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي د طالبانو د کډالو او بېرته راستنېدونکو چارو سر پرست وزیر خلیل الرحمن حقاني سره په لیدنه کې ایران ته د زیاتو افغانانو د راتګ په اړه خبرې کړې وې.

دغه خبري اژانس ویلي و چې دواړو خواو په دې برخه کې پر د همکاریو په پراخېدو ټینګار کړی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG