د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

سور صلیب: ایران له افغان کډوالو سره د ښه چلند ژمنه کړې


په تهران کې د افغان کډوالو کمپ
په تهران کې د افغان کډوالو کمپ

سور صلیب وایي، چې تهران ورسره ژمنه کړې ده چې په خپله خاوره کې له افغان کډوالو سره ښه چلند کوي.

سور صلیب وایي، چې د ایران له لوري یې ډاډ ترلاسه کړی دی چې افغان کډوالو ته به په خپله خاوره کې ښه خدمات وړاندې کوي.

د سره صلیب مشر رابرټ مارډیني له ایراني چارواکو سره له دوه ورځنیو لیدنو کتنو وروسته فرانس پریس اژانس وویل: "تر ډیره مو د افغانستان په اړه خبرې وکړې، په ځانګړې توګه د تېرکال د اګست له پېښو راوروسته چې په افغانستان کې حکومت بدل شو او په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د اوږدمهاله ملاتړ یوه برخه ګډوډه شوه."

د ایران د دولتي اژانس ایرنا په وینا پر کابل د طالبانو تر واکمنۍ وروسته تر یو میلیون ډېر افغانان ایران ته کډوال شوې دي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په وینا اوسمهال په ایران کې د ټولو افغان کډوالو شمېر شاوخوا پنځه میلیونو ته رسېږي.

تېره میاشت په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیو فلمونه خپاره شول چې په کې په ایران کې له افغان کډوالو سره بند چلند ښکارېده.

تر دې وروسته د افغانستان په یو شمېر ښارونو کې د ایران پر ضد مظاهرې وشوې او د طالبانو یو پلاوی ایران ته ولاړ.

د سره صلیب مشر ښاغلی مارډیني وایي، چې له ایراني لورې سره یې خبرې ګټورې وې: "خبرې مثبتې وې. مثلا موږ د هغو ګواښونو په اړه سره ورته نظر درلود چې افغان کډوالو ته د ښه خدماتو په برخه کې شته. سور صلیب د ایران د سرې میاشتې د ټولنې د هغو روغتیایي خدماتو ملاتړ کوي چې افغان مهاجرو او کډوالو ته یې چمتو کوي."

د راپورونو له مخې هره ورځ په زرګونو افغانان اوس هم له افغانستانه ایران ته ځي چې یو شمېر یې د کار په لټه کې دې هېواد ته ورځي او ځیني یې بیا غواړي چې د ترکیې له لارې اروپا ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG