د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


نړیوالې ورځپاڼې
نړیوالې ورځپاڼې

سټار اينډ سټرايپس:

سټارز اینډ سټرایپس خپرونې په افغانستان کې د امریکا شل کلنې جګړې په اړه د سیګار د یوه راپور په تړاو مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي، چې که څه هم په افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته رسېدلې، خو پوځ ته ځينې کاغذي کارونه لا پاتې دي.

په مقاله کې راغلي، چې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون د ميلياردونو ډالرو په ارزښت هغه قراردادونه لغوه کوي چې د افغان امنیتي ځواک د تمیولو لپاره ځانګړي وو.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د ځانګړي سرپلټونکي د راپور له مخې چې د چهارشنبه په ورځ خپور شو، دا پروسه کولای شي کلونه اوږدو محاکمو ته لاره پرانېزي.

د راپور له مخې دا قراردادونه د افغانستان د امنتي ځواکونو له وجهي صندوقه تمویلېدل چې له ۲۰۰۵م کال راهیسي یې د تجهیزاتو، معاش او ترمیم په برخه کې ۸۱ میلیارده ډالر مصرف کړي.

وروسته له هغه چې په اګست میاشت کې طالبان په افغانستان کې یو ځل بیا واک ته ورسېدل، امریکا دغو قراردادیانو ته پیسې ورکول بندې کړې.

خو د مقالې په وینا که څه هم د قراردادونو ډېری برخه یې سر ته رسېدلې خو دا پروسه کلونه وخت نيسي.

د افغانستان لپاره د امریکا د دفاع وزارت د همغږۍ مدیریت په دې اړه غور کوي، چې د افغان پوځ ناببره سقوط د پنټاګون پر پلان څومره اغېز وکړ.

المونيټور:

المونیټور خپرونې د ایران د کورنیو چارو وزیر هغو خبرو ته پام کړی، چې د افغان کډوالو په اړه یې کړي.

په مقاله کې راغلي، چې د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد واحدي په خپل هېواد کې افغانانو ته خبرداری ورکړی چې په سرشمېرنه کې ګډون وکړي.

په مقاله کې راغلي، چې د ایران حکومت غواړي معلوم کړي چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته څومره افغانان ایران ته ورغلي دي.

په مقاله کې راغلي، چې دا اقدام کولی شي د ایران اسلامي جمهوريت او طالبانو ترمنځ پخوانۍ اړیکې پېچلې کړي.

وروسته راغلي، چې تېر کال وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل، ایران له دوی سره د اړیکو جوړولو هڅې پیل کړې.

د طالبانو ډيپلوماټان اوس په تهران کې د افغانستان په سفارت کې ځای پر ځای شوي دي.

خو د مقالې په وینا د ایران او طالبانو اړیکې پرته له ستونزو نه وې.

ایران په افغانستان کې خپلې کونسلګرۍ وروسته له هغه وتړلې چې په ایران کې له افغانانو سره د بد چلند پر وړاندې هلته لاریونونه وشول.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې اوسمهال شاوخوا ۷۸۰ زره افغان کډوال په ایران کې مېشت دي.

مقاله یادونه کوي، چې دا لومړی ځل نه دی چې ایران افغان کډوال په نښه کړي، تېر کال هم ایران لسګونو زره افغانان چې د طالبانو له وېرې دغه هېواد ته اوښتي وو، بېرته افغانستان ته ستانه کړل.

سټراډ:

سټراډ خپرونې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ بنسټ ایښودونکي ډاکټر احمد ناصر سرمست په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي، چې ښاغلی سرمست به د مې میاشتې په ۲۰ مه نېټه د جولیارډ پوهنتون څخه افتخاري دوکتورا ترلاسه کړي.

په مقاله کې یادونه شوې چې د 2018 د پولر جایزې ګټونکي، سرمست په دې وروستیو کې د طالبانو په لاس د کابل تر سقوط وروسته له کابله تر لزبونه د موسیقۍ د انسټیټیوټ د کارکوونکو مشري وکړه.

په مقاله کې راغلي، چې د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ محصلینو، ښوونکو، کارکوونکو او د کورنۍ غړيو ته نه یوازې پناه ورکړل شوه بلکې په پرتګال کې د مېشته کېدو بلنه هم ورکړل شوه.

په مقاله کې زیاته شوې، چې سرمست او د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ د معلولو کوچنیانو د ژوند بدلولو لپاره هم خپل کار ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG