د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


نړیوالې ورځپاڼې
نړیوالې ورځپاڼې

یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو او خپرونو د کابل د دشت برچي سیمې د دوشنبې ورځې چاودنو ته پام کړی چې لږ تر لږه ۶ تنه په کې ووژل شول او له ۲۵ زیات نور ټپیان شول.

دغو ورځپاڼو د نړیوالو او ملي بنسټونو له خوا د شویو چاودنو غندنې خپرې کړي دي.

ايسټ بې ټايمز:

ایسټ بې ټایمز خپرونې چې د امریکا په ختیځو سواحلو کې ډېره چاپېږي لیکلي، دا څویم ځل دی چې دشت برچي سیمه کې شیعه زده کوونکي د ورته حملو قرباني کېږي.

تر پرون ماښام پورې د دغو چاودېدونکو بریدونو مسئولیت چا یا کومې ډلې نه و منلی، خو د خپرونې په باور پخوا داعش ورته حملې کولې او مسئولیت یې هم پر غاړه اخیسته.

نړیوالو خپرونو د افغانستان په ځینو نورو مسئلو هم لیکنې کړي دي.

هيومن رايټس واچ خپرونه:

د هیومن رایټس واچ اړوند یوې خپرونې د هرات ښځینه محبس د پخوانۍ مشرې عالیه عزیزې نادرکه کېدو ته یو مطلب ځانګړی کړی او لیکلي یې دي، شپږ میاشتې کېږي چې د دغې مېرمنې د برخه لیک هېڅ څرک نه لګېږي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې په دې اړه څېړنه وکړي.

عالیه عزیزي په پخواني حکومت کې ۱۷کاله د پولیسو افسره وه چې وروسته د هرات د ښځو محبس مدیره شوه.

کله چې طالبان په تېر اګست کې واک ته ورسېدل، نوموړې په کور کې له څو ورځې پاته کېدو وروسته بېرته دندې ته ستنه شوه.

نوموړې د اکتوبر په ۲۱مه لادرکه شوه.

طالبان وایي د عزیزي د لادرکه کېدو مسئله د هغې د کورنۍ اړوند موضوع ده.

ټايمز اف اينډيا:

ټایمز اف اینډیا بیا لیکلي، د پاکستان حکومت له خپلې خاورې افغانستان ته د هند د پنځوس زره ټنه غنمو او دارودرملو د لېږلو مهلت دوه میاشتې نور هم تمدید کړ.

دا مرستې په لاریو کې د هند د واګې بندر له لارې په تورخم افغانستان ته راځي. پاکستان څه موده وړندې ددغو مرستو ترانزیت ته د بشرپالنې په هدف اجازه ورکړه.

XS
SM
MD
LG