د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

د افغانستان په اړه وروستیو تحولاتو ته د یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو کتنه


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ډېلي ټایمز

د پاکستان ډېلي ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه د اسلامي پراختیايي بانک د رئیس پر وروستیو څرګندونو لیکنه خپره کړې ده.

محمد سلیمان الجاسر د سې شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۴۸مې غونډې ته په خبرو کې د دغه سازمان له غړو هېوادونو، پراختیايي ادارو، بشري سازمانونو او مرستندویانو غوښتنه وکړه چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو د نوي صندوق سخاوتمندانه ملاتړ وکړي.

ډېلي ټایمز زیاتوي، اسلام‌اباد د اسلامي همکاریو سازمان د دوه ورځنۍ غونډې کوربه دی چې پرون پیل شوې او د افغانستان پر وضعیت هم په‌کې بحث کېږي.

لیکوال زیاتوي، الجاسر ویلي چې د بشري مرستو په هدف دغه صندوق له افغانانو سره د پیوستون قوي پیغام ورکوي.

د هغه په خبره، دا چې د افغانستان ۷۶ فیصده وګړي په کلیو بانډو کې ژوند کوي، د دغه صندوق لومړنی تمرکز به د کلیوالو د معیشت د خویتوب له طریقه د خلکو د ژوند ساتنه وي.

د ډېلي ټایمز ورځپاڼې لیکوال زیاتوي، د اسلامي پراختیايي بانک مشر ویلي، د افغانانو ملاتړو هېوادونو سپارښتنه کړې چې دغه بانک دې له وړ تجربو په استفاده د بالقوه همکاریو پر لارو چارو غور وکړي.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په دغه هېواد کې اقتصادي بحران زیات شوی دی.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې چې له امریکا خپرېږي، پرون د دانش صدیقي په نوم د هغه هندي عکاس په باب لیکنه خپره کړې چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې په کندهار کې ووژل شو.

د ورځپاڼې په لیکنه، دانش صدیقي چې د پولیټزر (Pulitzer) په نوم معتبره جایزه‌یې هم ګټلې وه، له روېټرز اژانس سره کار کاوه او مور و پلار یې پرون سې شنبه په هاګ کې له نړیوالې جنايي محکمې وغوښتل چې د صدیقي د وژل کېدو په باب څېړنه وکړي.

د هغه کورنۍ د طالبانو لوړ رتبه چارواکي په جنګي جنایت او د بشر ضد جنایتونو تورن کړي دي.

دانش صدیقي چې ۳۸ کلن او د هند تبعه و، د تېر میلادي کال د جولای میاشتې پر ۱۶مه هغه وخت ووژل شو چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو له یوې قطعې سره په یوه سفر کې ملګری و.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په مطلب کې د نړۍ په نورو برخو کې هم د خبریالانو وژل کېدو ته اشاره شوې او زیاته شوې، د دانش صدیقي کورنۍ دا غوښتنه داسې مهال کوي چې په وروستیو اوونیو کې څو خبریالان له دې جملې دوه امریکایان پر اوکراین د روسیې د یرغل په باب د راپور ورکولو پر مهال ووژل شول.

د لیکوال په باور دغه پېښې هغه خطرونه په ډاګه کوي چې خبریالان د جګړو په اړه د راپور ورکولو پر مهال ورسره مخامخ دي او د دوی د وژنې په اړه حساب کتاب څومره پېچلی کوي.

د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې ویلي، په تېرو ۱۰ کلونو کې تر ۵۰۰ زیات خبریالان وژل شوي چې له دې ډلې د ۳۱ خبریالانو مړینه په افغانستان کې ثبت شوې ده.

د پخواني حکومت چارواکو په ۲۰۲۰م کال کې له دې ورځپاڼې سره په خبرو کې د خبریالانو د ډېرو هدفي وژنو مسؤل طالبان بللي و، خو طالبانو دا ادعا نه‌ده منلې.

XS
SM
MD
LG